د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

افغانستان کې د سکاټ مېلر د کار ۹۱۵ ورځې پوره شوې، څه یې کړي؟


افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان سرتیرو سره
افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان سرتیرو سره
  • سټارز اېنډ سټرایبز

سټارز اېنډ سټرایبز ورځپاڼه په یوه لیکنه کې وايي، د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د قوماندان په توګه د جنرال سکاټ مېلر د کار ۹۱۵ ورځې پوره شوې. په دې حساب نوموړی هغه کس شو چې تر نورو زیات یې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې.

د ورځپاڼې په وینا د ۲۰۱۸ میلادي کال د سېپټمبر په دویمه نېټه مېلر د خپلې لوړې په مراسمو کې ویلي و: نړۍ پوهیږي چې د امریکا متحده ایالتونه نه ناکامېږي.

د مقالې په دوام راغلي، له هغې وخت تر اوسه مېلر د امریکا او طالبانو ترمنځ تاریخي تړون کې کلیدي رول لوبولی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا، د مېلر تر قوماندې لاندې په دې جګړه کې د امریکا د کړنو په اړه شفافیت کم شوی دی.

د لیکوال په باور دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر سیمو د طالبانو واک د ۲۰۰۱ میلادي کال راهېسې تر بل هر وخت زیات پراخ شوی دی.

سټارز اېنډ سټرایبز لیکي:

د مېلر یوه دنده دا وه چې د امریکا پر متحده ایالاتونو د افغانستان د حکومت باور وساتي.

د کابل او واشنګټن اړیکې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ راهېسې سړې شوې.

د ورځپاڼې په وینا دا له هغې وروسته وې چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره له خبرو کابل بهر وساته او تقریباً له دې خبرو سره هم مهاله یې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر د کمولو طرحه اعلان کړه.

ورځپاڼه په رانډ کارپوریشن کې د پالیسۍ د برخې د یو څیړونکي جیسن کمبل له خولې لیکي، د ټرمپ دې دریځ یو ډول بې باوري رامنځته کړه او ټول نه پوهېدل چې سپینه ماڼۍ به څه پریکړه وکړي.

په بروکېنګز انسټیټیوټ کې د پالیسۍ د ډلې یو مخکښ څېړونکي مایکل او هانلون دې ورځپاڼې ته ویلي، مېلر د پردې تر شا هڅه وکړه، څو ټرمپ وهڅوي چې ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه کور ته ستانه نه کړي.

د ټرمپ ادارې، د بایډن واک ته تر رسېدو مخکې له افغانستانه شااوخوا دوه زره امریکايي سرتیري وویستل.

دا مهال افغانستان کې د امریکا شااو خوا ۲۵۰۰ سرتیري پاتې دي.

  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې پر ښځو وروستیو هدفي بریدونو ته پام کړی دی.

تازه په ننګرهار کې یوه ښځنیه ډاکټره او د انعکاس خصوصي ټلوېزيون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې.

ورځپاڼه لیکي:

ښځې تر ډېره دا قتلونه احساسوي، هغه قشر چې د ورځپاڼې په وینا د طالبانو په واکمنۍ کې یې حقونه له پامه غورځول شوي وو.

وړاندې راغلي، پر افغان ښځو دا بریدونه داسې مهال زیات شوي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتونو د راتلونکې په اړه شک او ګومانونه رامنځ ته شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې د بیا کتنې اعلان کړی دی. هغه هوکړه چې عملي کول به یې د امریکايي سرتیرو په شمول د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته لاره پرانیزي.

هاخوا په قطر کې سیاسي خبرې اترې هم روانې دي.

افغان ښځې او نجونې اندېښمنې دي چې هسې نه، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او واک کې د طالبانو په بېرته شرکیدو له دوی ټول هغه څه واخېستل شي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG