د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

اشرف غني امريکايي چارواکو ته د 'سولې د حکومت، او انتخاباتو په اړه نوې طرحه' سپارلې


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې ده.

افغان ولسمشر به د افغانستان د سولې په تړاو دغه طرحه د ترکیې په کنفرانس کې وړاندې کړي چې له مخې يې تر وخت مخکې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د انتخاباتو وړانديز شوی.

هغه په دې طرحه کې د سولې د حکومت او اوربند وړاندیز هم کړی دی.

دا خبره نن د ارګ يوه لوړپوړي افغان چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې د خپل نوم خپرول نه‌غوښتل، ازادي راډيو ته وکړه.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه چې امريکا یې وړاندیز کړی وو، کله کېږي او د افغان حکومت کوم چارواکي به په‌کې ګډون کوي. مخکې سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې دا غونډه ښايي د راتلونکې اپرېل میاشتې په نیمايي کې وشي.

سرچینې ازادي راډيو ته دا هم وویل چې راتلونکي انتخابات به په شپږو میاشتو، يو کال يا هر څومره موده کې چې یې امريکایان او طالبان وغواړي، وشي.

تر هغې مخکې او د دې طرحې تر منل کېدو سمدستي وروسته به د اشرف غني‌ اوسنی روان حکومت د سولې د حکومت په نوم خپل کار ته تر انتخاباتو پورې دوام ورکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او مرستیالان‌یې امرالله صالح او سرور دانش
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او مرستیالان‌یې امرالله صالح او سرور دانش

د یاد لوړپوړي افغان چارواکي په وینا انتخابات د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امريکايانو تر نظارت لاندې ترسره کېدلای شي.

د سرچینې په خبره طالبان تر انتخاباتو مخکې تر يوه مېکانیزم لاندې د سولې د حکومت غړي کېدای شي. دوی ته به وزارتونه او ریاستونه ورکړل شي او جنګيالي به‌یې د افغان ځواکونو په ليکو کې ورګډ شي او په دې اړه هم خبرې کېدای شي چې طالبانو ته په پارلمان او حکومت کې څومره ونډه ورکول کېدای شي.

سرچینې زیاته کړه، د دې لپاره چې په راتلونکو انتخاباتو کې د درغليوو تورونه نه وي او د طالبانو اندېښنې هم ليري شوي وي، ولسمشر غني حاضر دی چې اوسني منتخب چارواکي پکې ګډون ونه کړي. سرچینې وويل: ((لکه اشرف غني، يا امرالله صالح يا سرور دانش چې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې انتخاب شوي دي.))

د ارګ دې لوړپوړي چارواکي زیاته کړه چې دا طرحه‌یې امريکايي چارواکو ته سپارلې او هغوی ورته ويلي‌ چې په خپلو کې به سلا مشورې ورباندې وکړي.

تر اوسه پورې امريکايي ‌چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG