د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

افغانستان؛ پاکستان او ترکیه: طالبان دې پر خپلو ژمنو ودریږي


ارشیف، روسیه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي
ارشیف، روسیه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي

افغان، پاکستاني او ترکي چارواکو افغانستان کې پر داسې سملاسي اوربند ټینګار کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پر خپلو ژمنو ودریږي.

د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو حنیف اتمر، شامحمود قریشي او مولود چاوش اوغلو پرون جمعه (د غويي ۳مه) په دې اړه استانبول کې خبرې سره کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر غونډې ته وویل، هیله ده طالبان د استانبول غونډه کې برخه واخلي: "موږ ټول موافق یو چې طالبان باید وهڅوو څو تاوتریخوالی پای ته ورسوي، اوربند ته غاړه کېږدي، د استانبول د سولې کنفرانس کې ګډون وکړي او په دې توګه د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته وښيي چې طالبان د سولې پروسې ته ژمن دي."

ښاغلي اتمر په کرونا د اخته کېدو له کبله له پاکستاني او ترکي سیال سره مخامخ نه دي کتلي، خو همالته ترکیه کې له لېرې واټنه غونډې ته وصل شوی و.

د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو که څه هم د استانبول کانفرانس د جوړېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه، خو ويې ویل، د روژې تر پایه پورې ځنډیدلی دی.

ښاغلي اوغلو زیاته کړه: "تاسو پوهېږئ چې په پام کې وه موږ د استانبول د کنفرانس کوربانه واوسو، خو له ښکېلو ډلو سره له مذاکراتو وروسته دا کنفرانس مو د روژې تر پایه وځنډاوه. د تنظیموونکو په توګه موږ له ټولو اړخونو سره خبرې کوو. "

د استانبول کنفرانس د همدې میاشتې وروستیو ته د لسو ورځو لپاره پلان شوی و، خو له هغه وروسته وځنډول شو چې طالبانو په کې د نه ګډون خبره وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

بل لور ته د افغانستان سولې ته د هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې سبا یکشنبه یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی هم کابل ته راشي.

د دغه پلاوي مشر د افغانستان لپاره د پاکستان د صدر اعظم ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمرداودزي ازادي راډیو ته د دغه سفر د اجنډا په اړه وویل: "هدف د دې دا دی چې ټول مسایل، که هغه سوله ده، یا تجارت، د وګړو تګ راتګ، د کډوالو موضوع او تر ټولو مهمه له ترهګرۍ سره مبارزه دغه ټول مسایل د پلاوو ترمنځ څېړل کېږي، اصله موضوع دا ده چې دې ټولو مسایلو ته یو ستراتیژیک حل پيدا شي چې دا دوه ګاونډي ملکونه په سوله کې ژوند وکړای شي."

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازي عمرداودزی
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازي عمرداودزی

دا لیده کاته وروسته له هغې پیل شول چې په تېر نوومبر میاشت کې د پاکستان صدر اعظم عمران خان کابل ته راغی.

پاکستانی پلاوی دا ځل داسې مهال کابل ته راځي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو دي، خو د سولې برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نشته.

تېره اوونۍ ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دې شرایطو کې پاکستان باید فیصله وکړي چې د افغانستان ملګری کېږي او که ورسره د دښمنۍ لاره خپلوي.

XS
SM
MD
LG