د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیو پر صادراتو بنديز افغان سوداګر اندېښمن کړي


ارشیف: په کندهار کې د انګور د بسته بندۍ له بهیره یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د انګور د بسته بندۍ له بهیره یو انځور

وروسته له هغې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د بندېدو خبر ورکړ، یو شمېر افغان سوداګر او کروندګر وايي چې د پاکستان دې اقدام دوى سخت اغېزمن او اندېښمن کړي دي.

دا اقدام وروسته له هغې شوى چې د پاکستان حکومت د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفه څو برابره لوړه کړه.

افغان سوداګر رفیع الله وايي: د هرې ورځې په تېرېدو سره مو سوداګري له زيان سره مخېږي.

پاکستان ته د تازه مېوې صادرونکي رفیع‌الله ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان په وروستیو ورځو کې څو څو ځله د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیجاتو تعرفه لوړه کړې ده.

نوموړي وويل: "موږ سږ کال تاوان کړى لومړيو کې صادرات ښه وو په يو ټن زردالو باندې ١۴زره کلدارې ټکس راته چې اوس يې هغه ٥٢زره او ٦٠٠ کلدارو ته لوړ کړى هر څومره چې هڅه کوو خو بيا هم زيان کوو د هرې ورځې په تېرېدو سره مو سوداګري له زيان سره مخېږي."

یو ګروندګر او بڼوال اکبر هم ورته اندېښنه لري.

دى وايي غواړي چې په افغانستان کې سړې خونې او د تولید فابریکې جوړې شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "اوس د تورخم په دروازه کې ډېرى موټر ولاړ دي چې دا د بزګرو، بڼوالو او سوداګرو لپاره ډېر زيان اړوي که په افغانستان کې د مېوو او سبزيو د ساتلو لپاره سړې خونې موجودې وي نو ډېر زيان نه‌کوو."

د پاکستان دې اقدام د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه هم اندېښنه کړې او وايي چې په‌دې کار سره د دواړو غاړو سوداګرو ته زیان اوړي.

د خیبر پښتنوخوا اوسېدونکي او په دغه خونه کې د پاکستاني سوداګرو یوه چارواکي ضیاالحق سرحدي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې پرېکړه کې افغان او پاکستاني سوداګر دواړه زيانمن کېږي، کومې مېوې او ترکارۍ چې له افغانستانه راځي موږ يې بېلابېلو هېوادونو ته استوو کوم پاکستاني سوداګر چې د مېوو کاروبار کوي هم په لکونو زيان ور اوړي دا د دواړو لورو په زيان ده."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې، د لوړو تعرفو له امله اړ شوي چې پاکستان ته د مېوو او سبزیجاتو صادرول ودروي.

الکوزى زياتوي، په ځینو مواردو کې د پاکستان ګمرکي تعرفې ۱۵ چنده لوړې شوې دي.

نوموړى دا هم وايي چې د افغاني مېوو او سبزیجاتو د صادرولو بله بديله لاره نه‌شته.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

الکوزي ازادي راډيو ته وويل: "له بده‌مرغه چې تر اوسه بديله لار نه‌شته، منځنۍ اسيا او ايران هم خپلې مېوې لري، زموږ د مېوو لپاره يوازينۍ بازار هند او پاکستان دى، خو تر اوسه ستونزه نه‌ده حل شوې."

الکوزي زياته کړه چې دوی له پاکستان لوري سره د ګمرکي تعرفو د لوړېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو منفي ځواب يې تر لاسه کړى دی.

د ده په خبره د پاکستان استدلال دا دی چې ګمرکي تعرفې یې نه یوازې پر افغانستان بلکې پر ټولو هېوادونو زیاتې کړې دي.

په‌همدې حال کې د تازه مېوو او سبزیجاتو صادرونکي د دواړو لورو پر حکومتونو غږ کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره خبرو ته کېني.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرو د اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد سره خبرې وکړي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

پاکستان هر کال د تازه مېوو او سبزیجاتو په وخت کې په بېلابېلو پلمو او دلایلو له افغانستان سره خپلې پولې تړلي او د صادراتو مخه يې نیسي چې له امله یې افغان سوداګر او کروندګر اندېښمن کېږي او ورته ډېر زیانونه اوړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG