د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو دوام؛ د خوست زیانمن اوسېدونکي یې د درېدو غوښتنه کوي


ارشیف: پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه
ارشیف: پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونه

که څه هم د خوست په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې جګړه په وقفي ډول د شنبې تر شپې روانه وه، خو د سیمې اوسېدونکې وايي، دې جګړې سخت زیانمن کړي او اړ شوي چې له خپلو مېنو ووځي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د جګړې له کبله کرښې ته څېرمه خلک اړ شوي څو له خپلو کورونو ووځي.

حیدر وايي: موږ ډېر په تکلیف یوو، له خپلو مېنو راغلي یوو، ځینو خېمې وهلي دي او ځینې خپلو خپلوانو کره تللي دي، زموږ غوښتنه دا ده چې جګړه ودرول شي.

د ګربزو اوسېدونکی حیدر وايي: "ډېرې مرمۍ راغلي دي، یوه مرمۍ د جومات پر دېوال لګېدلې، خو چاودېدلی نه ده، زموږ ماشومان ډېر په تکلیف دي او کرښې ته څېرمه له ډېرو کورونو ښځینه ویستل شوي دي، موږ ډېر په تکلیف یوو، له خپلو مېنو راغلي یوو، ځینو خېمې وهلي دي او ځینې خپلو خپلوانو کره تللي دي، زموږ غوښتنه دا ده چې جګړه ودرول شي."

د ګربزو بل اوسېدونکی صدیق‌الله وايي، جګړې عام خلکو ته ډېر زیان رسولی دی.

د هغه په خبره: "هغه شپه باندې دلته ماشومان او لویان د ډار او وېرې له وجې څوک په موټرو، څوک همداسې پیاده د خوست مرکز ته روان شول، مشکلات ډېر زیات وو، ځکه خلکو سره ماشومان وو، موټر نه و او بل دا چې شپه وه."

صدیق‌الله وايي، په دغه جګړه کې د عام خلکو کورونو او مالونو ته هم زیان رسېدلی دی.

خو دا یوازې عام خلک نه دي چې دې جګړې زیانمن کړي دي.

په غلام خان بندر کې افغان سوداګر ظاهر شاه منګل خپله د ممیزو یا کشمشو ډکه لارۍ په غلام خان بندر کې له څو ورځو راهیسې د کرښې هغې غاړې ته د اوښتو په تمه درولې ده.

منګل وايي: "دا کشمش دي، که په څلور یا پنځو ورځو کې وا‌نه‌وړي نو ټول ټېلر خراب شو او یو ټېلر ۴۰ یا ۳۰ لکه افغان قیمت لري. زموږ د امارت له چارواکو دا غوښتنه ده چې دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي نه د جګړې له لارې."

نجیب‌الله شینواری یو بل افغان سوداګر دی چې مالونه يې په غلام خان بندر کې بند پاتې دي.

هغه وايي: "لارۍ مو راوستلې، دلته مو مال راوړی دی، موږ تورخم ته هم تللي وو، هلته د پاکستان خوا ته ستونزې دي، دلته راغلو، اوس دلته هم په دې لار کې جنګ شو، موږ دلته ځکه راغلو چې هلته جنګونه وو، اوس دلته هم جنګ ونښته، درې ورځې وشوې چې دلته ولاړ یوو، چېرته چې سبزیانې دي، خرابې شوې، د پیازو لارۍ دي، د رومیانو لارۍ دي، انګور دي، بادرنګ دي، ټول خراب شوي، څوک بېرته لاړه او څوک لا هم ولاړ دي."

بل پلو د تېرې شنبې په ورځ د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالقیوم روحاني د نښتې سیمې ته تللی او هلته يې طالب دفاعي ځواکونو ته يې اړینې سپارښتنې کړي دي.

د خوست ولايت په غلام خان بندر کې په سوداګریزو توکو بار ولاړ موټرې
د خوست ولايت په غلام خان بندر کې په سوداګریزو توکو بار ولاړ موټرې

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د تېرې پنجشنبې په شپه نښته پیل شوه چې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د سیمې د اوسېدونکو په خبره، په دې جګړه کې له درنو وسله کار اخیستل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي، تر دې وړاندې د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د خوست په ځاځي میدان کې د دواړو لوریو ترمنځ جګړې شوې وې.

ملګرو ملتونو ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۱۳ ځله نښتې شوې دي.

دغه خبره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د سپټمبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG