د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د افغانستان په خاوره کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي


په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې چې د ملکیانو کورونه یې هدف وګرځول یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع بېګا ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

هغه په خپل بیان کې وړاندې لیکلي چې پرون غرمه مهال پاکستاني پوځیانو په غورکي سیمه کې په افغان لوري ډزې وکړې چې دوی یې هم متقابل ځواب ورکړ.

قانع ویلي، د دوی ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې دفاع کوي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستاني ځواکونو تورخم ته څېرمه په غورکي سیمه کې پوستې جوړولې، خو طالب ځواکونو یې مخالفت وکړ.

ارشیف: د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هم د طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې زیانونه یې اړولي وو.
ارشیف: د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هم د طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې زیانونه یې اړولي وو.

خبریال او د سیمې د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وايي چې له وروستۍ نښتې یوه ورځ مخکې تورخم ته تللی و.

یوسفزی وايي: پر ډیورند کرښه پاکستان ډېر زیات نوي تاسیسات جوړ کړي دي، پاکستان غواړي په دې توګه پر کرښه خپل ثبوت ولري، دېوال ولري تر څو خپله داعیه قوي کړي، بل طرف ته افغانستان هم چې دا ډول کرنې او فعالیتونه وګوري، حساسیت ورسره ښيي.

هغه وویل: "تېره ورځ تورخم ته تللی وم، ما ولیدل چې د دواړو خواوو روابط ښه نه و، دواړه یوبل ته په اصطلاح ډک ښکارېدل، پر ډیورند کرښه پاکستان ډېر زیات نوي تاسیسات جوړ کړي دي، پاکستان غواړي په دې توګه پر کرښه خپل ثبوت ولري، دېوال ولري تر څو خپله داعیه قوي کړي، بل طرف ته افغانستان هم چې دا ډول کرنې او فعالیتونه وګوري، حساسیت ورسره ښيي او په نتیجه کې یې په ډېرو معمولي مسایلو ټوپک ته لاس کوي."

ځایي اوسېدونکي وایي چې د شخړې د ساحې د شاوخوا کورونو اوسېدونکي اړ شول چې کورونه پرېږدي.

په ورته وخت کې، طالب فعالانو په خواله رسنیو کې ویډیوګانې او خبرونه خپاره کړل چې په کې پاکستاني ځواکونو د خپلو دوو پوستو د پرېښودو په حال کې لیدل کېږي.

ازادي راډیو دا ویدیوګانې تایید یا ردولی نه شي.

پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG