د طالبانو له بنده یو وار بیا د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د عکس ښي لور ته صدیق الله افغان او چپ لور ته احمد فهیم عظیمي

په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د زده کړو د دوو افغان فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان د نیول کېدو څه دپاسه درې میاشتې پوره کېږي د بخښنې نړیوال سازمان یو وار بیا د طالبانو له حکومته د دغه دوه فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي سره له دې چې عظیمي او افغان پر ضد هېڅ ډول شواهد نه‌شته، خو د طالبانو حکومت په یوه غیرعادلانه محکمه کې محکوم کړي او زندان ته استولي دي.

اغلې حمیدي په خپل ایکس‌پاڼه د بخښنې نړیوال سازمان هغه لیک یو وار بیا شریک کړی چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو رییس ته لیکل شوی او خپور شوی و.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي

حمیدي لیکلي، د طالبانو د استخبارتو له دفتره د دوی "احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان" د خلاصون غوښتنه مه هېروئ.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د رییس په نوم د بخښنې نړیوال سازمان په لیک کې راغلي چې د زده کړو دغه دوه افغان فعالان چې "د فکر بهتر" په نوم د پوهنې له یوې موسسې سره یې کار کاوه د تېر کال د اکټوبر په ۱۷ مه د کابل په کارته چهار سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ادعا کړې چې دغه فعالان په زندانونو کې شکنجه شوي او له عادلانه محاکمې او خپلو له بشري حقونو بې برخې دي.

که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دوی په یوې غیر عادلانه محکمه کې په بند محکوم شوي، خو د یادو فعالانو د کورنیو یو شمېر غړو ازادي راډيو ته وویل، دوی له محکمې پرته زندان ته استول شوي دي.

دوی زیاتوي، پر هغوی تور دی چې د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ کوي او دغه شان یې له افغانستانه د روباټیک ټیم د ښځینه غړو په ویستلو کې مرسته کړې، خو په خبره یې دواړه جرمونه پرې نه دي ثابت شوي.

د صدیق الله افغان د کورنۍ یو غړي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د افغان روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د ساه بندۍ شدیده ستونزه لري.

هغه وايي: "محکمه یې نه ده شوې، موږ ډېره هڅه کړې چې لږ ترلږه له څلور میاشتو وروسته یې محکمه شوې وای، روغتیايي وضعیت یې هم ښه نه دی، د ساه بندۍ شدیده ستونزه لري. موږ چې کله ورځو د ملاقات لپاره درمل ورته وړو له هغې سره بیا یو څه ښه وي، خو په زندان کې یې روغتیايي وضعیت بد دی."

په ورته وخت کې د احمد فهیم عظیمي د کورنۍ یو غړی چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "یو بشپړ نامعلوم، بې سرنوشت او مبهم وضعیت لري، معلومه نه ده چې له دوی څه غواړي، ولې یې تراوسه محکمه نه ده شوې، ولې بې له محکمې د پل چرخی زندان ته استول شوي او له بده مرغه چې په زندان کې روغتیايي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او نه یې هم مخکې د زده کړو د دغو دوه فعالانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه ویلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې د بېلابېلو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د طالبانو حکومت پراخه بشري سرغړونې کړي، هغه راپورونه چې د طالب چارواکو او ویندویانو وخت په وخت رد کړي دي.

د یادونې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم د پوهنې د برخې یو شمېر فعالان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې ځني یې بېرته خوشې کړي او یو شمېر لا هم په بند کې دي.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته او د تېر میلادي کال د دسمبر میاشتې راهیسې په پوهنتونه کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو دا پرېکړې په نړیواله کچه په پراخه توګه غندل شوي، خو لا هم افغان نجونو ته اجازه نه ده ورکول شوې چې خپلو زده کړو ته وروګرځي.