د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د تورخم دروازې تړل کېدل؛ خلک: ناروغان پر دروازه نه‌پرېږدي خو پاکستانی لوری وايي دروازه خلاصه ده


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

یو شمېر ناروغان او په ننګرهار کې طالب سیمه‌ییز چارواکي وايي، د پاکستان حکومت د ناروغانو پر مخ تورخم دروازه تړلې، خو په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي، یوازې د هغو کسانو مخه نیول شوې چې په جعلي میډیکل او تحصیلي ویزو یې هغه هېواد ته د تګ هڅه کوله.

شيراغا چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی وايي، خپل ناروغ سره له پرون راهیسې په تورخم کې له دروازې د اوښتلو په انتظار دی.

شیر اغا وايي، که څه هم ناروغ یې ویزه او د ناروغۍ اسناد لري، خو بیا هم د پاکستاني دروازه ساتونکو له‌خوا ورته د اوښتلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د ناروغۍ ویزې یې بندې کړي او ناروغان یې نه پرېښودل، ډېر زیات کسان وو.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل: "دلته موږ سره ناروغ و او پرون مو راوړی و، میډيکل ویزې وې. د ناروغۍ ویزې یې بندې کړي او ناروغان یې نه پرېښودل، ډېر زیات کسان وو. دا نورې ویزې اوس هم پرېږدي او پرون یې هم پرېښودل. بس ګرمي هم ده او ناروغ هم اوسې سخته ده. پرون مو هم ټوله ورځ تېره کړه او نن هم، سبايي نه ولاړ وو، بس نه یې پرېښودو."

مراد خان چې د پښتورګو ناروغي لري او غوښتل یې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي، هم ازادي راډيو سره دا ستونزه شریکه کړه او ويې ويل: "میډيکل ویزې راسره وې، پرون هم راغلي و، نه یې پرېښودو. نن بیا راغلو نه یې پرېښودو. درې میاشتنۍ ویزې دي راسره او ناروغان یو، ګرمي هم ډېره ده."

د پاکستان اړخ ته د تورخم دروازې یوه څنډه
د پاکستان اړخ ته د تورخم دروازې یوه څنډه

دوی د پاکستان له حکومته غواړي څو د ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه پرانیزي.

خو په تورخم کې د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې "FIA" مرستیال مشر یاسرخان نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، پر تورخم یوازې د هغو کسانو مخه نیول کېږي چې په جعلي میډیکل او تحصیلي ویزو، د پاکستان خاورې ته د ننوتو هڅه کوي.

د نوموړي په وینا چارواکو په تېرو درې ورځو کې سل تنه چې جعلي میډیکل او تحصیلي ویزې یې لرلې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې تورخم د ټولو هغو کسانو پر مخ خلاص دی چې اصلي اسناد لري.

یاسرخان زیاتوي چې ناروغان تورخم ته له رسېدو سره سم د پاکستان ویزې ترلاسه کوي او د لاریو ډرېوران په ځانګړو کاغذونو تګ راتګ کوي او هيڅ بندیز پرې نه‌شته.

بل پلو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند ملا عادل ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستاني لوري له‌خوا د ناروغانو پر مخ د تورخم پولې د تړل کېدو په تایید سره ویل، چې د دې اقدام په لامل دوی هم نه‌پوهېږي.

هغه وويل: "د تورخم دروازه د پخوا په څېر په عادي ډول خلاصه ده، یوازې هغه ناروغانو ته چې د پاکستان هېواد کومې انلاین ویزې ورکولې هغه یې پرې بندې کړي دي."

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲۴مه) په یوه راپور کې ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي په حواله ویلي، پاکستاني لوري تورخم دروازه د هغو کسانو پر مخ چې د "اي ټي اې /ETA" په نوم ویزې لري، تړلې خو د نورو ویزو لرونکو او سوداګریزو موټرو پر مخ خلاصه ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې تورخم دروازه تر دې مخکې هم د پاکستان له لوري نه یوازې د ناروغانو پر مخ، بلکې د نورو مسافرو او سوداګرو پر مخ د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو او نورو څرګندو او ناڅرګندو دلایلو له کبله مخکې هم په څو ځلي تړل شوې، چې مسافر په ځانګړي ډول ناروغان یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG