د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

بلېنکن: له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه د ناټو متحدانو په مشوره کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه به د ناټو متحدانو په سلا مشوره کوي.

انتوني بلېنکن دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې په لنډو خبرو کې وکړې.

ښاغلی بلېنکن وايي، افغانستان ته له ناټو متحدانو سره ګډ تللي وو او په ګډه به له دې هېواده وځي، نو ځکه د ده په خبره غواړي چې له خپلو متحدانو سره خپل لومړني نظرونه شریک او د هغوی نظر واوري.

ده زیاته کړه: "موږ له خپلو ناټو متحدانو سره یو موټی یو چې دا جګړه په مسؤلانه توګه پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له خطره وباسو. همدومره په ډاډ ترلاسه کولو کې یو موټی یو چې افغانستان هېڅکله بیا د ترورېستانو په خوندي ځای بدل نه‌شي چې امریکا او زموږ متحدان تهدید کړای شي."

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي وو چې دا به ګرانه وي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې د لومړۍ نېټې ضرب‌الاجل عملي شي، خو بلېنکن وايي، امریکا چې هره پرېکړه کوي، د ناټو متحدانو نظر به په‌کې شامل وي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په دې خبري کنفرانس کې وویل، په مناسب وخت کې به ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "اوس‌مهال ننګونه دا ده چې د سولې خبرې روانې دي، موږ یې هرکلی کوو که څه هم دا بهیر نازک دی، خو دا په افغانستان کې سیاسي حل ته یوازنۍ لاره ده. موږ د وزیر بلېنکن د هڅو ملاتړ کوو چې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره‌یې کړي."

د ناټو بهرنیو چارو وزیران نن او سبا (د مارچ ۲۳مه او ۲۴مه) په بروکسل کې په غونډه کې ګډون کوي او د بحث یوه موضوع‌یې په افغانستان کې د ناټو ائتلاف د پوځي مأموریت برخلیک دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د مارچ پر ۲۲مه یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د دوی ټول متحدان د افغانستان روان حالات او د امریکا او طالبانو د هوکړې ژمنې ارزوي او بیا یوه ګډه پرېکړه کوي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په همدې کنفرنس کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پسرلني عملیات پیل نه‌کړي او د دوحې د تړون له مخې له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

طالبانو بیا ویلي چې دوی له القاعده سره اړیکې نه‌پالي، خو په دې وروستيو کې افغان ځواکونو په ځينو عملياتو کې د القاعده د ځينو غړو د نیولو او وژلو خبر ورکړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون کې راغلي چې امريکايي‌ ځواکونه به د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي او طالبان به له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او تاوتریخوالی به کموي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG