د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د افغان سولې په تړاو د طرحې مسوده د ملي مصالحې عالي شورا ته وسپارل شوه


د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د ترکیې غونډې لپاره د افغان سولې په تړاو د طرحې د مسودې سپارنه
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د ترکیې غونډې لپاره د افغان سولې په تړاو د طرحې د مسودې سپارنه

د سولې لپاره پر لسګونه طرحو اته ورځني کار د ملي مصالحې عالي شورا ته داسې یوه طرحه په لاس ورکړې چې سمدستي اوربند، انتقالي اداره او د ارزښتونو خوندي ساتل‌یې اساسي برخې جوړوي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله یکشنبه په خپل ټویټر لیکلي چې ده ته طرحه ورسپارل شوې او دی د ټولو د هڅو ستاینه کوي.

هغه زیاته کړه چې تمه کېږي ژر د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري د سولې لیکل شوې طرحه د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې تأیید ته وړاندې شي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له ازادي راډيو سره په خبرو کې ښاغلي عبدالله ته د ور رسېدلې طرحې مهمې برخې دا یادې کړې: "مهم موضوعات‌یې په افغانستان کې د اوربند تأمین، د جګړې توقف دی، اساسي ارزښتونو او اساسي حقونو موضوعات دي. اساسي قانون تعدیل یا د اساسي قانون حفظ دی. نړیوالې اړیکې دي. د ګزار دوره ده یا انتقالي دوره چې تر اوسه هم په دې موضوعاتو باندې بحث کېږي د رهبرۍ کمېټې له لوري او هغه به بیا تصویبېږي."

ښاغلي خوځون وویل تمه ده د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوی له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې غونډې ته ولاړ شي.

د ترکیې د غونډې نېټه که څه هم سل په سلو کې نه‌ده وروستۍ، خو حکومت وايي ښايي د اپرېل په ۱۶مه چې راروانه جمعه کېږي ترسره شي.

دې غونډې ته د امریکا متحده ایالاتو هم یوه طرحه جوړه کړې چې هم یې له افغان حکومت او هم یې له طالبانو سره شریکه کړې ده.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ترکیې د غونډې او د امریکا د طرحې په تړاو پرون په کوهدامن کې یوې ولسي غونډې ته وویل: "ښاغلی خلیلزاد راغلی و او د هغو مذاکراتو په اړه چې احتمالاً همدا اوونۍ په ترکیه کې ترسره کېږي، اجنډا یې له موږ سره بحث کړه. کومه اجنډا چې د ترکیې لپاره پيشبیني شوې ده. اول د ارزښتونو پر سر موافقه ده. څه معنی؟ ایا طالب په دې فکر کې دی چې راځي او خلک په کېبل وهي او موږ غلي کېنو؟ هېڅکله."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح

ښاغلي صالح وویل چې د طالبانو د بیا ازمویلو لپاره هېڅکله د دې ډلې د بندیانو له بیا خوشې کولو سره موافقه نه‌کوي. هغه ټينګار وکړ طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي.

اخوا قطر کې افغان مرکچي او طالب پلاویو ته د ملګرو ملتونو، امریکا او ترکیې له‌خوا د ګډو اصولو په نوم ۹ماده‌ییز نوملړ سپارل شوی څو د ترکیې له غونډې وړاندې یې په ځینو مهمو برخو هوکړه وکړي.

تل‌پاتې اوربند، د یوه انتقالي یا لېږدیز حکومت جوړېدل چې بل سوله‌ییز او ټول‌ګډونه حکومت ته زمینه برابره کړي، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په مساویانه ګډون ټینګار او له ګاونډیانو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې د دې طرحې مهم ټکي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بېګا د ازادي راډیو د دې پوښتنو په ځواب کې چې ایا طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون کوي؟ او د افغان حکومت او امریکا پر طرحو څه نظر لري؟ ځواب ولیکه چې "تر اوسه پورې دا موضوع تر بحث لاندې ده."

XS
SM
MD
LG