د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي


ویل کیږي، چې افغانستان ولسمشر له طالبانو سره د سولې لپاره له زړو دوستانو او نویو متحدانو څخه کار اخلي
ویل کیږي، چې افغانستان ولسمشر له طالبانو سره د سولې لپاره له زړو دوستانو او نویو متحدانو څخه کار اخلي

افغان ولسمشر له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ډېره هڅه کوي. له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتل خبر چې کال اوړي کې به پیل شي دا هڅې نورې هم چټکې کړي. پاکستان هم دا غواړي، چې د مخالفو وسله والو لوی مشران لکه جلال الدین حقاني له حکومت سره یو ځاي شي خو ځینی سیاسي کتونکې وايي، چې القاعده ډله به د دې ډول معاملو مخه ونیسي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د دې لپاره، چې سخت دریځي طالبان د سولې خبرو اترو ته کینوي له زړو دوستانو او نویو متحدانو څخه کار اخلي.

سره له دې چې ممکنه ده له القاعده سره د طالبانو اړیکې به دوی له هرې معاملې لرې کړي خو ولسمشر کرزی هڅه کوي، چې طالبان له جګړو لاس واخلي او د سولې خبرو ته راوګرځي خو ښايي القاعده ډله د دې اهدافو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.


اسوشیېټډ پرېس اژانس د پاکستانیو او افغان سیاسي کتونکو په حواله لیکي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت او حقاني ډلې تر منځ چې د سخت دریځې مشر جلا ل الدین حقاني له خوا رهبري کیږي، د سولې منځګړیتوب وکړي.

حقاني له پخواني شوروي سره د جګړې په مهال یو نامتو قوماندان و، چې د امریکا د پخوانی جمهور ریس رونالډ ریګن له ادارې سره یې نیژدې اړیکې درلودې. اوس حقاني او د هغه زوی سراج الدین حقاني د سل ګونو او ښایي زرګونو هغه وسله والو قومانده په غاړه لري، چې په کابل او د افغانستان په ختیځو سیمو کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوول بلل کیږي.

د هغوی مرکز په جنوبي وزیرستان کې دی، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه ده. د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، ولسمشر کرزي کوښښ کوي، چې له جلال الدین حقاني او د هغه له زوی سره د خبرو اترو لپاره له پخوانیو دوستانو څخه کار واخلي، څو په دې توګه هغوی د بیا پخلاینې په پروسه کې برخه واخلي.

د خالد پښتون په وینا پاکستان هم هڅه کوي، چې حقاني په حکومت کې برخه واخلی. خو حقاني لاهم له له القاعده سره کلکې اړیکې لري.

د حقاني اړیکې د القاعده شبکې له مشر اسامه بن لادن سره په نولس سوه اتیایمې لسیزې کې هغه مهال چې د پخواني شوروي پرضد جګړه روانه وه، پیل شوې. حقاني اسامه ته اجازه ورکړې وه، چې په خوست کې ځانته مرکز جوړ کړي.

د وخت د طالبانو په حواله حقاني په دوه زره لومړي میلادي کال کې، چې کله د طالبانو رژیم نسکور شو د القاعده شبکې د غړو په ګډون د بهرنیو وسله والو د خوندي تښتېدو لاره هم برابره کړې وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څه وخت مخکې اعلان وکړ، چې د دوه زره یوولسم میلادي کال په جولای کې یعنې یو کال وروسته به له افغانانه د امریکایي ځواکونو وتل پیل شي.

ولسمشر اوبا وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو لپاره راتلونکی کال د نېټې ټاکل په دې معنی نه ده، چې متحد ایالات به له افغانستان سره خپلې ژمنې ترسره نه کړي بلکې متحد ایالات به په دې هیواد کې خپلې اوږد مهاله ژمني تر سره کوي.

د اوباما دې فیصلي ګاونډی پاکستان دې ته اړ کړ، چې د افغانستان په اړه پرخپلې پالیسۍ له سره غور وکړي . د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ای. اېس. ای په دې باور ده، چې د حقاني ډله په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د ساتلو لپاره ډېره مهمه ده.

له دې پرمختیاوو وروسته ولسمشر کرزي له پاکستان سره اړیکې تودې نیږدې کړي څو په دې توګه له مخالفو وسله والو سره خبرې وکړای شي.

تیره میاشت ولسمشر کرزي د سولې په مشورتي جرګې کې وویل، چې د مخالفو وسله والو له هر یو مشر سره به خبرې وکړي. هغه په دې غونډې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لست څخه د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو د لري کولو په برخه کې د هڅو ژمنه هم وکړه.

متقاعد پاکستانی جنرال طلعت مسعود وايي، د پاکستاني پوځ په دې نظر دی، چې د حقاني په شمول افغان حکومت ته د مخالفو وسلو سپارل به د پاکستان د ثبات لپاره ښه وي ځکه امریکا او ایتلاف له دې مخکې یو ځل دا هېواد یواځې پرېښود.

خو په متحد ایالاتو کې د سولې او جنګ د انسټیټیوټ څارونکي د حقاني په اړه داسي فکر کوي، چې هغه نه پخلا کیدونکی دی. د دې انسټیټیوټ په وینا له حقاني سره خبرې به القاعده نوره هم پیاوړي کړي، د سیمې ثبات به له پوښتنې سره مخامخ کړي او د متحدو ایالاتو امنیت ته به ګواښ پېښ کړي.
XS
SM
MD
LG