د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

پاکستان له‌خوا د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفو لوړول؛ الکوزی: دا ستونزې لا حل شوي نه دي


ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې
ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې

د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفې له لوړولو څخه د دوو اوونیو په تېرېدو سره، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، تر اوسه په دې برخه کې ستونزې نه دي حل شوي.

په داسې حال کې چې نږدې دوه اوونۍ تېرېږي چې پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي وايي، دغه ستونزه لا هم نه ده هواره شوې او افغان سوداګر ډېر زیانمن شوي دي.

د دې خونې یو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په دې اړه خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې او دوى د پاکستان له قونسل سره د شنبې ورځې په ناسته کې هم خپلې غوښتنې مطرح کړې دي.

نوموړي وويل: "نن مو پاکستاني قونسل سره هم لیدنه درلوده او په دې اړه مو خپلې اندېښنې څرګندې کړې، هغوی موږ سره ژمنه وکړه چې په دې اړه به له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي. تر اوسه دا موضوع نه ده حل شوې، د مېوو فصل دی او له بده مرغه موږ ته ډېر تاوان رسېدلی."

خو الکوزي دا ونه ويل چې افغان سوداګرو څومره تاوان کړی دی.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانوحکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي چې پاکستان د جواز نه لرلو په پلمه د تورخم، سپین بولدک او خرلاچي پر پوله د افغان سوداګرو د تازه مېوو او سبزیجاتو ۳۰۰ لارۍ درولي دي.

یاد سفارت د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د څانګې له مشرې ماریا کازي سره د دې ستونزې د حل او د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفو د لوړولو په ګډون د سوداګرۍ په برخه کې د نورو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

په بيان کې راغلي، دوى د پاکستان له حکومت غوښتي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون (PTA) تر نهايي کېدو پورې دې ګمرکي تعرفې لرې کړي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګر وايي، د دوی ډېری صادرات د پاکستان له لارې ترسره کېږي او د پاکستان له خوا د بېلابېلو ستونزو رامنځته کېدو د دوی سوداګرۍ ته ډېر زیان اړولی دی.

حیدر وايي: موږ اړتیا لرو چې پاکستان سره او د دغه هېواد له لارې سوداګرۍ ته یو بدیل پیدا کړو څو د افغانستان صادرات بند نه شي.

د تازه مېوې سوداګر حاجی امېد حیدر ازادي راډیو ته وویل: "دا اول ځل نه دی، هغوی تل دا هڅه کړې چې افغان سوداګرو او بزګرانو ته زیان ورسوي، هغوی څو وار پولې تړلي، موږ اړتیا لرو چې پاکستان سره او د دغه هېواد له لارې سوداګرۍ ته یو بدیل پیدا کړو څو د افغانستان صادرات بند نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون په ۲۹مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره یې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفې څو چنده زیاتې کړې او د جولای له لومړۍ نېټې څخه یې دا اقدام عملي کړ.

د افغانستان صادراتي سبزیجات او مېوې تر ډېره د پاکستان په شمال او شمال لوېدیځو بازارونو کې پلورل کېږي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد پاکستاني چارواکو سره د يادو ستونزو د هواري او خبرو اترو د پایلو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګرو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ځلونو ویلي چې پاکستان د افغانستان پر سوداګرۍ ډېر محدودیتونه وضع کوي او وخت په وخت په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو د مالونو د واردولو او صادراتو پر مخ دروازې تړي چې په پایله کې هغوی ته ډېر زيانونه اړوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG