په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځیو د بندیز زر ورځې پوره شوې.
پریسا، په کابل کې یوه له هغو نجونو څخه ده چې له زدهکړو بې برخي شوې او په خبره یې سختې ورځې تېروي.
نن د طالبانو حکومت لهخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز زر ورځې پوره کېږي.
پریسا ازادي راډیو ته وویل چې تېرې زر ورځې یې زده کړو او ښوونځي ته د نه تګ په حسرت تېرې کړي دي.
هغې وویل: "کله چې بیرون ځم، ګورم چې هلکان ښوونځي ته ځي، کله چې کور کې یم ورونه مې وینم چې درس وايي او ښوونځي ته ځي. هغه ورځې مې په یادېږي چې ښوونځي ته تلم، درس به مې ویل او کورنۍ دنده مې کوله، ډېره ناهیلۍ کېږم او ژاړم چې راتلونکی به مو څنګه وي."
د پریسا مور زبیده وايي، د پریسا ترڅنګ کې یوه لور له ښوونځي او یوه يې له پوهنتوني زدهکړو بې برخې شوي دي.
هغه وایي له زدهکړو د محرومیت له امله یې د لوڼو زر ورځې او شپې تیاره وې، ځکه په خبره طالبانو یې له لوڼو له ټولګیوالو سره د خوښۍ، د زدهکړو او هیلو زر ورځې اخیستې ده.
زبیدې ازادي راډيو ته وویل: "له کومې ورځې چې لوڼې مې ښوونځي ته ولاړې او په ژړا بیرته کورته راغلې، ډيره خواشینې یم. د لوڼو راتلونکی مې ناڅرګنده دی. کله چې وینم، د ښوونځي د محرومیت له امله خواشیني دي، د پخوا په څير خوښ او له انرژۍ ډکې نجونې نه دي."
د پریسا ورور نسیم چې په یوولسم ټولګي کې دی.
هغه ازادي راډيو ته وویل، د دې لپاره چې خویندې یې ښوونځي ته نه ځي ډېر خواشینۍ دی، ځکه خوښېږي یې چې هغوی سره یو ځای زدهکړې وکړي.
هغه زیاتوي: "زه کله چې ښوونځي ته ځم خپلې خویندې مې په یادېږي چې هغوی نه شي کولای ښوونځي ته ولاړې شي، ډېر د خواشیني احساس کوم."
د دایکندي ولایت اوسېدونکې او له زدهکړو بې برخې یوې نجلۍ، فهیمې ازادي راډیو ته وویل: "درې کاله کېږي چې په یوه بې برخلیکه حالت کې یو. کله چې وینم هلکان ښوونځي ته ځي راته ډېر ستونزمن دی. د ښوونځيو د تړلو له امله ډېره خواشینۍ یم. هیڅ کوم ځای ته د تلو علاقه نهلرم. ولې طالبان نه پرېږدي موږ زدهکړې وکړو؟"
د زدهکړو د برخې یو فعال فضل هادي وزین وايي، پخوا هم تعلیمي نصاب د نجونو لپاره مناسب و او د نجونو پر مخ د زدهکړو د دروازو تړل د توجیه وړ نه دي.
وزین وویل: "د دې اقدام د توجیه لپاره یې هیڅ یو منطقي او د قبول وړ دلیل وړاندې نه کړ. تر اوسه د ښوونځيو او پوهنتونو د تړلو لامل د طالبانو حکومت د چارواکو او ویاندویانو لخوا متناقضه دی او دا ښيي چې هیڅ عقلي، منطقي او شرعي دلیل د نجونو پر زدهکړو د بندیز لپاره نهشته."
د زدهکړو یوه بل فعال ابراهیم شینواري ازادي راډيو ته وویل: "دوی باید د شریعت په هکله سم پوهاوي ولري، ځکه چې په اسلامي هېوادونو کې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص دي او دوی د دوکتورا تر کچې زدهکړې کوي."
په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د زرو ورځو د پوره کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د نجونو لپاره له زدهکړو پرته زر ورځې وحشتناکه دي. په تېره د هغو نجونو لپاره چې له زدهکړو بې برخې شوې دي، ډېره وېروونکې ده، ځکه د هغوى ټول پلانونه له منځه تللي دي. موږ پوهېږو چې يو شمېر يې د دې حالت په اړه فکر کوي او يا يې د ځان وژنې هڅه کړې، دا د نجونو د کورنیو لپاره هم ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه دوی ویني چې د دوی لوڼې له زدهکړو پرته اندېښمنې دي. دا د هېواد لپاره هم ډېر زیان رسوي، ځکه نهشي کولای بېرته په پښو ودرېږي او دا ضربه ورځ تر بلې ژوره کېږي."
هیدر بار وايي، په دې کار کې نه يوازې طالبان، بلکې نړيواله ټولنه هم پړه ده، ځکه د دې په اند، نړيوالې ټولنې د طالبانو پر دغه محدوديت يوازې پښېماني څرګنده کړې او هیڅکله يې دا کار جرم نه دی ګڼلی، په داسې حال کې چې د طالبانو مشران بايد ددغه بندیز له امله محاکمه شي او په افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ په اړه د ښځو غږونه واورېدل شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو پر وړاندې به د ښوونځیو دروازې څه وخت پرانیستل شي، څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر طالب چارواکو تل د تعلیمي نصاب له بیاکتنې او د نجونو لپاره د زدهکړو د زمینې له برابرولو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازو د بیا پرانیستو خبر ورکړی، خو تر اوسه د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.
د طالبانو حکومت د ١۴٠٠ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٦مه نېټه له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې.
له دې وروسته یې په یو بل اقدام کې نجونې د پوهنتون تر څنګ له هر ډول زدهکړو هم راوګرځولې.