د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

له وخته مخکې احتمالي انتخابات؛ طالبان: هېڅکله د درغلیو ډک بهیر کې ګډون نه کوو


ارشیف، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریز انتخابات
ارشیف، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریز انتخابات

طالبان وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه وروستۍ پرېکړه به په قطر کې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو په خبرو کې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې پرون سې شنبه (د وري ۳مه) ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې.

د مجاهد څرګندونې د هغو راپور په غبرګون کې وې چې وايي، ولسمشر اشرف غني به د له وخته مخکې انتخاباتو مسئله د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې مطرح کړي.

د جمهوري ریاست یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې ښکاره شي، پرون ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني به د سولې لپاره خپله طرح د ترکیې غونډې ته وړاندې کړي.

ارګ ماڼي
ارګ ماڼي

په دې طرح کې ویل شوي چې که طالبان پر اوربند موافقه وکړي نو له موافقې وروسته د شپږو میاشتو په ترڅ کې به له وخته مخکې انتخابات وشي.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان تېرو انتخاباتي تجربو ته په پام سره به طالبان هېڅکله په داسې ی یوه بهیر کې برخه وانه خلي.

دی زیاتوي: "د انتخاباتو پروسې له امریکایي اشغاله په را وروسته شلو کلونو کې بیا-بیا تجربه شوي. بې له دې چې د خلکو له رایو ناسمه استفاده وشي، درغلۍ وشي، بل څه د افغانانو مخې ته نه دي راغلي. نو ځکه موږ هېڅکله په ناکامو پروسو نه تکیه کوو او نه په هغو لارو ځو چې نتیجه یې نه ده ورکړې."

د جمهوري ریاست سرچینې وویل، د هغې طرحې له مخې چې ولسمشر یې د ترکیې غونډې ته وړاندې کوي اوسنی حکومت به چې ښاغلی غني یې مشري کوي، د سولې د حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې له وخته مخکې انتخابات د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او متحدایالتونو تر څارنې لاندې ترسره کېدای شي.

سرچینې دا هم ویلي چې طالبان له انتخاباتو مخکې د یوه مېکانېزم پر اساس کولای شي د سولې په حکومت کې ګډون وکړي، وزارتونه او ریاستونه اداره کړي او جنګیالي به یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شي.

د دې چارواکي په وینا پر دې هم بحث کېدای شي چې د طالبانو استازو ته به په پارلمان او حکومت کې په کومه کچه ونډه ورکول کېږي.

د ارګ دا سرچینه همدا راز وایي، د دې لپاره چې له وخته مخکې انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو مخه ونیول شي او د طالبانو شکونه لېرې شي ولسمشر غني او دواړه مرستیالان به یې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر دا طرح له امریکايي چارواکو سره شریکه شوې څو په دې اړه سلا مشورې وکړي.

د ارګ سرچینه وايي، دا چې د طالبانو شکونه لېرې شي ولسمشرغني به دواړه مرستیالان لېرې کړي.
د ارګ سرچینه وايي، دا چې د طالبانو شکونه لېرې شي ولسمشرغني به دواړه مرستیالان لېرې کړي.

دا طرح داسې مهال وړاندې کېږي چې ټاکل شوې ترکیه د امریکا د غوښتنې په اساس په نژدې راتلونکې کې د افغانستان د سولې د خبرو کوربه وي.

تر اوسه مالومه نه ده چې د افغانستان په استازیتوب به څوک په دې غونډه کې برخه اخلي؟ او دقیقه نېټه یې تراوسه رسما نه ده اعلان شوې خو د ارګ دې چارواکي وویل چې ښايي دا غونډه د راروانې اپریل میاشتې په نیمايي کې جوړه شي.

د ترکیې د غونډې یادونه افغان ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په لیک کې هم شوې وه او هدف یې د افغانستان د سولې د بهیر چټکول بلل شوي و.

ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا طرح د طالب مشرانو تر غور لاندې ده،خو تراوسه یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم سیمې ته د وروستي سفر په ترڅ کې د سولې یوه طرح وړاندې کړې وه چې د مؤقت حکومت جوړېدل یې یوه برخه وه. خو ولسمشر غني تل ټینکار کړی چې واک به یوازې د انتخاباتو له لارې وسپاري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG