د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

پاکستان په لارو کې بېلابېلې ستونزې؛ افغان سوداګرو په افغانستان کې دننه خپلې مېوې او سبزیجات لیلام کړي


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پاکستان ته په بېلابېلو لارو ستونزو یو شمېر افغان سوداګر اړ کړي چې خپل سبزیجات او مېوې په افغانستان دننه په تاوان لیلام کړي.

د تازه مېوې او ترکارۍ افغان سوداګر عبدالوهاب وايي، د رومیانو موتړ یې له پنځو ورځو راهیسې غلام بندر کې درېدلی و چې له امله ډېری دا رومیان خرابه شوي او بېرته یې په کور دننه په تاوان پلورلي دي.

هغه وویل: "څه مې کابل کې خالي کړل، رب والا ته مې ورکړل، هغه هم په دېرش روپو رانه راوخیسته. دلته مې جلال‌آباد کې دوه موتړه راوسته، په ۸۰، ۱۰۰، ۱۱۰ روپو باندې مې خرڅ کړل، دېرش، پنځه دېرش میلیونه افغانۍ په تاوان کې یم، له اندېښنې نه راته خوب نه راځي."

یو بل سوداګر خان زیب ازادي راډيو ته وویل: "څلور یا پنځه ورځو کې که پاکستان ته ولاړ شي ښه که بیا زیاتې ورځې تېرې شي بیا یې بېرته راوګرځو، بیا یې جلال‌اباد مارکېټ، کابل او یا لوګر کې یې خرڅوو، که د غلام خان له لارې وي بیا یې لوګر یا ګردېز کې یې خرڅ کړو، که د تورخم له لارې وي بیا موتړ یا کابل ته راوړو یا جلال‌آباد ته."

د خوست ولايت غلام خان بندر
د خوست ولايت غلام خان بندر

د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پاکستان ته په بېلابېلو لارو ستونزې هغه څه دي چې افغان سوداګر له مودو راهیسې ورسره مخ دي، خو په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي.

دا ستونزې په بېلابېلو وختونو کې مختلف لاملونه لري.

د خیبر پښتونخوا د بیګیاړي په سیمه کې د پېښور-تورخم لاره شاوخوا يوه نیمه مياشت وړاندې د ولسي احتجاج کوونکو له لوري تړل شوې ده.

که څه هم په اسلام‌آباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته د دغې لارې د خلاصېدو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

مخکې بار وړونکو موټرچلوونکو سره د (تاډ) په نوم د تګ راتګ د موقتي سند نه‌شتون ستونزه بلل شوې وه، کله هم د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې بهانه شي او کله بیا نورې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې، خو په ټوله کې تاوان افغان سوداګر او کروندګر پرې کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د دې ستونزو په تاییدولو سره وايي چې په دې برخه کې یې په وار وار د طالبانو حکومت له مسوولانو سره یوځای، پاکستاني لوري سره خبرې کړي، خو په خبره یې تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه درلوده.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "سربېره پر دې چې زموږ صادراتو ته ډېر زیان ورسېد، زموږ واردات هم له ستونزو سره مخ شول، په ځانګړي توګه هغه ټرانزیټ چې د کراچۍ له لارې زموږ خوراکي مواد راغلي او اوس په زرګونه موتړ په پېښور کې ولاړ دي، زموږ مېوې خرابې شوې، پرون بېرته راستانه شول، پرون په جلال‌آباد کې یو شمېر خلکو خپل مېوې او سبزي لیلام کړل."

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

په پاکستان کې د پاکستان او افغانستان د ګډې خونې د مشر لوړپوړي مرستیال ضیا سرحدي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان په پولو کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد له امله د دې دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه ډېره ټيټه شوې ده.

سرحدي وايي: په دې سوداګرۍ کې د دواړو لورو حکومتونه دوهم ځلې غور نه کوي او ما ته نه ښکاري چې دا کاروبار به ښه شي، بلکې په دې کې به لا زیات زیان ورسېږي.

سرحدي وویل: "دې سره دواړو هېوادونو ته په میلیونونه ډالرو زیان اوښتی، اوس موږ بار بار دا خبره کوو چې په کاروبار کې سیاسي ستونزې ډېر زیان رسوي، په دې سوداګرۍ کې د دواړو لورو حکومتونه دوهم ځلې غور نه کوي او ما ته نه ښکاري چې دا کاروبار به ښه شي، بلکې په دې کې به لا زیات زیان ورسېږي."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مخکې ویلي، سږ کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګرۍ کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د صادراتو او وارداتو تر منځ یې مناسب انډول او تعادل نه دی موجود.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له نورو هېوادونو سره هر کال د افغانستان سوداګرۍ شاوخوا لس میلیارده ډالره ته رسېږي چې شاوخوا دوه میلیارده ډالره یې يوازې صادرات دي، له دې شمېر د شاوخوا یو میلیارد ډالر په ارزښت یوازې پاکستان ته دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG