د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د خوست د ځاځي میدان ځینې اوسېدونکي: د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده


ارشیف: په کورمه کې یو پاکستانی سرتېری
ارشیف: په کورمه کې یو پاکستانی سرتېری

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د طالب او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ پیل شوې د پرون ماښام نښته پای ته رسېدلې ده، خو د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې لا هم په سیمه کې ډزې اورېدل کېږي.

د دې وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د طلوع نیوز په نوم خصوصي رسنۍ د چهارشنبې ماښام د سپټمبر څلورمه د دې نښتې د لامل په اړه ویلي، د دوی ځواکونو په سیمه کې یوه پوسته جوړوله چې پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې او دوی هم ځوابي حمله وکړه.

خو نوموړي په دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې هم یوې ولسي سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې طالب ځواکونو د ځاځي میدان ولسوالۍ د پالوڅو او پټک نوم د دوه پوستو د جوړېدو هڅه کوله چې پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کړی او له امله یې نښته رامنځته شوې ده.

پاکستاني لوري د دغه نښتې په اړه په رسمي ډول تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د خوست یو اوسېدونکی وايي: دا دوه درې ورځې کېږي چې طالبانو پوستې جوړولې، بیا یې له امله جګړه شوه د شپې جګړه ډېره تېزه وه چې له امله یې ټانکونه هم ویجاړ شوي دي، اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ یو اوسېدونکې چې نه غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "جنګ اوس هم شروع دی، دا دوه درې ورځې کېږي چې طالبانو پوستې جوړولې، بیا یې له امله جګړه شوه د شپې جګړه ډېره تېزه وه چې له امله یې ټانکونه هم ویجاړ شوي دي، اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي."

د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د کرمې د شرکو سیمې یوه اوسېدونکې محمد نور ازادي راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دوی د جګړې له امله له خپلې مېنې د شیوې په نوم امن سیمې ته تللي دي.

نوموړي ادعا وکړه چې په دې نښته کې یو شمېر ملکیانو او پوځیانو ته زیان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "پرون د جګړې له امله چې د شرکو نه کوم خلک د شیوې په طرف تښتېدلي دي بېرته لا خپلې سیمېو ته نه دي تللي، زموږ درې کلیوال زخمیان دي. ویل کېږي چې شپږ پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي او دغه راز د اوه طالبانو د ټپي کېدو او درېیو نورو د وژل کېدو په هم ویل کېږي."

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله‌واله نښته رامنځته کېږي، بلکې له دې وړاندې د تورخم په ګډون د ننګرهار، کونړ، خوست او پکتیکا په ګډون په ځینو سیمو کې په ځلورنو د دواړو لوریو ترمنځ جګړې شوي چې له امله یې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

ارشیف: په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د نښتې یو انځور
ارشیف: په تورخم کې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د نښتې یو انځور

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د تېر اګست میاشتې په ۱۲مه تورخم ته څېرمه د غوړکي په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په سر سخته نښته رامنځته شوه چې له امله یې نږدې اوه سوه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوې او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله درې ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

خو پاکستاني لوري ته د اوښتي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وو ویل شوي.

XS
SM
MD
LG