د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

له جنوبي کوريا د افغانستان تر پولو د رېل پټلۍ غځولو هوکړه؛ افغان سوداګرو يې هرکلی کړی


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

یو شمېر تاجکي رسنیو له‌دې ډلې اسیا پلس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تاجکستان او جنوبي کوریا تر منځ د نوې لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ تاجکستان د افغانستان تر پولو د رېل پټلۍ غځوي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د هڅو په دوام تازه تاجکستان غواړي چې د افغانستان تر پولو د رېل پټلۍ وغځوي.

یو شمېر تاجکي رسنیو له‌دې ډلې اسیا پلس خبري اژانس د جمعې په ورځ (د اګسټ د میاشتې په ۲مه نېټه) د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر په حواله په خپل راپور کې ویلي، د دغه رېل پټلۍ د جوړلو هوکړه د جنوبي کوریا اړوند له یوه شرکت سره شوې ده.

د تاجکي رسنیو په حواله د جوړېدونکې دې رېل پټلۍ اوږدوالی ۵۱ کیلومټره دی، چې په‌کې د ۲۸ پلونو جوړول هم شامل دي، دریوو کلونو کې بشپړېږي او څلور میلیونه ډالره پرې لګښت راځي، چې په بشپړېدو به یې تاجکستان د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته لار پیدا کړي.

رسنیو د تاجکي چارواکو له قوله ویلي چې، دا جوړېدونکې رېل پټلۍ د ټاټ په نام د هغه لويې پروژې برخه ده چې له‌مخې به یې افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د رېل پټلۍ په وسیله د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلول شي.

له بده‌مرغه همدا اوس موږ له پاکستان سره ځینې ستونزې لرو چې اقتصاد یې د خپل سیاست تر اثر لاندی نیولی دی."
خان جان الکوزی

د ټاټ په نامه د رېل پټلۍ د پروژې هوکړه چې اوږدوالی یې ۴۰۰ کیلومټره دی، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د وخت د جمهور رئیسانو له‌خوا لاسلیک شوې وه، چې د افغانستان د فاریاب ولایت د اندخوی اقينې بندر به د تاجکستان له پنجاب او د ترکمنستان اتمرات امامنظر سیمو سره ونښلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین او یو شمېر سوداګر د افغان سوداګرو پر وړاندې مخ پر زیاتېدونکو ننګونو ته په اشارې سره، د منځۍ اسیا له هېوادونو سره د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د هر ډول اسانۍ له رامنځته کېدو هرکلی کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان نښلول او د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې دا کار د پام وړ دی او تاریخي اهمیت لري، هېوادونه باید دغسې وکړي. له بده‌مرغه همدا اوس موږ له پاکستان سره ځینې ستونزې لرو چې اقتصاد یې د خپل سیاست تر اثر لاندی نیولی دی."

​د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیت غړی خانجان الکوزی
​د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیت غړی خانجان الکوزی

د عطامحمد په نوم یوه افغان سوداګرو بیا په‌دې اړه ازادي راډیو وویل: "د جنوبي اسیا د او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د نښلولو هر ډول هڅه چې کېږي باید افغانستان په‌کې مرکزي رول ولري، که چېرته افغانستان له پام غورځول کېږي نو افغانستان ته به ګټه ونه‌لري او باید په‌دې برخه کې له احتیاطه کار واخيستل شي."

افغان سوداګر په‌داسې حال د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په اهميت ټینګار کوي، چې نن د پاکستان حکومت له‌خوا د افغانستان په کرنیزو محصلاتو د سلګونو بار موټرو پرمخ د تورخم دروازې د تړل کېدلو درېیمه ورځ ده.

د پاکستان حکومت تېره چهارشنبه ناوخته د سلګونو لاریو پر مخ دا دروازه داسې مهال وتړله، چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو موسم دی او سوداګر یې پاکستان ته د صادرولو هڅه کوي.

ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې
ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې

ویل شوي دا پاکستان حکومت دا لاره د افغان سوداګرو او بار وړونکو موټر چلوونکو پر مخ د "ټاډ" په نوم د تګ، راتګ د موقت سند د نه درلودلو له امله تړلې، چې د ویزې او پاسپورت پر ځای کار ورکوي او هرو شپږو میاشتو کې یو ځل باید تمدید شي.

افغان سوداګر عطامحمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه شان نیوکه وکړه، چې پاکستان له یوې خوا افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او له بل پلوه هڅې کوي چې د افغانستان په څنډې ته کولو سره د واخان دهلیز له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاس‌رسی پیدا کړي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا والي هم په یوې مرکه کې ویلي و چې، پاکستان به د دې لارې په کارولو سره خپل لوی سوداګریز او سیمه‌يیز اهداف ترلاسه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG