د طالبانو د بياځلي واکمنۍ درېيم کال؛ د بشري حقونو نقض، پر طالبانو شوې ادعاوې او بېلګې

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

د بشري حقونو نقضول یو له هغو مهمو لاملونو ګڼل کېږي چې تر اوسه په نړیواله کچه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت پرمهال د بشري حقونو نقضول پر طالبانو له جدي نیوکو او تورونو څخه ګڼل کېږي.

داسې ګڼې ادعاوې کېږي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګسټ د میاشتې په ۱۵مه نېټه واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د افغانانو بشري حقونه نقض کړي دي.

د تېرو ۳ کلونو پر مهال د ځینو کسانو د وژنې، ترور او ځورونې ګڼې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي، چې که څه هم ازادي راډیو یې د کره‌والي تاييد نه‌کوي خو ادعا کېږي چې ډېری د پخواني جمهوري نظام کارکونکو پورې اړه لري.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده فرمانونه چې ویل کېږي د طالبانو د حکومت لپاره د قانون حیثيت لري، خو د ځینو افغانانو په باور یوازینی فرمان چې په ښکاره له پامه غورځول شوی دی هغه د عمومي بښنې فرمان دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې ۱۴۰۰ کال د اسد د میاشتې ۲۶مه نېټه په لومړی ځل افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته د رسنیو په وړاندې راڅرګند شو او په خبري کنفرانس کې یې وویل، د طالبانو د مشر له لوري ټولو ته عمومي بښنه اعلان شوې ده.

د هغه د خبرو په یوې برخه کې راغلي وو چې: "د امیرالمومنین له لوري ټولو کسانو ته عمومي بښنه ده چې زموږ پر وړاندې درېدلي وو، زموږ له‌خوا ټولو ته عمومي بښنه شوې او دا بښنه د دې لپاره شوې چې موږ نه‌غواړو بله جګړه تکرار شي، جګړه دوام وکړي او یا یې عوامل پاتې شي."

نوموړي په همدې خبري کنفرانس کې دا هم وویل، هغه کسان چې له امریکايي ځواکونو او یا نورو امریکايي ادارو سره یې د ترجمانانو او همکارانو په توګه کار کړی، نه به په نښه کېږي او کولای شي په افغانستان کې پاتې شي او یا هم ستانه شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

فریده یوه ځوانه افغان مېرمن ده چې ادعا کوي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د هغې مېړه وواژه، دا یې کونډه او ماشومان یې ورته یتیمان کړل.

فریده ادعا کوي چې مېړه یې د کونړ په نظامي روغتون کې د ډاکټر مرستیال و او په کونړ ولایت کې له ځینو نورو کسانو سره د طالبانو له‌خوا وژل شوی دی.

هغې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپلو نورو حقونو څخه د محرومیت په اړه هم ازادي راډیو ته وویل: "د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې په ۲۱مه یې موږ د هغه له شهادته خبر کړو، کله چې موږ لاړو، د جومات ملا هغه ښخ کړی و اوس زه او دوه ماشومان مې بې سرپرسته پاتې یو، دنده نه‌لرم، تنخوا مې نه‌شته او له ټولو ازادیو محرومه یم."

د طالبانو حکومت په وار وار ورته راپورونه او ادعاوې رد کړې دي.

د بشري حقونو دا ډول سرغړونې ان د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو او بنسټونو له‌خوا مستند شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" د روان کال د جولای په لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پرله‌پسې سرغړونو، د ملکي کسانو مرګ‌ژوبلې، د رسنیو پر ازادۍ د محدودیتونو د ډېرېدو، په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د ځنډولو او د تېر جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي ځواکونو د نيولو او ځورولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په دې اړه نور: د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ یو شمېر ښځې: طالبانو په ناحقه شکنجه کړې او زنداني کړې یوو

د یوناما په راپور کې همدا راز راغلي چې، د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې نېټې پورې، په خپل سر د نیولو ۶۰ قضیې، د ځورونې او بد چلند ۱۰ قضیې او په همدې موده کې د قتل ۵ پېښې ثبت شوي چې د قتل څلور پېښې د نامعلومو وسله‌والو او یوه هغه د طالبانو د حکومت له لوري مستند شوې وه.

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې د ۱۴۰۳ کال د اسد په میاشت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې وه چې، د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال سلګونه پخواني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مرموز ډول وژل شوي، یو شمېر په مرګ ګواښل شوي ځینې ناردکه شوي او لا هم ډېری هغه د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ دي.

یادې کمېټې همد راز ویلي و، د هغو سرتېرو معلومات چې د پخواني جمهوریت د امنیتي ادارو په ډیټابیس کې ثبت شوي، طالبانو ته رسېدلي، چې د هغوی پېژندنه او د ځای پېژندل یې اسانه کړي دي.

سهار وختي طالبان راغلل ډېر یې وواهه سترګې یې پرې وتړلې او په سر یې کڅوره ور واغوسته او له ځان سره یې یووړ."
د سيمې يو اوسېدونکی

د طالبانو ویاندویانو په وار وار دې ته ورته ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو له لوري د پوځیانو د ځورونې یوه قضیه چې ازادي راډیو ترلاسه کړې ده، د ۶۳ کلن قوماندان عیسی دی، هغه پخوانی سرتېری دی چې د نږدې خپلوانو په وینا یې سږکال د جولای له ۲۴ راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

یوه خپلوان یې ازادي راډیو ته وویل، قوماندان عیسی د محمد اشرف غني د واکمنۍ په دوهمه دوره کې تقاعد شوی و.

یاد کس چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله يې نوم یاد شي وايي، دغه پخوانى سرتېرى شاوخوا درې کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته ايران ته تللى و، خو افغانستان ته له ستنېدو ۲۵ورځې وروسته ونيول شو.

ياد کس په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دی له ۲۰ تر ۲۵ ورځو په کور کې و، زموږ جومات د کور مخې ته دی، د سیمې خلکو او یا که څه هم دا قضاوت نه‌شم کولی خو ماشومانو او تنیکو ځوانانو دیني درسونه ویل ښايي له طالبانو سره یې همغږي کړي وي او احوال یې ورکړی وي، سهار وختي طالبان راغلل ډېر یې وواهه سترګې یې پرې وتړلې او په سر یې کڅوره ور واغوسته او له ځان سره یې یووړ."

د نړيوالو بنسټونو له لوري ګڼ شمېر داسې راپورونه خپاره شوي، چې طالبانو د پخواني نظام پوځيان وژلي، شکنجه کړي اونيولي دي.

د طالبانو د حکومت دا ډول اقدامات ان د بشریت پر وړاندې جنایت بلل شوی دی.

د بشري حقونو یوې بلې نړیوالې ادارې د بښنې نړیوال سازمان سږکال د جون په ۱۸مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، په‌‌داسې حال کې چې طالبان په سیستماتیک ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او د بشریت ضد جرمونو کې ښکېل دي خو داسې نړیوال مېکانیزم چې دغه پېښې ثبت کړي، نه‌شته.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې ویلي، طالبانو د حکومت د پخوانيو امنیتي چارواکو او سرتېرو غج اخيستمې کړې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې یوازې د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو په نیولو، ځورلو پورې نه محدودیږي.

د افغان مېرمنو پر وړاندې د کار او زده‌کړو د بندیز سربېره په ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو پر وړاندې مخ پر زیاتېدونکي محدویتونه د بشري حقونو هغه نورې سرغړونې دي چې افغان مېرمنې یې په اړه شکایت کوي.

فاطمه چې د ښوونځیو د بندولو پر مهال له شپږم ټولګي څخه پورته د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ستونزو په اړه وايي: "څه ووايم دغه کوم تحولات چې راغلل هر څه ګډوډ شول، نجونو زده‌کړه ونه‌کړه، خپلو موخو ته ونه رسېدې، ډېری نجونې نا امیده شوې او یو شمېر هغو یې د ځان وژنې هڅې وکړې."

طالبانو تل د نجونو زده‌کړه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.

په دې اړه نور: درې کلنۍ ته د طالبانو بياځلي واکمنۍ نژدې کېدل؛ يو شمېر نجونې: د خپلو زده‌کړو په اړه اندېښمنې يو

خو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر افغان ښځو غوښتنې او لاریونونه د دې لامل شول چې ځینې یې د طالبانو له لوري زنداني شي.

رقيه ساعي يوه له هغو ښځو څخه ده چې د طالبانو له لوري پر مېرمنو د بندیزونو په غبرګون کې غږ پورته کړي خو وايي، دوه ځلې د طالبانو له لوري د اعتراضونو له امله زنداني شوې ده.

رقیه د طالبانو په زندانونو کې د مېرمنو د وضعیت په اړه وايي: "له‌دې وړاندې چې دوی (طالبان) راشي او بندیانې د تحقیق لپاره د تحقیق خونې ته بوځي لومړی سړې اوبه پرې اچوي، لاسونو ته یې زولنې اچوي، ډېره بده رویه کوي په ځینو مواردو کې فزیکي چلند کوي او ان د تجاوز پورې هم خبره رسیږي."

د رسنیو سانسور او د بیان د ازادۍ محدودول په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د رژیم د نورو سرغړونو په توګه یادیږي.

یوه افغان خبریال چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، له رسنیو سره د طالبانو د حکومت د چار چلند او د هغه لاریون په اړه چې دی یې د پوښښ لپاره ورغلی او طالبانو ورسره څنګه چلند کړی و، ازادي راډیو ته وویل: "موږ یې له هغه ځایه ولېږدولو او راته یې وویل، موږ به هیچا ته اجازه ور نه‌کړو چې زموږ پر ضد ودرېږي او دسیسې وکړي، رسنۍ دې هم دا کار نه‌کوي او هيڅکله دې په دا ډول لاریونو کې برخه نه اخلي."

د طالبانو حکومت ان افغان ښځې او نجونې د ناسم حجاب د اغوستلو په تور هم نیولي دي او د طالبانو دې ته ورته ځینو کړنو ویډیو ګانې خپرې شوې هم دي.

په‌دې اړه یو له تر ټولو جنجالي پېښه چې ګڼ غبرګونه یې هم را وپارول په کابل کې د طالبانو له‌خوا د یوې نجلۍ او مور د نا مناسب حجاب د اغوستلو په تور نیونه وه.

د دغې مور او لور د نیولو ویډیو د ۱۴۰۲ کال د دلوې په میاشت کې په ګڼو ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه.

د طالبانو له‌خوا د نا مناسب حجاب اغوستلو په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ د ۱۴۰۲ کال د جدي له ۱۱مې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې پیل شوه.

هغه مهال د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د نجونو او ښځو د نیولو موضوع تايید کړې وه او ویلي و چې، دغه مېرمنې د کورنیو د غړو د ضمانت له اخيستلو وروسته خوشې کېږي.

له بشري او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو سرغړونه، د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار محدودیت هغه څه دي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې لوی خنډونه بلل شوي.

خو يو شمېر ښځې او نجونې چې د طالبانو د حکومت له‌‌خوا د نامناسب حجاب د اغوستلو په تور نيول شوې وې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې، د لسګونو زرو افغانيو په ورکولو سره خوشې شوې دي.

ځینو افغان رسنیو د سږ میلادي کال د جولای په ۲۸مه راپور ورکړ چې د طاهرې په نوم یوې ۱۹ کلنې بامیانۍ نجلۍ د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ په تګاب برګ کلي کې له‌دې کبله ځان وژنه وکړه چې، ګواګې د نامناسب حجاب د اغوستلو په تور د طالبانو له لوري ځورول شوې وه.

د طالبانو په زندانونو کې پر ځینو ښځو او نجونو جنسي تېری د طالبانو له زندانونو د خوشې شویو یو شمېر ښځو او نجونو بله ادعا ده، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې نه‌دي منلي.

شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون وروستۍ مشره وه وايي، افغانستان دا مهال له بشري کړکېچ سره مخامخ دی چې اصلي لامل یې د طالبانو حکومت دی.

نوموړې وايي: "د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان وضعیت له کړکېچ سره مخامخ دی په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت ښه نه‌دی، موږ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زیانمنونکي قشرونه لرو، خلک د قومیت او مذهب له کبله ځورول شوي، د مثال په توګه موږ په جبري توګه د لېږدولو لړۍ لرله، په ډله‌ییزه توګه له دندو د کسانو لرې کول او تبعیضي چلند مو هم درلود."

په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره شهرزاد اکبر

د طالبانو حکومت له بشري حقونو د سرغړونو په دوام پنځه تنه په لغمان، فراه، جوزجان او غزني ولایتونو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو د ادعا په تور په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.

په عامه ځایونو کې په دُرو د ښځو او نارینه‌و وهل د بشري حقونو د نقض یوه بله بڼه ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې عملي کړې ده.

د دُرو وهلو د پېښو په تړاو د سږ میلادي کال د جون د میاشتې په ۴مه نېټه په سرپل ولایت کې هغې پېښې ته اشاره کېدای شي چې طالبانو په یوه ورځ ۶۰ تنه د بېلابېلو جرمنو له امله په دُرو ووهل.

طالبانو له‌دې یوه ورځ وړاندې په پنجشېر کې دوه کسان د جنسي اړیکو په تور په دُرو وهلي وو.

په نړۍ کې د مذهبي ازادیو د څرنګوالي په اړه د امریکا د متحده‌ایالاتو کمېسیون د سږ میلادي کال د اګسټ د میاشتې په لومړیو کې د راپور په خپرولو سره ویلي، طالبانو د درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال د افغانانو ازادۍ محدودې کړي دي.

په دې اړه نور: یوایس‌سي‌آی‌آرایف: د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ازادۍ محدودې شوي

په راپور کې دا هم ویل شوي و چې طالب چارواکي د ټولو مذهبي اقلیتونو له مذهبي ازادیو په دوامداره توګه سرغړونې کړې دي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی، چې له خپلو درسي نصابونو دې غیر حنفي فقې اړوند مواد لرې کړي، ګني سرغړونکو ته به سزا ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې یې ویلي، چې د طالبانو د حکومت مشر هبت‌الله اخندزاده د ۱۴۰۱ کال د اسد د میاشتې په ۶مه په کندهار کې د خپل حکومت له والیانو سره په یوه غونډه کې امر کړی چې ټول قوانین دې د (اسلامي شریعت) پر بنسټ پلي شي او هغه څه چې د نوموړي له قوله په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو دا وو چې د انسانانو په لاس جوړ شوي قوانین د منلو وړ نه‌دي.

خو د سږ میلادي کال په مې میاشت کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي ټلوېزیون له‌خوا په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د عالمانو په درې ورځني سیمنار کې ویلي وو، که د ده حکمونه د شریعت خلاف وي باید له پامه وغورځول شي، داسې مهال چې یو شمېر دیني عالمانو ازادي راډیو ته ویلي چې، د طالبانو د مشر ډېری فرمانونه له اسلام او شریعت سره په ټکر کې دي.

په دې اړه نور: ایا طالبان بدل شوي؟

خو له‌دې ټولو سره سره د طالبانو حکومت له بشري حقونو څخه سرغړونې ردوي او تل ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له‌مخې یې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول مېرمنو حقونه خوندي کړي هغه ادعا چې افغان مېرمنې او نړیواله ټولنه يې ورسره نه مني.

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکنۍ درې کاله پوره کېږي، خو دوی نه‌دي توانېدلي چې تر اوسه په کور دننه او په نړیواله کچه مشروعیت ترلاسه کړي.

له بشري او په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو سرغړونه، د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار محدودیت هغه څه دي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې لوی خنډونه بلل شوي.

که څه هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه د طالبانو له حکومته په وار وار غوښتنه شوې چې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي او دوی ته خپل لومړني حقونه ورکړي، خو تر اوسه طالبانو په‌دې برخه کې عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.