د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د تازه مېوو سوداګر: د پاکستان له‌خوا د تعرفو لوړېدو دوام دواړو خواو سوداګرو ته زيانونه اړولي


ارشیف: په کندهار کې د انګورو د پروسس او بسته‌بندۍ یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د انګورو د پروسس او بسته‌بندۍ یو انځور

د پاکستان له‌خوا د ګمرکي تعرفو د لوړولو له امله د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د بندولو څخه کابو دوه اوونۍ تېریږي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په‌دې برخه کې ستونزې نه‌دي حل شوي.

عطاالله په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د سوداګرو له ډلې دی، چې له څو کلونو راهیسې د صادراتو کاروبار پرمخ وړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته د صادراتو په بهیر کې پرله‌پسې ستونزو دوی ډېر اندېښمن او زیانمن کړي دي.

نوموړی وايي: "له هغه وخت راهیسې چې پاکستان د تازه مېوو د صادراتو تعرفې لوړې کړي، سوداګر ډېر زیانمن شول او اوس‌مهال زموږ صادرات ډېر کم شوي دي چې تقریباً صفر ته رسېدلي دا یو ډېر ناوړه اقدام دی چې پاکستان سرته رسولی."

یوازې سوداګر دې ننګونې سره مخ نه‌دي، بلکې يو شمېر کروندګر هم له دې مسئلې اندېښمن دي او وايي سوداګر يې مېوې او سبزيجات په مناسبه بيه نه پېري.

د غزني ولایت یوه کروندګر حیات‌الله ازادي راډیو ته وویل: "دې مسئلې دومره منفي اغېز کړی، چې موږ هیڅ هیله نه‌لرو خپلې مېوې بازار ته راوړو، که یې مارکېټ ته راوړو سوداګر يې زموږ نه، نه اخلي، د ساتلو ځای او سړې خونې هم نه‌شته او دې ته اړ شوي یو چې په ډېره ټيټه بيه يې خرڅ کړو ان په یوه روپۍ."

ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې
ارشیف: په ننګرهار کې تورخم ته نږدې د افغان سوداګرو په بېلابېلو توکو بار موټرې

دې موضوع پاکستاني سوداګر هم اندېښمن کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو په ګډه خونه کې، د پاکستاني سوداګرو مسوول ضیاالحق سرحدي وايي، د پاکستان له‌خوا د ګمرکي تعرفو لوړېدل د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان رسوي.

نوموړی وايي: "موږ خپل حکومت ته وویل چې په‌دې برخې پام وکړي، ځکه د دواړو خواوو سوداګرو په کروړونو روپۍ تاوان کړی، هغوی ته مو وویل، دا چې تاسو تعرفې لوړې کړي په يقيني ډول افغانستان هم زموږ په مالونو تعرفې لوړوي. موږ خپلې هڅې کوو."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، پاکستان ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې ستونزې لا هم پر ځای دي.

ښاغلي الکوزي ازادي راډيو ته وويل: "کوم تازه خبر نه‌شته، د صادراتو بهیر ډېر ورو دی، پخوا موږ ٣٠٠ تر ٤٠٠ کانتینر صادرات درلودل، اوس دا شمېر ٣٠ تر ٤٠ کانتینرو ته راټیټ شوی، بهیر لکه پخوا روان دی او ستونزه نه‌ده حل شوې."

ارشيف
ارشيف

ښاغلي الکوزي د جولای میاشتې په ۱۷مه ازادي راډيو ته ویلي و، د پاکستان له‌خوا د تعرفو د لوړېدو له امله سوداګر دې ته اړ شوي چې یاد هېواد ته د مېوو او سبزیجاتو صادرات بند کړي.

هغه زیاته کړې وه، په ځینو مواردو کې د پاکستان ګمرکي تعرفې پنځلس برابره لوړې شوې دي.

هڅه مو وکړه چې د دې ستونزې په اړه د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام اخندزاده نظر هم واخلو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د فصل په را رسېدو سره ګمرکي تعرفې لوړوي، بلکې په تېرو کلونو کې یې هم په بېلابېلو پلمو دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو په برخه کې ستونزې جوړې کړي وې، چې سوداګرو ته یې ډېر مالي زيانونه واړول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG