د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

"ترهګري له ډیورنډ کرښې سره نه بلکې د پاکستان په خاوره کې ده"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستانیو چارواکو هغه خبرې رد کړې؛ چې ویلي یې وو، د ګوشتې ولسوالۍ په پوله کې یې تاسیسات د امنیت د ټینګښت او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره جوړ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، که پاکستان له ترهګرۍ سره په ریښتینې توګه مبارزه کول غواړي؛ نو دغه هېواد دې د خپلې خاورې په منځ کې د ترهګرو ځالې ړنګې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د شنبې په ورځ ویلي؛ چې د ګوشتې ولسوالۍ سره د ډیورنډ پر کرښه د ګورسال په نوم پوسته یې د پولې د امنیت او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره جوړه کړې.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د ترهګرو ځالې پر پوله نه، بلکې د پاکستان په زړه کې دي.

"که چیرې پاکستان له ترهګرۍ او هغو طالبانو سره په مبارزه کي صادقه وي؛ چې د ډیورنډ کرښي له هغي خوا څخه افغانستان ته د حملو لپاره راځي؛ باید د هغوی مرکزونه، د روزنې ځایونه او د ملاتړ سرچینې چې ترهګر او طالبان یې په پاکستان کي لري، هغه له منځه یوسي.

له ترهګرۍ سره مبارزه باید د هغوی له سرچینو پیل شي او دغه منابعې د پاکستان په منځ کې دي، نه په ډیورنډ کرښه کې."


افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې ډیورنډ کرښه هیڅکله په رسمیت نه پیژني، خو تر دې دوه ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل؛ چې د افغانستان او پاکستان د پولې مساله له پخوا فیصله شوې ده.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ پاکستانیو ځواکونو په ځینو سیمو کې د ډیورنډ کرښي په کیلومترونو رادې خواته پوستې جوړې کړي؛ چې افغان حکومت ته د منلو وړ نه دي او باید له منځه یووړل شي.

د ښاغلي موسی زی په خبره د افغانستان امنیت د پاکستان له خاوري تر ګواښ لاندې دی او باید پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د ښو اړیکو جوړولو کوښښ وکړي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.

"موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله لرو، چې له ډیرو سره یې هم ښې او نیکې اړیکې لرو، په دې ټولو کي زموږ لپاره پاکستان ځکه ډېر مهم دی؛ چې د افغانستان امنیت د پاکستان له خوا تر ګواښ لاندي دی.

د افغانستان او پاکستان پرمختګ د نا امنیو او نه همکارۍ له امله ځنډېدلی، موږ هیله لرو، چې د پاکستاني مشرانو د رښتیني او عملي همکاریو په نتیجه کي په سیمه کې موجودو ستونزو په ځانګړي ډول ترهګرۍ ته د پای ټکی کښېږدو."


د افغان چارواکو په خبره پاکستان غواړي، دغه کرښه رسمي کړي او په همدې خاطر له کلونو راهیسې په افغانستان کې لاسوهنې کوي او د دې هېواد امنیت یې هم له ستونزو سره مخ کړی.

دوی وايي چې، پاکستان په بیا بیا په مسقیمه او غیر مستقیمه توګه دغه مساله مطرح کړي خو تیره ورځ جمهور رییس حامد کرزي په څرګندو ټکو وویل؛ چې د افغانستان دولت به هیڅکله هم دغه کرښه په رسمیت ونه پیژني.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي جنجالونه وروسته له هغې راپورته شول چې د پاکستانیو ځواکونو د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې؛ پوځي تاسیسات جوړ کړل، چې افغان حکومت یې د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

په سیمه کي د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ جګړه هم وشوه او په نتیجه کې یې د پاکستانیو ځواکونو له خوا جوړه شوې دروازه ویجاړه شوه.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG