د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د پکتیا په ډنډ پټان کې 'پاکستان ته د اوښتو په بدل کې' له خلکو پيسې اخیستل کېږي


د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه دروازه
د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه دروازه

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ډیورند کرښې د اوښتو په بدل کې ترې کمېشنکاران زرګونه پاکستانۍ روپۍ اخلي او بیا اجازه ورکوي.

دوی له افغان حکومت غواړي چې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره دې په دې لاره کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د دې ولایت سربېره د خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي راټولېږي، څو له کرښې هغې غاړې ته واوړي.

په دوی کې یې زیاتره ناروغان، کاروباریان او یا هم هغه څوک دي چې خپلوان او د کورنۍ غړي یې د کرښې هغه غاړه اوسېږي.

دوی وایي، د اوښتلو پر مهال نه‌یوازې له سختو ستونزو او ځیني وخت له بد چلند سره مخ کېږي، بلکې مجبور دي چې کمېشنکارانو ته له ۱۲ زرو تر ۳۰ زره پاکستانۍ روپۍ هم ورکړي.

۳۳ کلن قاسم یو له هغو کسانو دی چې د معدې د ناروغۍ د درملنې لپاره د پیسو په بدل کې له دې لارې ګاونډي هېواد پاکستان ته تللی و.

د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته نږدې یو شمېر راټول شوي کسان
د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته نږدې یو شمېر راټول شوي کسان

دی وايي: "جوړجاړی دی، څوک ۱۲ زره، څوک ۱۵ زره، څوک ۱۶ زره ورکوي، ما خپله ۱۶ زره روپۍ ورکړې هماغه ورځ مې کار وشو، خپله چې هلته لاړ شې ډېر بد حال دی، هوټل نه‌شته څوک باران، څوک ګردونو او څوک په یوه هفته انتظار پراته وي، داسې مریضان دي چې مړه کېږي چې روپۍ ورنه‌کړي، نه‌شي تللی."

د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر له ۱۰۰ پورته وباله چې هره ورځ له دې لارې د پیسو له ورکړې وروسته له کرښې هغې غاړې ته اوړي.

نوموړی په ځایي او مرکزي ادارو غږ کوي چې له رسمي ادرسونو دغې ستونزو او خپل‌سریو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلی منګل وايي: "په مرکزي اداره، د پېښور په قونسلګرۍ او یا هم د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت غږ کوو چې د خلکو مشکلات حل کړي."

د ولایتي شورا دغه غړی او د پکتیا اوسېدونکي د دې پیسو په اخیستلو کې د پاکستان پوځ او ملېشې، کمېشنکاران او په کرښه کې یو شمېر سرحدي سرتېري شامل بولي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، په دې لاره کې د اوسنیو ستونزو یو لامل هم د دې لارې نه‌رسمي کېدل دي، خو وایي که د پیسو د اخیستلو په تړاو مستند شکایتونه ورسره شریک شي، په اړه به‌یې لازم اقدامات ترسره کړي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي

ښاغلی فدايي زیاتوي: "یو لامل دا دی، تر څو لاره ترانزیټ، د خلکو د تګ راتګ او تجارت لپاره مساعده نه‌شي، دا مشکل به موجود وي، اما که دغه مشکل خلک له ثبوتونو سره راوړي، ان‌شاءالله موږ به ورته رسیدګي کوو."

د پکتیا د ډنډ پټان لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهو غیر رسمي سوداګریزو لارو بلل کېږي.

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، د دې لارې د ترانزیټ او دا چې په رسمي ډول خلک پرې تګ راتګ وکړي او سوداګریزې چارې پرې پیل شي، په برخه کې خپلې لومړنۍ چارې ترسره کړي، خو وایي دې هدف ته به له کالونو مسلسل کار وروسته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG