د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۳

خبرونه

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت: استانبول غونډه د اپرېل له ۲۴مې د مې تر ۴مې کېږي

د ترکیې د استانبول ښار یوه څنډه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي.

تر دې مخکې په رسنیو کې ویل شوي و چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶مه په غونډه کې دوی ګډون نه‌شي کولای.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټول­‌شموله ډول دا غونډه جوړوي.

د ښځو د حقونو فعالانو په دې غونډه کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په پنجشېر کې ۲ تنه د چرسو د قاچاقو پر مهال ونيول شول

آرشیف، د نشه يي توکو قاچاق کوونکي

په پنجشېر ولایت کې دوه تنه د چرسو د قاچاقو پر مهال ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل،۲۰ کيلو ګرامه چرس چې د ګازو په يوه ډبه کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د يوه سراچه موټر په وسيله له پنجشېر ولایت څخه کابل ته قاچاق کړل شي، د دالاسنګ په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

تورن کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

د نشه يي توکو ۴۱ قاچاقچیان په بند محکوم شول

آرشیف، په بغلان ولایت کې په نشه يي توکو یو قاچاق کوونکی نیول شوی. عکس تزئیني بڼه لري

د محکمو له خوا تر څلوېښتو ډېر قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استيناف محکمو د خپلو علني غونډو په نتيجه کې د نشه يي موادو ۴۱ قاچاق کوونکي چې د قاچاقو ۴۰ قضيې يې درلودې او د امنيتې ادارو له خوا نيول شوي وو، له دوو څخه نيولی بیا تر اتلس کاله پورې په بند باندې محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، له دې محکوم شویو خلکو سره ۶۷ کيلو ګرامه هيرويين، ۴۲ کیلوګرامه مورفين، ۱۴۱ کیلوګرامه تارياک، نژدې شل کيلوګرامه ښیښه، ۱۹۶ کيلوګرامه چرس او اته سوه کيلوګرامه بنګ نيول شوي وو.

امریکا د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ د بندېدو غوښتنه وکړه 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د روان کړکېچ د بندېدو غوښتنه وکړه.

د اسراییل پوځ نن سهار بیا د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې پر غزې تړانګې د توپونو ډزې او هوايي بریدونه کړي دي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې روغتیايي چارواکي وايي، د وروستیو څلورو ورځو په تاوتریخوالي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیلي چارواکو د راکټي حملو له کبله د یوه سرتېري او دوو ماشومانو په ګډون د ۸ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل: "​موږ د اسرائیل پر سړکونو تاوتریخوالي ته سخت اندېښمن یو. په داسې حال کې چې مسلمانان اختر لمانځي او یهودان د شاووعوت د لمانځلو لپاره چمتو کېږي، اسرائیلیان او فلسطینیان د دې مستحق دي چې له وېرې او تاوتریخوالي پرته دغو مراسمو کې ګډون وکړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فلسطین او اسرییل پر وروستیو کړکېچونو د بحث لپاره راروانه یکشنبه یوه غونډه پلان کړې ده. بلخوا د نړیوالې جزايي محکمې مخکښې څارنوالې فاټو بېنسودا ویلي، دغه محکمه ښايي د ناامنیو په تازه پېښو کې د دخیلو کسانو په وړاندې اقدام وکړي.

جاپان کې نافذ شوی بېړنی حالت وغځول شو

ارشیف، جاپان کې پولیس

په جاپان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له اندېښنو سره جوخت نافذ شوی بېړنی حالت وغځول شو.

دا په داسې حال کې ده چې په توکیو کې د المپیک پلان شوېو مسابقو ته یوازې ۱۰ اوونۍ پاتې دي.

په جاپان کې درېیو ګڼ مېشتو ساحو چې د کرونا ویروس تازه پېښې په کې په چټکۍ په زیاتېدو دي، د توکیو او پنځو نورو ایالاتونو لار خپله کړه چې له وړاندې د دې میاشتې تر پایه په کې د محدودیتونو غځولو پرېکړه شوې وه.

د جاپان صدراعظم یوشی­هیده سوګا نن دا خبره داسې وخت وکړه چې جاپان د المپیک مسابقو په درشل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د سوکه کولو لپاره مبارزه کوي چې دې کار د جاپان روغتیايي سیسټم له فشار سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د ټکواندو درې لوبغاړي اردن ته لاړل

اردن

د افغانستان د ټکواندو درې لوبغاړي په اسیايي لوبو کې د ګډون او د توکیو په سږنیو مسابقو کې د ونډې ترلاسه کولو لپاره اردن ته روان شول.

دغه دوې ورځنۍ مسابقې د مې میاشتې پر ۲۱مه پیلېږي چې د لومړي او دوهم مقام ګټونکي به د توکیو د المپیک مسابقو ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د خپرونو مشر عارف پیمان، د ورزشکارانو د ننني سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د ټکواندو ټیم په ترکیب کې دوه هلکان او یوه نجلۍ شامله ده. د ونډې ترلاسه کولو د مسابقو بله کاندیده نجلۍ، سومیه غلامي، د کرونا د مثبت ټیسټ له کبله د دغې ډلې له ترکیب څخه پاتې شوه."

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک مسابقو لپاره د ورزشکارانو د ګډون د چمتووالي هڅې په داسې حال کې روانې دي چې په دغه هېواد کې د کرونا وایروس د بلې څپې په اړه اندېښنې ولاړې شوې دي.

د رویټرز اژانس په حواله، په دې اړه د اندېښنو له کبله ۳۵۰ زره لاسلیکوونکو د المپیک مسابقو له تنظیموونکو غوښتنه کړې، چې دغه سیالۍ دې لغوه شي.

په پام کې وه، په توکیو کې دغه مسابقې تېر میلادي کال وشي، خو د کرونا وایروس له کبله وځنډول شوې.

د اوربند دوهمه ورځ؛ کابل کې بمي چاودنې ۱۲ تنه ووژل

د شکردرې نننۍ پېښه

په افغانستان کې د درې ورځني اوربند په دویمه ورځ نن لږ تر لږه ۱۲ کسان په کابل کې د بمي چاودنې له کبله ووژل شول.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې چاودنه کې چې د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه، د جومات ملا امام مفتي نعمان هم وژل شوی دی.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په چاودنه کې شااو خوا ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن رسنیو ته، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي: "زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه چاودنه په جومات کې دننه د ځای پر ځای شویو موادو له کبله شوې ده. زموږ څېړنې لا هم روانې دي."

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه غندلې ده.

له اوربند سره- سره د اختر په اوله ورځ په کندهار، کندز او غزني کې د ماینونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.

دفاع وزارت: د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت اردو ته سپارل شوی

د کندهار هوايي ډګر

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر دې وروسته به افغان ځواکونه د کندهار هوايي ډګر، له پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت ملي اردو ته سپارلی: "تر دې وروسته به د افغانستان دفاع وزارت له دې پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي. افغان لوري ته د امریکايي ځواکونو له خوا د پوځي اډو او کمپونو د سپارلو لړۍ په بریا سره روانه ده."

بل خوا امریکايي چارواکو هم ویلي، امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي اډې بشپړ مسوولیت افغان لوري ته سپارلی دی.

د امریکا سټارس اینډ سټرایپس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د نړیوال ائتلاف پوځیان به د امنیتي اندېښنو د ارزونې لپاره یوه یا دوې ورځې لا هم د کندهار هوايي ډګر په پوځي اډه کې پاتې وي.

که څه هم د دې اډې مسولیت رسما افغان چارواکو ته سپارل شوی خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کله به ترې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې دوام کوي.

حیات: د پولیسو له نومه ناوړه استفاده کوونکي له دندې شړل کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هر پولیس چې د پولیسو د بدنامۍ لپاره د پولیسو له نوم څخه ناوړه استفاده کوي، له دندې شړل کېږي.

حیات الله حیات، دا څرګندونې په هرات ولایت کې د پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو ترمنځ پر همږغۍ د ټینګار په باب په د وینا پر مهال وکړې.

د کورنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي حیات دغو ارګانونو ته ویلي، هېڅ آمر باید د زورواکو ځانګړو فرمایشونو ته غاړه کښېنږدي، که چېرې دا کار کوي، له دندې به ګوښه کړای شي.

د امریکا 'کولونیال' شرکت خپل د نللیکې سیسټم بېرته برحاله کړ

د امریکا 'کولونیال' شرکت

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د نللیکې تر ټولو لوی شرکت 'کولونیال' وايي، د خپلې نللیکې ټول سیسټم یې بېرته برحاله کړی دی.

دغه شرکت ویلي چې دغې نللیکې تر انټرنیټي حملې وروسته بېرته د تېلو لېږدول پیل کړي دي.

دغه نللیکه د انټرنیټي حملې له کبله چې واشنګټن وايي، له روسیې شوې، ټکنۍ شوې وه او د تېلو رسولو په اړه یې اندېښنې پارولې وې.

کولونیال پایپلاین شرکت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د ۸۸۵۰ کیلومترو په اوږدوالي د دغې نللیکې له خوا په عادي ډول د تېلو رسول څو ورځې وخت نیسي او ځینې بازارونه ښايي په نوبتي ډول ځنډني خدمات تجربه کړي.

دغه شرکت تېره شنبه اعلان وکړ چې د باج اخیستنې په نیت د یوې سایبري یا انټرنټي حملې ښکار شوی دی.

دا د امریکا د انرژۍ پر اساسي بنسټونو تر ټولو ستره ویجاړوونکې حمله بلل شوې، چې د نللیکې د فعالیت بندېدو سبب شوې وه.

فرانسه: اذربایجان دې خپل ځواکونه د ارمنستان له سرحدي سیمو ژر وباسي

د فرانسې ولسمشر

د فرانسې ولسمشر له اذربایجان غوښتنه وکړه، د ارمنستان له سرحدي سیمو چې د ده په وینا د اذربایجان له خوا اشغال شوي، خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي.

ایمانوئل مکرون نن په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د اذربایجان ځواکونو "د ارمنستان پر خاوره حمله کړې نو باید ژر تر ژره ورڅخه ووځي."

د فرانسې د ولسمشر د دفتر رئیس هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي: "مکرون د ارمنستان له سرپرست صدراعظم نیکول پاشنینان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د فرانسې د ملاتړ پر ژمنه او د ارمنستان له خاورې د اذربایجاني ځواکونو د سمدستي وتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی."

د ارمنستان دفاع وزارت پرون ناوخته وویل چې د اذربایجان ځواکونه له دوو سرحدي سیمو ورتېر شوي دي.

خو اذربایجان ټینګار کوي چې ځواکونه یې د ارمنستان خاورې ته نه دي داخل شوي، یوازې د اذربایجان په هغو مورچلونو کې ځای پر ځای شوي چې په مخکېني ژمي کې ورتګ ګران کار و.

د کوچني اختر او اوربند ۲مه ورځ؛ د بریدونو راپورونه نه دي راغلي

ارشیف

نن جمعه په افغانستان کې د کمکي اختر او اوربند دوهمه ورځ ده. د افغانستان له هغو سیمو چې تر اختر مخکې په کې سختې جګړې روانې وې، د بریدونو راپورونه نه دي راغلي.

ازادي راډیو ته د هلمند له بولانه په یوه رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې سیمه ییز پولیس او وسله وال طالبان سره ډېر نږدې ولاړ دي او یو بل ته څه نه وايي.

د دې ویډیو د کره والي په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو هم خپره کړې ده.

بولان او د هلمند ځینې نورې سیمې تر اختر مخکې د سختو جګړو شاهدې وې.

له بولان سیمې په دې ویډیو کې پولیس پر طالبانو غږ کوي چې کار نه پرې لري او له هغې خوا هم ورته غږ پرې کېږي.

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام ومړ

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام

د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

دا خبره د هلمند د قبایلو د چارو رییس نوید نظري په خپل فیسبوک لیکلې ده.

ځینو نورو چارواکو او خبریالانو هم د جنرال الهام د مړینې خبر خپور کړی دی.

جنرال عبدالنبي الهام چې پنځه ورځې دمخه د هلمند له ولایته ګواښه کړای شوی و په کابل کې د کرونا ناروغۍ په خاطر په یوه روغتون کې بستر و.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جنرال الهام پر ځای محمد ولي علیزی د هلمند والي ټاکلی دی.

شیکاګو کې پیشو د ودانۍ له ۵م پوړه ځان غورځولی او ژوندۍ پاتې

ارشیف

د امریکا په شیکاګو ایالت کې یوه پشۍ د یوې ودانۍ له پنځم پوړه ځان لاندې واچاوه او ژوندۍ پاتې شوه.

د شیکاګو د ایلیناویس ښار د اور وژنې ادارې په خپل ټوېټر په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې.

دې ادارې لیکلي چې: "پشکې له خپلو نهو ګانو یا ژوند ګټه واخیسته او له یوې داسې ودانۍ یې جمپ وکړ چې اور یې اخیستی و. پشکه په خپلو پښو ودرېده او وتښتېده."

د دې پېښې عیني شاهدانو هم د پشۍ په ژوندۍ پاتې کېدو تعجب وکړ او شورماشور یې ګډ کړ.

دا یې لنډه ویډیوه ده چې د شیکاګو د اوروژنې ادارې خپره کړې:

د اسراییل پوځ نن د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې بریدونه کړي

آرشیف، په غزه کې د اسراییلو ټانکونه

د اسراییل پوځ نن د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې په غزې تړانګې د توپونو ډزې او هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې ځمکنی جنګ اوس درېدلی.


د همدې اوونۍ تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه سل کسان د فلسطین خوا ته چې په کې ماشومان هم شامل دي وژل شوي او اسراییل بیا د ځان لور ته د د اوه کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړې ده.

د اسراییل پوځ په خپل ټوېټر لیکلي چې ننني هوايي بریدونه او د توپونو ډزې یې د حماس ضد عملیاتو لړۍ ده.

وروسته یې بیا وضاحت ورکړ چې اسراییلي ځواکونه غزې تړانګې ته نه دي ننوتلي او له دې سیمې سره په پوله متمرکز پاتې شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فلسطین او اسرییل وروستیو کړکیچونو ته د رسېدو لپاره د مې شپاړسمه یوه غونډه پلان کړې او د مصر منځګړي هم د اوربند د ټینګښت په هدف اسراییلو ته تللي.

چارواکي: ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۱۸ پلورونکي نيول شوي

آرشیف، فراه کې د نشه يي توکو په قاچاق نیول شوی

په ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو اتلس پلورونکي ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره اوونۍ کې د افغانستان په ۷ ولايتونو کې عملیات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۱۸پلورونکي نيول شوي دي.

له دوی سره نژدې لس کيلوګرامه نشه يي مواد لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک هم نيول شوي دي.

له بلې خوا د معتادينو د درملنې زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، د عامې روغتیا وزارت کار کوونکو د کابل ښار له له لومړۍ او اتمې ناحيې څخه ۱۲۰ تنه معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتون ته واستول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG