د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د تورخم دروازه بیا د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د سلګونه باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم دروازه له تېرې شپې راهیسې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د سلګونه باروړونکو لاریو پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازه يوځل بیا تړل کېدو سلګونه افغان سوداګر او د مېوو او سبزیجاتو لېږدونکي اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، دغه لاره د پنجشنبې په شپه له ۱۲ بجو وروسته د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

لارۍ چلوونکي شېراغاز احمدزي ازادي راډیو ته وویل، کومه مېوه چې ده غوښتل له افغانستانه پاکستان ته صادره کړي، د خرابېدو په حال کې ده.

احمدزی وايي: "د ټاد په نوم یو کاغذ دی، ژر کار نه کوي، له پنځو تر شپږ سوه ډالر اخلي، که رشوت ورکړې، کار دې کېږي، خو که پیسې ورنه کړې نه کېږي، د مېوې لارۍ ولاړې دي نه یې افغانستان پوښتنه کوي نه پاکستان، ټول بڼوال تباه دي."

د تازه مېوې يو سوداګر رفيع‌الله ازادۍ راډيو ته وويل، که د تورخم بندر دروازه خلاصه نه شي، نو ميليونونه افغانۍ زيان به ورورسېږي.

د ده په خبره چې موټر چلوونکي (ټاد) سند نه لري خو ویزې او باسپورټونه لري.

هغه وویل: "موږ د زردالو صادرات لرو، دوی زما دوه موټر بند کړي دي، د شپې راهيسې تراوسه بنده ده، کوم موټړ چلوونکي چې اسناد لري د هغو پر مخ هم نه ده خلاصه، پاکستان ویلي وو، هغه موټر چلوونکي چې ویزې او پاسپورټ لري د تېرېدو اجازه لري، خو موټرې ولاړې دي او دروازه تړلې ده، سوداګرملیونونه تاوان کوي."

د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ ټاد يو لنډمهالى سند دى چې د افغانستان او پاکستان د ګډې هوکړې پر بنسټ باروړونکو موټر چلوونکو ته ورکړل شوى او د پاسپورټ او ويزې پر ځاى کارول کېږي د اعتبار موده يې د لومړي ځل لپاره شپږ مياشتې ښودل شوې چې نوي کېدو ته اړتیا لري.

ارشیف: د افغانسان خوا ته تورخم دروازې ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې
ارشیف: د افغانسان خوا ته تورخم دروازې ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې

په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د دغو موټرو د درېدو او د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل د صادراتي او وارداتي وسایطو د موقتي قرارداد (ټاد) پای ته رسېدل بولي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل: "د باروړونکو موټرو چلوونکي له تورو اسنادو پرته د تورخم له لارې تېرېږي."

د هغه هوکړې پر بنسټ چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د پلاوي تر منځ د مارچ له ۲۵مې تر ۲۷مې نېټې پورې شوى، هېڅ موټر چلوونکی نه شي کولای د ټاد سند پرته پر تورخم واوړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل موټر چلوونکو ته وخت ورکړل شوی و چې خپل اسنادو د جولای تر ٣١مې پورې نوي کړي.

نوموړي وویل: "هغه لارۍ او موټړ چلونکي چې د تاډ موقتي سند یې نه وي ترلاسه کړى، د دواړو هېوادونو له‌خوا د تګ راټګ اجازه نه ورکول کېږي او لاره يې پرمخ تړل شوې ده."

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي، هیله لري چې د وروستي ځل لپاره موټر چلوونکو ته اجازه ورکړل شي چې له تاډ سند پرته په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی

هغه وویل: "دا ډېره جدي ستونزه ده، په دې برخه کې حکومت او خصوصي سکتور او ټرانسپورټ دواړه مسوولیت لري چې خپلې دندې پر خپل وخت ترسره کړي، موږ ډېره هڅه وکړه، خو دا ستونزه هواره نه شوه. موږ څو ځلې باروړونکو موتړ چلونکو ته وويل چې تر هغو چې ټاد سند نه لرئ مال مه باروئ، خو د بارولو وخت کې وايي سند لرو، کله چې موتړ تورخم ته رسېږي سند نه وي ورسره، هلته پاتې کېږي. هيله لرو د وروستي ځل لپاره موتړو ته اجازه ورکړل شي."

د مسوولانو په خبره تر اوسه د افغانستان ١۴٠٠ لاريو او د پاکستان ١٠٠٠ لاريو دا سند ترلاسه کړى دى.

تورخم دروازه په داسې حال کې د ټاد سند د نه درلودلو له امله د سوداګرو او بار وړونکو موټړو پر مخ تړل کېږي چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې هم د ګمرکي تعرفو د لوړېدو له امله د پاکستان د حکومت له‌خوا تورخم دروازه د افغان بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه، هغه مهال سوداګرو یې په غبرګون اعتراضونه هم وکړل.

دا لومړی ځل نه دی چې تورخم دروازه د مېوو او سبزیجاتو د لېږدېدونکو لاريو پر مخ تړل شوې، تر دې وړاندې هم د بېلابېلو لاملونو له امله په ځلونو دغه لار د سوداګرو او باروړونکو موټړو پر مخ تړل شوې چې دواړو غاړو سوداګر دوی د اوښتو درنو تاوانونه خبره کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG