د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

بلوچستان سرحدي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو نښته؛ سومرو: طالبانو ته درانه تلفات اوښتي


ارشیف: په ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه تېرېدو پر مهال
ارشیف: په ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه تېرېدو پر مهال

پاکستان د بلوچستان د نوشکي په سرحدي سیمه کې د افغان طالبانو له ځواکونو سره د نښتې خبر ورکړی دی.

په دې اړه په کابل کې واکمنو طالبانو څه نه دې ویلي، خو د نوشکي د کمېشنر مرستیال امجد سومرو تېر ماښام بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې افغان لوري ته یې درانه تلفات اړولي دي.

پاکستان په داسې وخت کې دا ادعا کوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په یوه پیغام کې وویل چې په ګاونډي پاکستان کې د حکومت د پلویانو او سیاسي مخالفینو ترمنځ کړکېچ د اندېښنې وړ حد ته رسېدلی دی.

عبدالقهار بلخي په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې د پاکستان وضعیت ته په اشارې سره لیکلي چې کېدای شي په ټوله سیمه منفي اغېزه وکړي.

د پاکستان او افغانستان له چارو سره اشنا خبریال سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته د افغان طالبانو د دې اندېښنې په اړه چې د پاکستان په باره کې یې لري، وویل: "یو خو طالبان پاکستان ته دا ورښیي، که تاسو د افغانستان په چارو کې کله کله مداخله کوئ هلته د ټولشموله حکومت چې د ټولو قومونو استازي په‌کې وي، خبره کوئ، موږ هم ځانونو ته دا حق ورکوو چې د پاکستان په موضوعاتو باندې دا ډول خبرې وکړو، دوهم د دې خبرو مطلب دا دی چې کله پاکستان د افغانستان په اړه څه ووایي، طالبان هم د هغوی په ځواب کې مستقیماً دا ډول اظهارات کوي، دا په دې معنا دي چې روابط د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر خراب حالت ته رسېدلي دي او له دا ډول بیانونو نه وروسته داسې ښکارې چې دا اړیکې به نور ترینګلې شي."

د پاکستان او افغانستان د چارو خبریال سمیع یوسفزی
د پاکستان او افغانستان د چارو خبریال سمیع یوسفزی

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا خبره په خپل بیان کې نه ده روښانه کړې چې اسلام‌آباد له کومو سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت تحریک طالبان پاکستان ډله د افغان طالبانو ملګرې او یوه ترهګره ډله بولي او وایي چې له دې ډلې او په بلوچستان کې له بلوچ بیلتون غوښتونکو سره خبرو ته چمتو نه دی.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

بل لور ته د پاکستان حکومت د عمران خان په مشرۍ له اپوزسیون تحریک انصاف ګوند سره دا ستونزه لري چې تحریک انصاف وایي چې د فبروري د اتمې نېټې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي، باید بیا انتخابات وشي او د دوی مشر عمران خان دې ژر تر ژره له زندانه ازاد کړي.

په تېرو دوو ورځو کې د تحریک انصاف د ګوند نږدې ۹۰۰ پلویان امنیتي ځواکونو په اسلام‌آباد کې د مظاهرو پر مهال نیولې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سیاسي ډلې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

تر دې وروسته د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وویل چې فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ غواړي چې د جمعې په ورځ په خیبر دره کې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دې جرګې پرځای او هلته راغونډو شویو ځوانانو درې ځله حملې کړې دي.

پر دې ډلې تر بندیز وروسته هم د دې غورځنګ غړیو ویلي چې دا جرګه به جوړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG