د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د بلېنکن ګډون؛ افغانستان هم د اجنډا سر کې دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته لاړ شي او د ناټو او د اروپایي ټولنې له مشرانو سره به وګوري.

په دې سفر کې به دغه‌راز په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي حضور راتلونکی هم وڅېړل شي.

انتوني بلېنکن به سبا او بل سبا د مارچ په ۲۳مه او ۲۴مه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د دې تړون له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او خپلو متحدانو سره به سلا مشورې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې په بروکسل غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه اراده څرګندوي چې د اتلانتیک د دواړو غاړو ترمنځ د اتحاد د پیاوړي کېدو لپاره‌یې کړې او غواړي چې له خپلو متحدانو سره اړیکې د ناټو د چوکاټ له لارې پیاوړې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز وویل، د چین او روسیې په اړه اندېښنې او هم په افغانستان کې د ناټو د رول، سایبري امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، د اقلیم بدلون، د انرژۍ امنیت او یو شمېر نور مسایل به چې د دواړو لورو په وړاندې ستونزمن ګڼل کېږي، د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به په بروکسل کې د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزولا فن دیر لاین او د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست له مشر جوزف بورېل سره هم وګوري او د 'کووېډ-۱۹' وبا څخه د رغېدو، د اقلیم د بدلون او هم د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

بروکسل ته تر سفر مخکې د اروپا او ایرو اېشیا په چارو کې د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال فیلیپ رییکر په لنډو خبرو کې وویل چې متحده ایالات په ناټو کې له خپلو متحدانو او د افغانستان په پوځي مأموریت کې له نورو شریکانو سره له نږدې سلا مشورې کولو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه، موږ افغانستان ته په ګډه تللي یو او په ګډه به چارې چې کلونه مو تنظیم کړې وې، تنظیموو او هر کله چې مناسب وخت راورسېد له افغانستانه به په ګډه ووځو.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتېري افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او ملاتړ چارې مخ ته وړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په داسې حال کې چې د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ له ستونزو سره مخ دی، د ادارې لپاره به‌یې ګرانه وي چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب‌الاجل عملي کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه تر دغې نېټې له افغانستانه ووځي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر په تېره جنوري میاشت کې دوه‌نیم زرو ته راکم شوی دی.

د روسیې په اړه ښاغلي رییکر وویل، له خپلو متحدانو سره به پر دې خبرې وکړي چې په څه ډول کولای شي له روسیې سره یوه لاره ونیسي چې ورسره زموږ ګډې ګټې خوندي شي، خو د دې ترڅنګ به پر خلاصو سترګو هغه ګواښونه هم څاري چې روسیه‌یې متوجې کوي.

اروپا ته د ښاغلي بلېنکن سفر به دغه‌راز د امریکا د هغې نوې بهرنۍ پالېسۍ د عملي کېدو یوه بله بېلګه وي چې د بایډن ادارې پرې ټینګار کړی او هغه دا چې له خپلو د اوږدې مودې له متحدانو سره باید ډیپلوماسي پیاوړې او د ګډ شراکت ملاتړ وشي چې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوره کې چې د "لومړۍ امریکا" پر سیاست څرخېده، زیانمنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG