د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د سيمې خلک: ځاځي ميدان کې د طالبانو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نن هم نښتې دوام درلود


د طالبانو ځواکونه د ډیورند کرښې اړوند "بوکلین پرمټ" سیمه کې د یو امنیتي پوستې د ودې پر چارو بوخت وو، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې دي.
د طالبانو ځواکونه د ډیورند کرښې اړوند "بوکلین پرمټ" سیمه کې د یو امنیتي پوستې د ودې پر چارو بوخت وو، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

د خوست ولایت په ځاځي میدان کې ولسوالۍ کې ځینې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دغلته د طالب ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ وسله‌والې نښتې نن هم دوام درلود.

په‌داسې حال کې چې په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي، چې د دوی او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې نښته د دوشنبې په ورځ ناوخته پای ته رسېدلې، خو د ځاځي میدان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې نښتې نن سه‌شنبه هم دوام درلود.

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ یو اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "سهار تر ناوخته د دواړو لورو ترمنځ ډزې روانې وې، اوس حالت ښه دی جګړه درېدلې، خو بیا هم د سیمې اوسېدونکي له جګړې وېرېږي او په پالوڅ او سي ټي ون سیمو او کلیو کې ټول کورونه تخلیه شوي دي."

د ځاځي میدان ولسوالۍ بل اوسېدونکی طاهر محمد وایي، د دغو نښتو له امله ډېری کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي او یوشمېر نور بیا په‌دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "ټول بې‌ځایه او بې سرپناه شول، د څښاک او خوراک څه نه‌لري، دا شپږ اووه ورځې کېږي چې دوی خپلې سیمې او د ځاځي میدان مرکز پرېښی دی، د دوی تر منځ سپين ږیري او سپین سرې، ښځې او ناروغان هم شته، چې سرپناه نه‌لري."

د سيمې اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل، ډېری خلک د نښتې له ويرې له خپلو سيمو کډه شوي دي.
د سيمې اوسېدونکو ازادي راډيو ته وويل، ډېری خلک د نښتې له ويرې له خپلو سيمو کډه شوي دي.

له سیمې ازادي راډیو ته رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د یوشمېر خلکو کورونه په درنو وسلو ویشتل شوي او زیان ورته رسېدلی دي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو وویل چې دا نښته په وقفه‌یي ډول روانه ده.

"خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند له پاکستان هېواد سره په فرضي کرښه کې في‌الحال حالات نورمال دي،
د والي وياند مستغفر ګربز

خو په خوست کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ييز چارواکي ادعا کوي، چې دا نښتې د دوشنبې ورځې ناوخته درول شوي او اوس د جګړې په سیمه کې طالب ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګُربز د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند له پاکستان هېواد سره په فرضي کرښه کې في‌الحال حالات نورمال دي، هيڅ داسې کومه ستونزه نه‌شته، جګړه بېګاه مازدیګر او ماښام مهال پای ته رسېدلې، خو بیا هم زموږ امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي."

په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند او سیمه‌ييزو خلکو د مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات ور نه‌کړل.

خو د دوشنبې په ورځ په خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو یو سرتېري ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو، په‌دې نښتو کې یو طالب وژل شوی او ۱۳ نور پاکستاني ځواکونه د هاوان مرمۍ هدف ګرځول شوي دي.

د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان پر پوله د یو قومي مشر په حواله راپور ورکړی، چې په‌دې نښتو کې یو پاکستانی عسکر هم وژل شوی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د پولې پر سر د طالبانو د حکومت له‌خوا د یوې پوستې د جوړلو له امله د پاکستاني پوله‌ساتو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې دي.

د یادونې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې هم د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ په تورخم کې هم نښته رامنځته شوې وه.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو ځواکونه د ډیورند کرښې اړوند "بوکلین پرمټ" سیمه کې د یو امنیتي پوستې د ودې پر چارو بوخت وو، چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG