د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

جنرال حمیدګل په افغانستان کې څه کړي ؟


 پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حميد ګل
پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر جنرال حميد ګل

د ویکي لیکس موسسې څو ورځي وړاندې د افغانستان دجګړې په اړه په زرونو پټ اسرار او راپورونه افشا کړل او په نورو مسلو سربېره دا یې هم په ډاګه کړه چی د پاکستان استخباراتي اداره لا هم په افغانستان کې د وسله والو ملاتړ کوي .

په اسنادو کې ویل شوي چې ددې ادارې پخوانی مشر جنرال حمید ګل په افغانستان کې په ناټو او ایتلافي ځواکونو باندې د حملو پلانونه جوړوي.

په افشا شویو راپورونو کې ویل شوي چې حمید ګل اعتراف کړی د اختر په ورځو کې یې په کابل کې پر ایساف ځواکونو باندې د سړک د غاړې بمي چاودنو لپاره دري کسان استولي وو.

د جنرال حمید ګل د کارونو او وسله والو سره د هغه د تړاو په اړه انټرنشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼې یوه مقاله لیکلې چې مهمې برخې يې جا ن اقا الکوزي پښتو کړې دي.


په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوې چې جنرال حمید ګل دوه کسان موظف کړي و چې په کابل کې د هغه سړک په اوږدو کې افغان او ایتلافي ځواکونو ته ماینونه ښخ کړي چې افغان حکومتي چارواکي او ځواکونه پري زیات تګ راتګ کوي. حمید ګل دریم کس ته د چاودیدونکو موادو واسکټ ور اغوستی و چې په افغان او ایتلافي ځواکونو او چارواکو ځان وژونکی حمله وکړي.

په افشا شویو راپورونو کي دا هم ویل شوي چې دغو دریو کسانو ته د جنرال حمید ګل وروستۍ لار ښونه او خبره دا وه چې له کابل نه د اور لمبې پورته کړۍ.

راپورونه وایي، هغه کال په افغانستان کې کوچنی اختر د ډیسمبر په ۳۱ مه و، او یوه ورځ وړاندې د لغمان ولایت په مهترلام کې د اییتلافي ځواکونو له اډې څخه څلور کیلو میتره لرې، په سړک کې قوی چاودنې شوې وې.

د امریکا د پوځ په افشا شویو راپورونو کې ویل شوي چې په همدې ورځ په سړک کې ښخ شوی د امونیوم ناتیریت قوي اته کړۍ بمونه کشف او له چاودنې مخکې ایستل شوي وو.

انټرنشل هیرالډ ټربیون ورځپاڼه لیکي: د ملا کبیر په نامه د طالبانو د یوه مشر چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د ننګرهار والي و، د فعالیت مرکز او اډه د پیښور په نوښار کې وه او نوموړی په تېرې فیبرورۍ کې ونیول شو.

په افشا شویو راپورونو کې په ډاګه شوې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جنرال حمید ګل د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په ۱۴ مه نیټه ، په جلال اباد کی د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د تښتولو پلان هم جوړ کړی و او غوښتل یې چې دا کارکوونکي د پاکستان له درې تنو پوځیانو سره چې په پل چرخې زندان کې بندیان دي تبادله کړي.

دا پوځیان د ډاکټرانو په جامو کې نیول شوي وو. شپږ نور پاکستانیان هم په پلچرخي زندان کې بندیان دي.

جنرال حمید ددې کار لپاره د قاری نقیب الله په نامه یوه کس سره کار کاوه. په راپورونو کې دا نده ښودل شوې چې د حمید ګل دا پلان عملي شوی او کنه.

خو په ګوانتنامو کې د سید امیرجان په نامه بندي چې له قاری نقیب الله سره یو ځای اوسیده ، په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې قاري د جلال اباد د حملې لپاره ماینونه کوټه کړي وو.

د امریکا د ملي امنیت د ادارې په استخباراتي اسنادو کې ښودل شوې چې د ملا حبیب الله په نامه کس، د دریو تنو پاکستانیو بندیانو د خلاصولو په نیت د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په ۲۹ مې نیټې، د پل چرخې په زندان باندې د حملې پلان جوړ کړی و.
انټرنشنل هیرالد تربیون ورځپاڼه لیکي: په افشا شویو اسنادو کې یوه ستره اشتباه شوې او په کي راغلي: لشکر طیبه ډله د پاکستان د پوځ یوه څانګه ده او متقاعد جنرال حمید ګل چي د اۍ ایس اۍ پخوانی مشر و ، دا مهال یې چارې پرمخ وړي.

د ورځپاڼې په باور، جنرال حمید ګل ممکن ددې ډلې ملاتړ کړی وي خو هیڅکله یې په کې کار نه دی کړی.

دغه راز د پاکستان پوځ هم ممکن په یوه او بل ډول لشکر طیبه ډلې ته مرستې ورکړې وې، خو دا ډله د پوځ څانګه نه ده.

جنرال حمید ګل له امریکایي ورځپاڼې کریسچن ساینس مانیټور سره مرکې کې، په ده باندي لګیدلي تورونه رد کړي او دایې بې اساسه، خصمانه او له حقیقته لرې بللي او وایي، که چیري د امریکا د استخباراتو دا حال وي نو دا به د تعجب خبره نه وي چې امریکا د افغانستان جګړه وبایلي.

انټرنشنل هیرالد تربیون وړاندي لیکي: د پاکستان د وخت جمهور رییس جنرال پرویز مشرف د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر میاشت کي ویلي و چي د اۍ ایس اۍ ځیني پخواني مشران ممکن د طالبانو ملاتړ وکړي. ده په مشخص ډول د ددې ادارې د هغو مشرانو یادونه وکړه چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو په مودې کې یې د شوروي ځواکونو په ضد، افغان مجاهدینو ته مرستې ورکولې. د مشرف څرګندنې ښايي جنرال حمید ګل ته هم متوجه وي. حمید ګل د مشرف د ځواب احساس وکړ او ویې ویل چې د طالبانو ملاتړ نه کوي.

انټرنشل هیرالد تربیون زیاتوي: په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د پاکستان پخوانۍ صدراعظمې بي نظیر بوټو جنرال مشرف ته یو لیک واستوه او د جنرال حمید ګل په شمول یې دري کسان په ګوته کړي وو چې ددې ژوند ته یې خطر مخامخ کړی.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په ممبيي کې له تروریستي حملو ورسته، د امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه چې جنرال حمید ګل د ملګرو ملونو په تررویستي لیست کې شامل کړي خو چین د امریکا غوښتنه ویټو کړه.

ورځپاڼه لیکي: جنرال حمید ګل الجزیره تلویزیون سره په مرکې کې د طالبانو په اړه ویلی و: زه په افغانستان کي د طالبانو د مقاومت د داعیې ملاتړ کوم. زه ځکه د طالبانو اخلاقي ملاتړ کوم چی ما له دوی سره په تېر وخت کي تړاو درلود.

حمید ګل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مي تررویستي حملو څخه لږ وروسته، د القاعده شبکې په اړه هم له یوناټید پریس سره مرکې کې ویلي و، زه بن لادن او د هغه ملګري پیژنم. زه، په پاکستان، اروپا او منځني ختیځ کې له دوی سره وم. دوي له معتبرو پوهنتونو څخه فارغ شوي ،عالي بري لیکونه یې تر لاسه کړي اوه په پوره فصاحت او بلاغت په انګلیسي ژبه خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG