د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

خوستي سوداګر: د ځڼغوځیو حاصلات ښه دي، خو بهر ته یې د لېږد لاره نشته


د خوست ځنغوزي
د خوست ځنغوزي

خوستي سوداګر له طالبانو غواړي چې چین او نورې بهرنۍ نړۍ ته دې، د هوا له لارې د زڼغوځیو د صادرولو اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی اندېښنه څرګندوي، که د افغانستان ځڼغوځي ژر بهر ته صادر نه شي، نو کیفیت يې خرابیږي.

د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ځڼغوځي کېږي چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍته صادریږي.

خوستي سوداګر وايي، د نورو کلونو پرتله د ځڼغوځیو حاصلات ډېر شوي او کیفیت يې هم ښه شوی، خو د نړیوالو هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نشي کولی،چین او یا نورې نړۍ ته يې صادر کړي.

هغوی زیاتوي، ځڼغوځي معتدلې هوا ته اړتیا لري او که ژر بهر ته صادر نشي، نو کیفیت يې زیانمنیږي.

سوداګرو وویل، په اوس وخت کې د افغانستان د زڼغوځیو تر ټولو ستر مصرفونکی هېواد چین دی، خو یوه وړه برخه يې دوبۍ او هند ته هم صادریږي.

د ځڼغوځیو سوداګر خالقداد ازادي راډیو ته وویل: "موږ له طالبانو او خصوصاً د دوحې د مشرانو څخه دا جدي غوښتنه کوو، چې موږ ته دې د هوايي دهلیزونو لارې خلاصې کړي، دا مالونه په ګرمۍ کې خرابیږي، په اوس وخت کې نه عربي اماراتو ته لار شته، نه دوبۍ ته لارشته، نه پاکستان سره لار شته او نه چین ته زموږ لار شته."

د ځڼغوځیو د ازاد مارکیټ یو بل سوداګر ګل حبیب وویل، تېر کال یو من زڼغوځي په دوه لکه ۴۰ زره کلدارې وو، دا چې سږ کال بهر ته لاره نشته، د یو من بیه يې یو لک کلدارو ته راښکته شوې ده.

ده وویل، په خپله سوداګرو په ځنګلونو کې یو من زڼغوځي تر یو لک ۶۰ زره کلدارو پورې اخیستي دي.

د ځڼغوځیو یو بل سوداګر ګل محمد وايي، سږ کال د دوی سوداوې له سره په تاوان کې دي.

محمد وایي:"په شینکۍ کې مو دا غوټې اخیستې وې، تقریباً دوه کروړه کلدارې مو پرې ورکړې دي، نن سبا يې چې نرخ ووت، په یو لک يې من دی، حال دا چې د یو لک نه په زیاتو پیسو دې خلکو اخیستې دي، اوس چې خرڅوي، له سره نقصان دی، دا څو ورځې یو بل ځای احوال لیږو، چې موږ ته دې دا هوايي ډګرونه خلاص شي، په هره لار چې وي، خو چې دا مالونه ویسي. "

بل لور ته طالب چارواکي وايي چې د دوی مشرانو د ځڼغوځیو د صادراتو موضوع د چین سفارت د کارکوونکو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره شریکه کړې ده.

خوست والي محمد نبي عمري وویل د ځڼغوځیو په اړه د بهرنیانو او چینایانو سره اړیکې نیول شوې دي.

ښاغلی عمري زیاتوي:"دا سوداګر دې یقین وکړي چې د اسلامي امارت مشرانو سره دومره غم د دوی د مالونو ورسره دی، لکه زموږ دملګرو خپل شخصي مالونه چې ضایع کیږي، ځکه دا زموږ یو مسوولیت دی چې د خلکو د مالونو غم باید وخورو، په دې اړه خارجیانو سره خصوصاً د چینایانو سره تماسونه نیول شوي دي، تر څو هغه تجارت چې مخکې کېدو، بیرته په هماغه ډول وشي. "

محمدنبي عمري زیاته کړه، دوی خپلې ټولې هڅې په کار اچولي، خو که د اوس لپاره د هڅو نتیجه ور نه کړه، زموږ سوداګر باید ددې حالت زغم ولري.

د افغانستان ۹ ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، د کابل په سروبي او د لوګر په ازرې ولسوالۍ د زڼغوځیو لږیا ډېر حاصلات کیږي، خو د افغانستان په کچه يې د سوداګرۍ اصلي مارکیټ خوست کې دی.

چارواکي وايي، یوازې په خوست او پکتیا ولایتونو کې شااوخوا ۴۰ زره کسان د زڼغوځیو په کاروبار او راټولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG