د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د سيمې خلک: کونړ او ننګرهار کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي


ارشیف: پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه
ارشیف: پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه

د کونړ او ننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې په وقفه‌يي ډول د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د کونړ د خاص کونړ ځینو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې، له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ولسوالۍ په شالي دره کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې رواني دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې صبغت‌الله سمسور د پنج‌شنبې په ورځ غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل: "جنګ شته، اوس هم، یوه یوه مرمۍ رالویږي، ځاني تلفات نه‌شته، خو د خلکو کورونه نړېدلي دي، دلته په زیات شمېر خلک راښکته شوي دي د ښځو او ماشومانو په ګډون."

نوموړی وايي، د پاکستاني ځواکونو د توپونو مرمۍ د زیات شمېر ولسي وګړو په کورونو لګېدلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي، خو دی وايي تر اوسه ولسي مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

دی دا هم وايي چې، په شالي دره کې د دغه نښتې له امله له تېرو درې ورځو راهیسې په ځنګله کې اور هم لګېدلی چې د پراخېدو په حال کې دی.

تر اوسه د دغه نښتې د رامنځته کېدو لامل نه‌دی معلوم.

د کونړ سیمه‌ییزو چارواکو هم په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په همدې حال کې د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ نه راپورونه وايي چې، د دې ولسوالۍ په انارګۍ او ګوسړۍ سیمو کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته په وقفه‌يي ډول لا هم روانه ده.

پر ډیورنډ کرښه یو پاکستانی سرتېری د پېرې پر مهال
پر ډیورنډ کرښه یو پاکستانی سرتېری د پېرې پر مهال

د سیمې یو اوسېدونکی بلال خان ازادي راډيو ته وویل: "د جګړې له سیمې لا هم خلک راروان دي ابادو ته، جګړه لا هم روانه ده، دواړو لوریو ته د تلفاتو د اوښتو ادعاګانې کېږي، تېره ورځ یې هم د جګړې له سیمې دوه شهیدان راوړل، نو د خلکو بې‌ځایه کېدل روان دي او جګړه شته."

"د جګړې له سیمې لا هم خلک راروان دي ابادو ته، جګړه لا هم روانه ده، دواړو لوریو ته د تلفاتو د اوښتو ادعاګانې کېږي
د سيمې اوسېدونکی بلال خان

خو د دې ولسوالۍ یو قومي مشر چې نه‌‌غواړي نوم یې په‌دې راپور کې خپور شي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته ویلي، له تېرو نهه ورځو راهیسې پیل شوې دا نښته چې په وقفه‌يي ډول روانه وه د چهارشنبې په ماښام کراره شوې خو د بیا پیل ویره یې شته.

سرچینې دا هم وویل، د جګړې له امله د انارګي، اله ېیل، لکړۍ، شیدکۍ، وچتل، سلالا، توکاڼي، کرونده او ګټو کلیو اوسېدونکي نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله دا نښتې په سیمه کې د طالبانو له لوري د سړک د جوړېدو او دغه شان د افغانستان اړخ ته د پاکستان د غورځېدلي ټانګ په سر رامنځته شوې ده.

یوې بلې ولسي سرچیني ازادي راډيو ته وویل، په نښته کې له درنو او سپکو وسلو نه استفاده شوې ده، چې له امله د ولسي وګړو لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.

دغې سرچیني ادعا وکړه چې په‌دې نښته کې ۳ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، خو پاکستاني اړخ ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه لرل.

ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي عادل په‌دې اړه د ازادي راډیو پوشتنې ځواب نه‌کړې.

په کونړ او ننګرهار کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ د دغه نښتو له امله د طالبانو حکومت او د پاکستان حکومت په رسمي ډول هم تر اوسه هیڅ نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کې د ډریورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وسله‌والې نښتې زیاتې شوي دي.

له‌دې وړاندې په خوست، پکتیا او تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې ولسي مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې له سیاسي اړخه هم د کابل او اسلام‌اباد اړیکې چندان ښې نه‌دي.

دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې د دوی وسله‌والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی.

اسلام‌اباد، کابل د ټي‌ټي‌پي یا پاکستاني طالبانو د تحریک په ملاتړ تورنوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ویلي چې، د داعش خراسان څانګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې مرکزونه لري.

خو دواړو لوریو په یو بل پورې شوي تورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG