د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

کونړ کې پاکستاني او افغاني طالبانو جګړه کړې


د کونړ امنیتي مسولین وایي، د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ کې د امارت او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ تېره شپه نښته شوې چې په کې دواړو خواو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

شونکړۍ د ډیورنډ پر کرښه پرته سیمه ده چې له کرښې بلې غاړې ته د مومند ایجنسې موقعیت لري.

د کونړ امني قومندان مل پاسوال عبالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل تېره شپه د ډیورنډ کرښې سره نژدې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په غرنۍ سیمه کې د امارت اسلامي او د پاکستاني طالبانو د وسله والو ترمنځ جګړه شوې او په کې له لسو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سیدخېل زیاته کړه:

"نن شپه نهه بجې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په ساحه کې، د امارتیانو او د پاکستانیو وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې په کې اووه تنه امارتیان او د تحریک طالبان پاکستان وسله وال وژل شوي، پنځه امارتیان او درې تحریکان ټپیان دي."

قومندان وايي، کوم ځای کې چې جګړه شوې هلته امنیتي ځواکونه وجود نه لري او سیمه د وسله والو ډلو په لاس کې ده، تل په کې د افغان دولت مخالف ګروپونه یو بل څخه د زیاتو ساحو د نیول په هڅو بوخت وي او کله دغه هڅې په نښتو هم بدلیږي.

هغه وایي، د پاکستانیو ځواکونو د توپچي بریدونو او د وسله والو ډلو د خپلمنځي نښتو له ویرې له سیمې ولسي خلک پخوا راوتلي.

تر اوسه یوې وسله والې ډلې هم د شونکړۍ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG