د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

"افغان سرحدي ځواکونه باید په بشپړه توګه تجهیز او سمبال شي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد د امنیت شورا د هغه وړاندېز لپاره کار کوي، چې د سرحدي ځواکونو د غښتلتیا لپاره یې کړی وو.

د امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې ویلي، چې افغان سرحدي ځواکونه، قوي روحیه لري، خو باید په بشپړه توګه تجهیز او سمبال شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې تر جنجال وروسته وسله والو طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان له سرحدونو په هر حالت کې دفاع کوي.

خو د سیاسي چارو پوهان وايي، طالبانو په دې اړه خپل غبرګون ناوخته ښکاره کړ.

وروسته له هغه چې د امنیت شورا د افغان سرحدي ځواکونو د غښتلتیا او سمبالتیا غوښتنه وکړه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې اړه به ګړندي ګامونه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې سرحدي ځواکونونه د نورو امنیتي سرتیرو په پرتله اوس مهال په ښه حالت کې دي، خو د دوی د لا غښتلتیا لپاره به لا ډير کار وشي.

ښاغلي صدیقي ونه ویل، چې افغان سرحدي ځواکونه په ځانګړي ډول کومو وسلو او تجهیزاتو ته اړتیا لري، خو دی وايي له نوي ټیکنالوژۍ سره برابر وسایل او امکانات به افغان سرحدي ځواکونو ته برابر کړل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په تیرو 11 کلونو کې سرحدي ځواکونه ددې جوګه سوي، چې افغانستان ته د ترهګرو له را اوښتلو تر ډیره مخنیوی وکړي.

د افغانستان امنیت شورا وروسته له هغي د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته د سرحدي ځواکونو د ښه سمبالتیا سپارښتنه وکړه، چې د ملي امنیت سلاکار دادفر سپنتا د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ له سرحدي سیمو لیدنه وکړه او دې شورا ته یې راپور ورکړ.

د افغانستان د امنیت شورا او د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي، چې افغان سرحدي ځواکونه کومو وسلو، وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.

د پوځي چارو پوهان وايي، افغان سرحدي ځواکونه یو شمېر مهم امکانات نه لري، چې وکولای سي له سرحدونو په سمه توګه دفاع وکړای سي.

د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وروسته له هغه دوه واره جګړه وسوه، چې پاکستان د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دروازه او نور تاسیسات جوړ کړه، چې وروسته دغه تاسیسات د افغان ځواکونو له خوا ویجاړ شوه.

له دې نښتو وروسته د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې خلکو د پاکستان پر ضد مظاهرې وکړې او له افغان ځواکونو یې ملاتړ وکړ.

خو افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له حملو نژدې یوه اونۍ وروسته وسله والو طالبانو هم د یکشبنې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې پر افغان ولس او هیواد هر ډول تیری غندي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حکومت پر وخت یې یوه لوېشت خاوره چاته نه ده ور پر ایښې او اوس به هم له افغانستان څخه دفاع ته لومړیتوب ورکړي.

خو د سیاسي چارو پوهان وايي،په دې ملي مسلې طالبانو ناوخته غبرګون ښکاره کړ.

دا یوازي د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي سیمه نه ده، چې پاکستاني ځواکونه یې له سرحدي اصولو سرغونه کوي، بلکې تر دې مخکې په تیرو شا او خوا دوو کلونو کې د پاکستان له خاوري د افغانستان د کونړ ولایت سرحدي سیمي په سلګونو راکیټونو ویشتل سوي دي.

د چارو پوهان افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چې د سرحدونو د ښه ساتلو لپاره دي د سرحدي ځواکونو پوره سمبالتیا او غښتلتیا ته پام وکړي او د کورني امنیت لپاره د سرحدونو ساتل مهم دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG