د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

پاکستان د بانکي فورمې پرته له افغانستانه د وارداتي توکو منلو موده وغځوله


د تورخم بندر یوه څنډه
د تورخم بندر یوه څنډه

پاکستان له بانکي فورمې پرته له افغانستانه د وارداتي توکو د منلو موده دوه میاشتې نوره هم وغځوله.

شنبه د اپرېل دېرشمه چې له بانکي جواز یا فورمې پرته د افغان سوداګریزو توکو د معافیت د ختمېدو ورځ وه پاکستاني چارواکو د دوو نورو میاشتو لپاره ددغه معافیت د غځولو خبر ورکړ.

پاکستاني چارواکو دا معافیت هغه وخت پیل او رعایت کړ چې طالبان واک ته ورسېدل او هدف یې دا وښوده چې نه غواړي د یوه منظم بانکي سیسټم د نشتوالي په خاطر پاک – افغان سوداګري زیانمنه شي.

اوس د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د جون تر دېرشمې له اجازه لیک پرته د پاکستان له ګمرکونو د افغانستان د سوداګریزو توکو د تېرېدو پرېکړه اعلان کړې.

دا اعلامیه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل ټوېټر خپره کړې ده.

محمد صادق لیکلي پاکستاني چارواکو د افغان سوداګرۍ د ملاتړ په هدف دغه تصمیم نیولی دی.

د هغه په خبره د افغان سوداګریزو توکو په سر دا معافیت د بانکي خدمتونو د نشتوالي لپاره رامنځته شوی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال خان جان الکوزی له دې پرېکړې هرکلی وکړ او ويې ویل چې لږ تر لږه د اوس لپاره به نرخونه ثابته پاتې شي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: د پاک - افغان د سوداګرۍ ګډې خونې په دې کې ډېر رول ترسره کړ. دولتونو ته یې خبره ورسوله. نو دا زموږ پیشنهاد ومنل شو. دا دی څه کم دوه میاشتې نور هم ( معافیت) تمدید شو. دا فورمه (بانکي اجازه لیک/ګمرکي فورمه) لازمي نه ده او ازاده شوله. موږ په ازاد شکل په کلدارو په افغانیو او هم په ډالرو کولای شو چې تجارت وکړو. دا ښه کار دی زموږ په تجارت کې به سکتګي رانه شي خو دا یې د خلاصون لار نه ده.

ښاغلي الکوزي وویل باید دواړه خواوې سره کېني او په یوه دایمي میکانېزم پرېکړه وکړي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

هغه د بارتر سوداګرۍ یادونه هم وکړه چې پکې به د پيسو د ادلون بدلون پر ځای د توکو په تبادلې سره سوداګري روانه ساتل کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د بارتر سوداګرۍ د رامنځته کولو په اړه یادونه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتو په اساس دمګړۍ په پاکستان باندې د افغانستان اتکا کمه شوې او ښايي د وارداتو اندازه له څه باندې ۱۲ سوه میلیونو ډالرو نه سږ کال ۷ سوه میلیونه ډالرو ته راټيټه شي.

XS
SM
MD
LG