د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس برابره لوړه کړې


ارشیف: د افغانستان خټکي
ارشیف: د افغانستان خټکي

په افغانستان کې د تازه مېوو د موسم له رارسېدلو سره سم، د پاکستان حکومت د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه لس برابره لوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت د عوایدو ادارې د جولای په ۲۹مه د یوې خبرپانې په خپرولو سر ویلي چې د افغانستان په تازه مېوو او سبزیو د ګمرکي تعرفې لوړوالى د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې وروسته د عملي کېدو وړ دى.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم منلې چې د افغانستان پر مېوو او سبزیو ګمرکي تعرفه د پخوا په پرتله لس برابره لوړه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، دا پرېکړه نه د افغان سوداګرو او نه د پاکستان د خلکو په ګټه ده.

نوموړي وويل، پر افغان سوداګر د مېوو او سبزيو پر صادراتو ډېر لګښت راځي چې ورسره د پاکستان په بازارونو کې بيې لوړېږي.

هغه وايي: "پاکستان د افغانستان په ټولو سبزيو او مېوو سل سلنه تر دوسوه سلنه تعرفه لوړه کړې دا ډېر زمونږ په زيان ده، موږ له امارت "طالبانو" سره ده موضوع شريکه کړه خبرې مو وکړې په دې اړه خو تر اوسه دا ستونزه نه ده حل شوې."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوول خان جان الکوزی

الکوزي وویل، پاکستان پر دوى ګمرکي تعرفه ځکه لوړه کړې چې افغانستان د ژمي په موسم کې د پاکستاني پر مېوو تعرفه لوړه کړې وه.

يو افغان سوداګر ډاکتر مخلص احمد ازادي راډيو ته يې وويل: "له بده مرغه هر کال د مېوو او سبزيو د حاصلاتو په موسم کې چې له افغانستان پاکستان ته او بيا نورو هېوادونو ته لېږل کېږي ګاونډي هېوادونه ګمرکي تعرفه زياتوي چې دا د دې لامل کېږي چې په هېواد کې سوداګرو او بزګرو ته ډېر زيان ورسېږي."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له‌خوا ازادي راډيو ته د استول شوي تعرفو د لېست له مخې په هر ټڼ مڼو کې تعرفه له ٣٨زره او ٨٠٠ پاکستاني کلدارو څخه ١٢٣زره ٥٠٠ کلدارو ته لوړه شوې او دغه شان د يو ټن زردالو تعرفه له ۱۴۰۰۰ کلدارو څخه ۶۰۰۰۰زرو کلدارو ته لوړه شوې ده.

دغه راز د نورو مېوو او سبزیو تعرفو کې هم د پام وړ لوړوالى راغلى دی.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستيال ميرويس حاجي زاده ازادي راډيو ته وويل چې د دو هېوادونو سياسي اړيکو د افغانستان په سوداګرۍ يې منفي اغېز کړى او افغان سوداګر هېڅ کومه بديله لار نه لري.

نوموړي دغه شان په افغانستان د معياري سړو خونو له نشتوالي هم شکايت وکړ.

هغه زیاتوي: "معياري سړې خونې نه لروو چې کلني توليدات په‌کې وساتو او لګښت يې کم وي چې آړتيا په وخت کې خپل توليدات وکاروو."

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په ورته وخت کې يو شمېر پاکستاني سوداګرو د سه شنبې په ورځ د تورخم پر پوله د تعرفې د لوړېدو په غبرګون کې لاريون کړى.

دوی خبرداری ورکړى چې که دا پرېکړه لغوه نه‌شي، نو په ټول پاکستان کې به لاريونونه وکړي.

د پاکستان د شمال او شمال لوېدیځ بازارونه تر ډېره د افغانستان پر سبزیو او مېوو ولاړ دي.

په ورته وخت کې افغانستان تر ټولو ډېر صادرات او واردات د پاکستان هېواد له لارې ترسره کوي خو دغه سوداګریزې راکړې ورکړې تل له ننګونو سره مخ دي.

د یادولو وړ ده چې اوسمهال په افغانستان کې د تازه مېوو په ځانګړي ډول، خټیکیو، زردالو، شفتالو، ګیلاسو او هندواڼو موسم دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG