د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

افغانستان کې يو شمېر بڼوال: حاصلات مو ډېر؛ خو د پلور لپاره بازار او د ساتنې لپاره يې سړې خونې نه‌لرو


د بڼوالو اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې له څو ورځو راهیسې پاکستان ته د مېوو او سبزیجاتو صادرات بند شوي دي.
د بڼوالو اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې له څو ورځو راهیسې پاکستان ته د مېوو او سبزیجاتو صادرات بند شوي دي.

په افغانستان کې یو شمېر بڼوال وايي، حاصلات یې ډېر شوي، خو د خرڅلاو لپاره یې بازار نه‌شته.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال د دوی د باغونو حاصلات ډېر ښه دي، خو د پلور او ذخیره کولو لپاره یې بازار او معیاري سړې خونې نه‌شته.

دوی د جوسو فابریکو له خاوندانو غوښتنه کوي چې د محصولاتو په پېرودلو کې ورسره مرسته وکړي.

د هرات ولایت یو بڼوال خیرالله نیازي ازادي راډيو ته وویل، که ستونزو ته یې پام ونه‌شي، نو ټولې مېوې به یې له‌منځه ولاړې شي او لوی تاوان به ور واوړي.

هغه وايي: "د هرات د مېوو بازار ډېر خراب دى، ځکه چې مېوې په يوه وخت ترلاسه کېږي، ښه بازار نه‌لرو او د مېوو د زېرمه کولو لپاره سړې خونې نه‌لرو، موږ د فابريکو له خاوندانو څخه غوښتنه کوو، چې له کروندګرو سره مرسته وکړي."

د ننګرهار ولايت يو بڼوال سيد اکبر هم د ورته ستونزې یادونه کوي او په هېواد کې دننه او بهر له ټولو پانګه‌والو غواړي چې له دوی سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

سيد اکبر ازادي راډيو ته وويل: "موږ هیله لرو چې دوی زموږ له تازه مېوو په استفادې جوس تولید کړي، په‌دې کار به له یوې خوا کروندګر او بڼوال تقویه شي او له بل پلوه به بازار ته طبعي جوس وړاندې شي هغه څه چې خلک یې هم غواړي."

په کندهار کې د شفتالیو بڼ
په کندهار کې د شفتالیو بڼ

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د خونې اجرایوي رییس محمد وسیم صافی هم په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصلاتو زیاتوالی تايیدوي او د بڼوالو غوښتنې پرځای بولي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په عمومي توګه سږ کال د تازه مېوو حاصلات ډېر ښه و. په ځانګړي ډول د الوبالو، زردالو، خټکو او هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالي راغلی، موږ د جوسونو د تولید له کارخانو څخه غواړو چې د کورنیو مېوو څخه کار واخلي، ځکه چې د دې مېوو په استفادې به له یوه پلوه د کروندګرو ملاتړ وشي او له بل پلوه به مصرف کوونکو ته زیان نه رسیږي."

هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د جوسو د فابریکو له ځینو خاوندانو سره هم خبرې وکړو خو بریالی نه‌شولو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړى خان جان الکوزی بیا وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې د جوسو ډېرې فابريکې فعاليت کوي.

الکوزي ازادي راډيو ته وويل: "په افغانستان کې د جوس د پروسس کافي فابریکې شته، نږدې شل وړې او لویې فابریکې دي چې جوس تولیدوي، په افغانستان کې د مېوو تولید ډېر دی، نورو فابریکو ته هم اړتیا ده، خلک باید پرې پانګونه وکړي."

د ښاغلي الکوزي په خبره د انارو او مڼو په ګډون ځینې نور جوسونه چې په افغانستان کې جوړیږي بهر ته هم صادریږي او په‌دې برخه کې سلګونه ميليونه ډالره پانګونه شوې ده.

د بڼوالو اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې له څو ورځو راهیسې پاکستان ته د مېوو او سبزیجاتو صادرات بند شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د پړې ګوته پاکستان ته نیسي چې پر تازه مېوو او سبزیجاتو یې ګمرکي تعرفې لوړې کړي دي.

د معیاري سړو خونو نشتوالی، له کورنیو تولیداتو نه ملاتړ او د مناسبو بازارونو نه موجودیت هغه ستونزې دي چې تل د فابریکو خاوندانو او بزګرانو له ازادي راډیو سره شریکې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG