د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د یوناما له مشرې سره کتنه کې ویلي، د دوی اوسنی حکومت له نړیوالو سره تعامل غواړي.
دا کتنه چې پرون شوې پهکې مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی چې، ملګري ملتونه باید د دوی په اوسني رژیم او چارواکو یې محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړي، ځکه د ده له قوله، دې کار د تعامل مخه نیولې ده.
د طالبانو د رئیس الوزرا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، مولوي عبدالکبیر همدا ډول یو ځل بیا غوښتي چې د طالبانو اوسنی رژیم دې په رسمیت وپېژندل شي، ځکه په خبره یې، د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دې لیدنې په اړه هیڅ ډول معلومات نهدي خپاره کړي.
له کله چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي، هیڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره یې خپل شرایط روښانه کړي.
نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې یو همهشموله حکومت جوړ کړي، د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانستو په ګډون په دوی لګېدلي ټول بندیزونه سملاسي لېرې کړي.
په دې اړه نور:
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعينو کمېټه: د فعالانو ګواښل، شکنجه او نيول ورځ تر بلې ډېريږيهغه شرایط چې طالبانو له دوی یو هم نهدی عملی کړی او وايي، دا د دوی کورني مسایل دي او نړیوالو ته پهکې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
خو په کور دننه هم افغانان هره ورځ د طالبانو لهخوا د دوی پر وړاندې په روان چلند نیوکه کوي او وايي، طالبان د دې پر ځای چې د خلکو غږ واوري، پر دوی خپل غوښتنې په زور مني.
"یو مطلق دیکتاتوري ډوله نظام یې جوړ کړی دی.سميع يوسفزی
د سیاسي مسایلو کارپوه سمیع یوسفزی هم وايي، طالبان هغه مهال له نړۍ سره تعامل کولای شي چې له دیکتاتوري ډوله کارونو تېر شي.
نوموړی وايي: "یو مطلق دیکتاتوري ډوله نظام یې جوړ کړی دی. د خلکو په نیولو، د ویسا په نیولو، د مېرمنو په نیولو، له خلکو د ژوند د بنیادي حق اخستو سره، فکر نهکوم چې نړیواله دې له دوی سره تعامل ته تیاره شي. خپله طالبان هم د دې وړتیا لري چې نهلري چې په ځان کې داسې بدلون راولي چې له مخې یې نړیواله ټولنه دوی په رسمیت وپېژني."
طالبانو تر ډېره پر نجونو او مېرمنو بنديزونه لګولي دي چې دا کار يې د دې لامل شوی چې نړيوال يې له رسميت پېژندنې ډډه وکړي.
د دې تر خوا یو شمېر نور مسایل هم شته چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې سره ټکر کې واقع کړي دي.
له دې شمېر یوه بله جنجالي موضوع د افغانستان هوايي حریم دی، هغه چې طالبان وايي، د امریکا لهخوا نقضيږي.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د دوی د حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره خپله نوې مرکه کې ویلي، له کله چې دوی واک ته رسېدلي، د امریکا متحدهایالاتو د افغانستان هوايي حریم په ځلونو نقض کړی دی.
د افغانستان هوايي حریم په ځلونو د امریکایانو لهخوا نقض شوی دی.
نوموړي ويلي: "که څه هم هغوی ژمنه کړې وه او د دوحې د هوکړې یوه برخه هم ده، خو بیا هم د افغانستان هوايي حریم په ځلونو د امریکایانو لهخوا نقض شوی دی. امریکايي لوری مو جریان کې کړی، خو بیا هم په ځلونو نقضېږي."
د امریکا متحدهایالاتو جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه د خپلو عسکرو له ویستو وروسته په ځلونو ویلي، په سیمه کې به هغه توان وساتي چې وشي کولای په افغانستان کې د ترهګرۍ راپورته کېدونکی ګواښ وځپي.
هغه خبره چې د تېر کال د اګسټ په لومړۍ نېټه عملي هم شوه او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې یې په کابل کې مېشت د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی دی.