افغانستان
ایران د یوې اوونۍ په مخه له افغانستان او پاکستان څخه د مالونو واردات دروي
د ایران د ګمرک یوه چارواکي اعلان وکړ چې د اختر په مناسبت به د یوې اوونۍ په مخه له افغانستان او پاکستان څخه د مالونو واردات ودروي.
د ایران د سیستان او بلوچستان د ګمرکونو یوه چارواکي محمدعلي خاشع له سوداګرو وغوښتل چې په دې موده کې دې پولې ته د بار وړونکو توکو له لېږدولو ډډه وکړي.
ده وویل، د شنبې له ورځې څخه تر پنجشنبې پورې به د سراوان، میرجاوې او میلک ګمرکونه د خدماتو لپاره تړلي وي.
ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان پر یوه مهم سوداګري شریک بدل شوی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مخکې ویلي وو چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۲.۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه وايي، په برمل کې ملکي وګړي وژل شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی پلاوی وایي چې د سې شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني الوتکو په برید کې په لسګونو ملکیان وژل شوې دي.
یوناما نن په یوه بیان کې وویل چې نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پرمهال د نظامي او ملکي کسانو توپير وکړي او داسې هڅې وکړي چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمد اله فطرت د چین سینهوا اژانس ته پرون وویل چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د جنګي او ډرون الوتکو په بریدونو کې یو پنځوس تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. تر دې مخکې د وژل شویو شمیر شپږ څلویښت تنه یادیده.
یوناما د دې پیښې د څیړنې غوښتنې کړې ده او ویلي یې دي چې د داسې پيښو د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د حفاظت لپاره تحقیقات ضروري دي.
د خوړو او کرنې ادارې په افغانستان کې میلیونونه څاروي واکسین کړي
د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO وایي، روان ۲۰۲۴ م کال یې په افغانستان کې د معیشیت د خوندیتوب لپاره ۶،۸ میلیونه څاروي واکسین کړي دي.
د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوه ملیونه غواګانې، درې ملیونه پسونه او وزې، اته لکه شیدې ورکونکې غواګانې او یوملیون څاروي له چینجو څخه د پاکیدو پخاطر واکسین شوي دي.
د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې واکسینونه څاروي خوندي کوي او هم د ملیونونو کسانو لپاره د خوړوخوندیتوب تضمینوي.
په افغانستان کې د معیشیت د خوندیتوب لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو د هڅو سره سره د خوړو نړیوال پروګرام او یوشمیرنورو ادارو خبرداری ورکړی چې په را روان ۲۰۲۵ کال به هم په افغانستان کې نژدې ۲۳ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ایراني پولیسو په تهران کې افغاني کافي بنده کړه
د ایران پولیسو په تهران ښار کې د یوه افغان کډوال کافي تړلې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د خانه کابل په نوم دغه کافي پرون چهارشنبه د جواز نه درلودو او د غیر مجوزو کسانو د استخدام له کبله مهرولاک شوه.
ایراني چارواکي هغو افغان کډوالو ته چې اسناد نه لري، د غیر مجوز اتباعو خطاب کوي.
خبر کې راغلي چې دغه کافي د افغان کډوالو د ټولیدو او بنډارونو ځای و.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو په یزد ښار کې شاوخوا شل هغه سوداګریز مرکزونه مهرولاک کړي وو چې بې اسناده کډوال یې په کار ګمارلي وو.
ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ تنګه کړې او ګڼ شمېر دغه کډوال یې نیولي او اخراج کړي یې دي.
د افغانستان ۷۲ سلنه کلیوالي سیمې له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې دي
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان د کلیوالي سیمو ۷۲ سلنه نفوس لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دې وزارت په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې یې خپورکړی ویلي چې د هیواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه، یوازې ۹۳ یې روغتونونه لري.
د دې وزارت په خبره په کلیوالي سیمو کې د روغتونونو د نشتوالي له امله، ناروغان ډیری وختونه ان د کوچنیو روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره ولایتي مرکزونو ته سفر کوي.
دې وزارت په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو د پراخولو پراړتیا په ټینګار سره، ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده لخوا په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې او د قانوني او اداري پروسو له بشپړیدو وروسته به د دغو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، اوس مهال په هیواد کې د ټولو روغتونونو د بسترونو ظرفیت ۱۳۰۰۰ ته رسیږي چې تمه ده د نویو روغتونونو په جوړولو سره به پرې ۱۰۰۰۰ نوربسترونه اضافه شي.
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د کموالي خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې یې ښځې د طبي زده کړو په مرکزونو کې هم له زده کړو منع کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا څه کم دوه اونۍ مخکې د طالبانو له خوا له طبي زده کړو څخه د ښځو د منع کولو پر وروستۍ پریکړې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي و چې په نتیجه کې به یې په دې هیواد کې په ملیونونو ښځې او نجونې له روغتیایی خدمتونو څخه بې برخې شي.
په ننګرهار کې د سلګونو سکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ننګرهار چارواکو د درې سوه پنځه اتیا لرغونو سیکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړ.
د طالبانو په واک کې، باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ په تورخم کې د کمیسارۍ د کورني امنیت د منسوبیونو په وینا خبر ورکړ چې دا سیکې د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست ته سپارل شوې دي.
د دې سیکو د لرغونتوب په اړه څه نه دې ویل شوي او دا هم څرګنده نه ده چې په دې تړاو تورن کس یا کسان نیول شوې دي که نه دي.
د ازبکستان د ډاکترانو ډله مزارشریف ته تللې
د ازبکستان د ډاکټرانو یوه ډله له یوشمیر طبي وسایلو او درملو سره مزارشریف ته رسیدلې ده.
د ازبکستان د ازبیک نیوز اژانس د خبر له مخې د ازبکستان روغتیاپالان به د جدي له پنځمې تر راتلونکې دوشنبې په بلخ ولایت کې د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.
له دې ډاکترانو سره په نهو موټرو کې دارو درمل او طبي وسایل هم استول شوې دي.
په کندوز کې د صنعت او سوداګرۍ د نندارتون وروستۍ ورځ ده
نن په کندوز کې د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د صنعت او سوداګرۍ د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
د کندوز په ښار کې له دریو ورځو راهیسې په دې نندارتون کې په لسګونو غرفو کې کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې دي.
په کندوز کې د طالبانو چارواکي وایي چې د دې نندارتون هدف د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو لپاره بازار موندنه ده.
د کډوالو لویه کمیشنري د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پروګرامونه پراخوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنری یا(یواین ایچ سي آر) وايي، په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه خپل پروګرامونه پیاوړي کوي.
دغه سازمان نن (چهار شنبه د جدي ۵) په ایکس، یا ( پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د خپلو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي سوداګرۍ له څانګې سره یو جدي تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه سازمان په وینا، په دغو پروګرامونو کې د ښځو په ځانګړي تمرکز سره د ژوندانه، متشبثینو او سوداګرۍ ته د راستنیدونکو لاسرسی شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اکثرو ښځو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپلې دندې له لاسه ورکړي او وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو سختو بندیزونو دوی له کاري فرصتونو بې برخې کړي دي
د افغانستان او زیمبابوې لومړۍ ټیستلوبه سبا پیلیږي
تمه ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو لومړۍ ټیسټلوبه سبا (پنجشنبې د مرغومي په شپږمه) په هرارې کې پیل شی.
د زیمبابوې په کوربه توب دا سیالي د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو پیلیږي.
افغان لوبغاړي به د زیمبابوې له لوبډلې سره دوه ټیسټ لوبې وکړي، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې له ۶مې تر ۱۷مې د زیمبابوې په کوینز لوبغالي کې ترسره شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو کې د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د طالبانو حکومت: په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي
د طالبانو حکومت وايي د ډسمبر په ۲۴مه په پکتيکا کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د ډسمبر په ۲۶مه د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل:
"د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی. ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دي چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس يا پخواني ټويټر ليکلي ول چې د ډسمبر پر ۲۴مه ماښام مهال پاکستاني جيټ الوتکو پر پکتيکا په بمبارۍ کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه کړي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي. خو پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.
ټي ټي پي ډلې چې په پاکستان کې بندیز ورباندي لګېدلی دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو تر څنګ د افغان سوداګرو له يوه پلاوي سره هم وليدل. هغه په خپلو بیانونو کې وويل چې دواړو خواوو "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" موافقه وکړه.