د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د سولې خبرو او د سیمه‌ییزې اجماع پر پیاوړي کولو د کابل، انقرې او اسلام‌اباد غونډه


د افغانستان، ترکیې او پاکستان ملي بیرغونه
د افغانستان، ترکیې او پاکستان ملي بیرغونه

د افغان سولې په اړه د استانبول د ناستې د ځنډ له اعلان وروسته اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي نن د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه.

د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۳» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته رسېدلی.

‎د ده په خبره دا ناسته چې د یوې ورځې لپاره ده له طالبانو سره د مذاکراتو بېرته پیل، د افغان سولې د بهیر لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر پیاوړي کولو او ځیني نورو سیاسي موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي تهذیب د غونډې له پيل مخکې وویل: "نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه درې اړخیزه ناسته کې د ترکیې په استانبول ښار کې ګډون وکړي، له طالبانو سره د مذاکراتو بېرته پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړي کول، په دغه اجماع کې د ترکیې او پاکستان پر ونډې او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا بحث کول د دغې ناستې اجنډا ده."

دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې لپاره د استانبول غونډه د اپرېل میاشتې په ۲۴مه جوړه شي، خو تر نامعلومې مودې دا ناسته ځنډول شوې ده.

‎دا دوهم ځل دی چې د استانبول ناسته ځنډېږي.

‎له دې وړاندې تمه وه چې یاده ناسته د اپرېل پر ۱۶مه نېټه وشي.

‎تمه کېده چې په استانبول کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې له ۲۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

‎له دې وړاندې د افغان حکومت چارواکو او په دوحه کې د دغه حکومت د مذاکراتي ټیم غړو په ځلونو ویلي چې طالبان د سولې د خبرو اترو لپاره حاضر نه‌دي او پلمې لټوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او نور غړي یې
د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او نور غړي یې

که څه هم د ترکیې، پاکستان او افغانستان ترمنځ دغه ناسته د افغان سولې لپاره جوړه شوې، خو هغه پوښتنه چې په ورځو کې له اکثرو سره مطرح کېږي چې ایا طالبان به د افغانستان د سولې اړوند راتلونکو کنفرانسونو کې ګډون وکړي؟

‎طالبانو په دې اړه تازه څه نه‌دي ویلي، خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد چهارشنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و چې د طالبانو مشران او استازي له امریکا، قطر او ترکیې سره د مشورو کولو په حال کې دي او که د دوی اندېښنو ځواب وویل شي، سولې ته د رسېدو له هر فرصت به ګټه واخلي.

‎طالبانو وروسته له هغه داسې غبرګون وښود چې د دوی او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون له مخې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو مهالوېش د مې تر لومړۍ نېټې نه‌بشپړېږي، بلکې د امریکا د وروستۍ پرېکړې له مخې ټاکل شوې د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو بهیر د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټې پیل او د دغه هېواد وروستی سرتېری به د سپټمبر پر ۱۱مه له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG