د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

تېر کال د افغانستان د صادراتو کچه پام وړ کمه شوې؛ لامل يې څه دی؟


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱.۸ میلیارد ډالر او د وارداتو ارزښت ۸.۱ میلیارد دالر و، چې دا د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالره توپیر ښیي.

د یادې ادارې د احصایې معاونیت سرپرست، عصمت‌الله حکیمي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې ۳.۷ سلنه کموالی او په وارداتو کې ۲۲.۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

عصمت‌الله حکیمي وویل، د افغانستان په صادراتو کې دا کمښت د معدني موادو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو د صادراتو د کمښت له امله رامنځته شوی دی.

د افغانستان د سوداګرې خونې مسوولان هم د دې موضوع په تایید سره وايي، په صادراتو کې کموالی، پاکستان هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو له امله دی.

د یادې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په صادراتو کې مو ځکه کموالی راغلی چې ځينې قیودات او ځينې ستونزې، د پاکستان هېواد سره پیدا شوې، په ځانګړي توګه په سکرو کې چې د اسلامي امارت د سکرو بیه لوړه وه، نو د سکرو صادرات کم شو."

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ توپیر له تېرو شلو کلونو راهیسې دی، ځکه چې په خبره یې افغانستان یو تولیدي هېواد نه‌دی او په یو شمېر برخو کې وارداتو ته اړتيا لري.

د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بانک هم تازه اعلان کړی چې، افغانستان ته د دې هېواد صادرات د پاکستان په روان مالي کال کې چې د جولای په میاشت کې پيلیږي، ۴.۱۲ سلنه ډېر شوي.

"موږ له بده‌مرغه د سوداګرۍ کسر سره مخ یو
بشير دوديال

د دغه بانک د معلوماتو له‌مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات له ۱۵ میلیون ډالرو څخه ۱۱ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي چې ۲۱.۹۵ سلنه کموالی ښېي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کاپوهان د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت کړکېچن بولي او وايي، د افغانستان سوداګري د دې وضعیت په مهارولو کې، ښه رول لوبولی شي.

د دوی له ډلې بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل: "موږ له بده‌مرغه د سوداګرۍ کسر سره مخ یو، ډېری وخت د وارداتو زیاتوالی او د صادراتو کموالی لیدل کېږي. د دې د حل لپاره دوه لارې شته دي، یو د وارداتو تعویض دی، ډېر څه شته دي چې واردیږي خو د هغو په عوض موږ خپله تولیدولای شو، خو تر دې هم ښه لاره د ملي تولید پیاوړي کول دي."

د افغانستان په صادراتو کې کموالی او په وارداتو کې زیاتوالی په‌داسې حال کې ښودل کېږي، چې په تېر یوه کال کې او تر هغې لا د مخه د پاکستان حکومت په بېلابېلو پلمو د افغانستان د سوداګرو پر وړاندې ګڼ شمېر خنډونه رامنځته کړي، چې دوی ته یې ډېر تاوان رسولی او د صادراتو کچه یې په هېواد کې راټيټه کړې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG