د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د تورخم دروازه لا هم تړلې ده؛ د طالبانو حکومت: له سيمې ۷۰۰ سوه کورنۍ بې‌ځايه شوي


ارشیف: په تورخم کې د طالب او پاکستانیو ځواکونو د یوې مخکېنۍ نښتې انځور
ارشیف: په تورخم کې د طالب او پاکستانیو ځواکونو د یوې مخکېنۍ نښتې انځور

که څه هم پاکستاني لوری د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو تر منځ د تېرې ورځې نښتې له امله د تورخم بندې شوې دروازې ژر تر ژره د بیا پرانیستو خبره کوي خو یو شمېر ځایي اوسېدونکو وایي، لا هم دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

تورخم ته څېرمه د غوړه‌کي په سیمه کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ د تېر ماښام جګړه که څه هم پای ته رسېدلې او ځینو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې دغه لاره به ژر تر ژره بیا پرانیستل شي، خو د سیمې اوسېدونکي او په تورخم دروازه کې د ځایي ادارو ځینې کارکوونکي وايي لا هم دا لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.

دوی زیاتوي دغلته وضعیت لا هم عادي نه‌دی او د هره شېبه د جګړې د بیا پيلېدو ویره شته.

دوی وايي، د جګړې له امله تېر ماښام د تورخم تړل شوې دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره نه‌ده پرانيستل شوې.

وضعیت ډېر اضطراري دی، پرون له مازیګره چې جګړه پیل شوې وه د شپې تر یوې بجې روانه وه
د سيمې يو اوسېدونکی

د غوړه‌کي سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو وویل: "اوس‌مهال تورخم دروازه بنده ده، د خلکو تګ راتګ نه‌شته، ټرانسپورتي سیستم هم بند دی، د تورخم ښارګوټي دکانونه بند دي، وضعیت ډېر اضطراري دی، پرون له مازیګره چې جګړه پیل شوې وه د شپې تر یوې بجې روانه وه، اوس داسې نه‌شو ویلی چې جګړه پای ته رسېدلې، ځکه تر اوسه د دواړو خواو نه هيڅ حال معلوم نه‌دی."

د تورخم ښارګوټي یو اوسېدونکي فرمان شاه وویل، د ده په ګډون د یادې سیمې ټولې مېشتې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

نوموړی وايي: "زما د کورنۍ په ګډون ټول خلک له سیمې وتلي، یوازې په کور کې پاتې وم، اوس مې کورنۍ ځینې کسان بېرته راستانه شول، تر اوسه هم د تورخم دوازه خلاصه شوې نه‌ده، نو د جګړې امکانات شته، ځکه لا هم خلک ډاډمن شوي نه‌دي."

په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، په‌دې جګړه کې د پاکستان له‌خوا د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو شمېر دوه یاد شوی او په‌کې ویل شوي، د دغې نښتې له امله درې ملکیان ټپیان شوي هم دي.

خو د سیمې خلک وايي، په غوړه‌کي سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي چې یوه یې مېرمن او دوه ماشومان دي وژل شوي او د همدې کورنۍ یو بل غړی سخت ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې، دغه نښته وروسته له هغې پیل شوه چې په غوړه‌کي سیمه کې طالب ځواکونو پوسته پراخوله خو د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې او دوی هم ورته عمل ترسره کړو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، د دغې نښتې له امله ۷۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او دغه کورنیو ته د عاجلو مرستو د رسولو په هدف د بهرنیو مرستندویه ادارو له مسوولینو سره ناسته هم ترسره شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي یاسر خان د ازادې اروپا / ازادي راډیو راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، نن سه‌‌شنبه سهار د تورخم دروازې د بېرته پرانیستې لارښوونه شوې، دوی په یاده سیمه کې خپل دفترونه فعال کړي او ژر به مسافر پر دې لار تګ راتګ پیل کړي.

د پاکستان یو امنیتي چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، د تېرې شپې په نښته کې د پاکستان پوله‌ساتو درې تنه ځواکونه ټپیان شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، د دواړو لورو تر منځ تر مذاکرې وروسته په‌دې پرېکړه شوې، باید ژر تر ژره دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي او کرښې په اوږدو کې باید له هر ډول نویو پوستو جوړولو مخکې له وړاندې معلومات شریک کړل شي.

تورخم دروازه اوس د هر ډول تګ راتګ په مخه تړل شوې ده.
تورخم دروازه اوس د هر ډول تګ راتګ په مخه تړل شوې ده.

پاکستاني لوري تر اوسه د دغه نښتې په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي، خو امریکا غږ ته په تورخم کې ځینو پاکستاني سرچینو دغه نښته تایید کړې او دا یې هم ویلي چې د نښتې له امله مرګ‌ژوبله رسېدلې خو دقیق شمېر یې نه‌‌دی ښودلی.

په تورخم کې د دواړو اړخونو له لوري دا نښته داسې مهال کېږي چې، تېره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو لپاره د موقتي اسنادو د لرلو پر ضد د سوداګرو او موټر چلونکو احتجاجي پرلت دوام درلود.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیاځلي رسېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې وخت ناوخت د کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې دواړو خواوو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو ترڅنګ په ورځو ورځو د تورخم دروازه هم بنده پاتې شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG