د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د افغانستان د تالک تیږو اورګاډی ولې ترکیې ته په ځنډ ورسېد؟


ارشیف
ارشیف

ترکیې ته د افغانستان د ۱۱۰۰ ټنه تالک تیږو د اورګاډي په ځنډ رسېدل چې ۴۰ ورځې وخت یې ونیوه، یو شمیر پوښتنې راپورته کړې دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراييوي رییس، محمد یوسف امین د دغه ځنډ د لامل په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" یوازېنۍ ستونزه د ګمرکي سندونه طی مراحل و چې یو څه وخت نیسي، رېل په یو لږ څه ځنډ رسوي، دا چې ١١٠٠ تن لیږدوي نو طبعا بارول، تخليه او دا چې د یوې ایستګاه نه بلې ایستګاه ته رسیږي یو څه وخت نیسي."

هغه وويل چې له دې ټولو ستونزو سره سره د اورګاډي پټلۍ د مالونو په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لري او له دې لارې به ډېر مالونه په کم لګښت لېږدول کېږي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې د تالک ډبرو د فابریکه لرونکو ټولنه وايي چې بهرنیو هېوادونو ته د دغه ډبرو د صادراتو بهیر تل له ستونزو سره مخ شوی دی.

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د بېلابېلو قیمتي او زینتي تیږو زېرمې لري
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د بېلابېلو قیمتي او زینتي تیږو زېرمې لري

د دې ټولنې ویاند، محفوظ الحق کاکړ ازادي راډيو ته وویل: " د افغانستان د تالک تيږې له دوو لسیزو راهیسې بېلابېلو هېوادونو ته صادریږي. د ترانزیت په برخه کې يې سوداګرو ته کله نا کله ستونزې پېښیږي، ان هغوی تاوان هم کوي. زمونږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې سوداګرو ته سهولتونه رامنځته او ستونزې يې حل شي."

خو هغه په مشخص ډول د دغو ستونزو يادونه ونه کړه.

د ننګرهار د تالک ډبرو د فابریکه لرونکو ټولنې د معلوماتو له مخې، د افغانستان تالک د کیفیت او کمیت له پلوه په نړۍ کې ښه شهرت لري او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ زره ټنو پورې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

دا ستونزې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران دولتي خبري اژانس "ایسنا" پرون سه شنبې، د مې په ۲۸مه خبر ورکړ چې د افغانستان د کانونو تیږو لومړنی اور ګاډی د ایران له "رازینک" لارې تېر شو.

دغه اورګاډی د سه شنبې په ورځ د ترکیې سرحدي ښار "وان" ته ورسېد.

تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې له افغانستان څخه ترکیې ته د ترانزیت لومړني بار ته له ایرانه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG