د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ موټر چلوونکي: تازه مېوه او سبزي خرابه شوې او میلیونونه افغانۍ تاوان رارسېدلی


په تورخم کې د افغان سوداګرو موټرې چې پاکستان ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي او ترې د تاد اسناد غواړي.
په تورخم کې د افغان سوداګرو موټرې چې پاکستان ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي او ترې د تاد اسناد غواړي.

تورخم لار د څلورمې ورځې لپاره هم د سلګونو هغو باروړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې، چې چلوونکي یې د سفر موقت اسناد یا تاد نه لري.

د هغو لاریو پر مخ چې موټر چلوونکي یې د سفر موقتي سند نه لري، د تورخم د دروازې بندېدو جدي ستونزې پیدا کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د هغو لاریو چلوونکي چې له دې لارې تګ راتګ کوي باید د "موقتي ننوتلو سند" ولري او دوی ته د دې سند د ترلاسه کولو لپاره د جولای تر ۳۱مه مهلت ورکړل شوی و.

د تورخم یوه څنډه کې افغان موټر چلوونکی پاکستان ته د اوښتو په تمه دی.
د تورخم یوه څنډه کې افغان موټر چلوونکی پاکستان ته د اوښتو په تمه دی.

د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال فرهاد شینواری وايي، پاکستان د ۲۰۲۴م کال له اپرېله د موقتي ننوتلو پر سند افغان موټر چلوونکو ته د تګ راتګ د اجازې اعلان کړی و.

هغه زیاتوي: "دا پرېکړه وځنډول شوه او دوی ته ویل شوي وو چې په راتلونکو څو میاشتو کې د موقتي ننوتلو سند چې په کې د موټر چلوونکي او د هغه د موټر جزییات په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ او په کابل کې د پاکستان سفارت سره ثبتېږي ترلاسه کړي، جون میاشت هم تېره شوه او وروستۍ نېټه چې پاکستان د افغان موټر چلوونکو لپاره د دې سند د ترلاسه کولو په خاطر ټاکلې وه د جولای ۳۱مه وه."

د راپورونو له مخې د سفر موقتي سند لرونکي افغان او پاکستاني موټرچلوونکي له ویزې او پاسپورټ پرته تېرېږي، خو هغوی چې دا سند نه لري ګاډي یې له باره ډک ولاړ دي.

یو شمېر افغان موټر چلوونکي وايي چې په پاکستان کې د افغان سفارت او قونسلګرۍ له‌خوا د موقتي ننوتلو سند وېش په چټکۍ سره ترسره کېږي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت له‌خوا د دې وېش بهیر ډېر وخت نیسي.

وسیم وايي: شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې ما اسناد ټول سفارت ته ورکړي، خو تر اوسه اجرا شوي نه دي.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد یوه اوسېدونکي وسیم ازادي راډیو ته وویل: "ستونزه دا ده چې په پاکستان کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو له‌خوا د موقتي داخلې سند یا تاد په چټکۍ سره عملي کېږي، خو په کابل کې د پاکستان په سفارت کې په چټکۍ سره نه عملي کېږي. شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې ما اسناد ټول سفارت ته ورکړي، خو تر اوسه اجرا شوي نه دي. زما غوښتنه دا ده چې زموږ ستونزې هوارې کړي."

په تورخم کې افغان لوري ته د تازه مېوې او سبزیجاتو د ډکو لاریو په درېدو سره د افغانانو مېوې او سبزیجات وراسته یا خرابه کړي، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دوی د امنیت د تامین او د تورخم دروازې او نورو ټولو لارو څخه د دوی په خبره د وسله‌والو اورپکو د وراوښتو د مخنيوي لپاره د موقتي سفر د سند لرل اجباري کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG