د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۱۹

کرزی: که خپلسري عملیات بند نه شي، نړېوالو ځواکونو ته به د اشغالګرو په سترګه وکتل شي


ولسمشر کرزی وايي، نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه کړې ده.
ولسمشر کرزی وايي، نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه کړې ده.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي دا ځل تر بل هر وخته په بیلابیلو مسایلو په ځانګړې توګه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې د تګلارې په اړه پر نړیوالې ټولنې په سختې لهجې انتقادونه وکړل.

ښاغلي حامد کرزي یو ځلې بیا ناټو ځواکونو ته خبرداری ورکړ، چې د خلکو د کورونو بمباري به نور د زغم وړ نه وي.

نوموړي وویل، د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د ناټو ځواکونو د څو ورخې مخکې بمباري به چې یولس ماشومانو په کې ووژل شول، وروستۍ پیښه وي او که بیا تکرار شوه نو بهرني ځواکونه به په افغانستان کې په اشغالګرو ځواکونو بدل شي:

″او که چیرې دوی د افغانستان د دولت له اعلان وروسته، چې د افغانستان پر کورونو دې هوايي حملې نه کیږي، بیا یې هم زموږ په کورونو حملو ته دوام ورکړ، نو یې حضور د داسې ځواکونو پر ځای چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره راغلي دي، د افغانستان پر ضد او اشغالګرو ځواکونو اوړي، په هغه صورت کې بیا تاریخ شاهد دی چې افغانان له اشغالګر سره څه معامله کوي. هیله من یم چې دا درک کړي.″

ښاغلی حامد کرزي همداراز خبرداری ورکړ، چې د ناټو ځواکونو له خوا د خلکو د کورونو د بمبارۍ د تکرار په صورت کې به افغان دولت یو اړخیز اقدام وکړي.

نوموړي دا په ډاګه نه کړه، چې افغان دولت د کوم ډول یو اړخیز اقدام توانایي لري خو ویې ویل، د دارنګه پیښو د مخنیوي لپاره ډيرې لارې چارې موجودې دي.

جمهور رییس کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې پر نړیوالې ټولنې تور ولګاوه، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارز د ناسمې تګلارې له امله یې نن افغانان له پوره امنیت نه نه دي برخمن.

هغه وویل، نړیوالې ټولنې په دې مبارزې کې خپلې شخصي کټي پاللي دي:

″څرنګه چې افغانانو تمه درلوده، نړېوالې ټولنې د تروریزم پرضد هغه شاند مجادله ونه کړه، په دې کې یې له سیاست کار واخیست، په دې کې یې د خپلو منافعو ملاحظات وکړل نه د تروریزم په خلاف جنګ او دا یې جنګ د سیاسي اهدافو یوه وسیله وګرځوله.

که دا جنګ څرنګه چې افغانانو دوی ته په صادقانه توګه توصیه کوله پر مخ تللی وای او دوی هغه ځای ته توجه کړې وای، چېرته چې تروریزم و او له پیل څخه یې د افغانانو خصوصاً د پولیسو روزنه یې پیل کړې وای نو دا نه وای پېښ شوی او که د افغانانو پر کورونو یې بمبارۍ او ملکي تلفات نه وای پېښ کړي نو بېشکه چې دا جنګ به نن ډېر کامیاب وای.″

هغه یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه کیږي او دغه مبارزه دې د افغانستان له پولو اخوا د ترهګرو د مرکزونو پر خلاف وشي.
افغان جمهور رییس په عین حال کې وویل، چې په سیمې کې روانه جګړه یوه مبهم حالت ته دننه شوې.

ښاغلي کرزي وویل، له پاکستان سره چې څه کیږي، یوه برخه یې مبهمه ده چې د چا له خوا کیږي، همدارنګه په افغانستان کې چې څه کیږي، ټول د طالبانو له خوا نه کیږي، هغه وویل، چې ښايي ډیر کارونه به وسلوال طالبان کوي، خو یو شمیر کارونه د طالبانو په نوم کیږي.

کرزي وویل، معلومه نه ده، چې دغه کارونه طالبان کوي او که نه لرې او نږدې لاسونه په کې دي. افغان ولسمشر وویل، په دې اړه یې له پاکستانیو چارواکو سره هم خبرې کړي.

پخوا ترې د هم جمهور رییس حامد کرزي پر نړیوالې ټولنې او یو شمیر لویدیزو چارواکو په دغه انتقادونه کړي، چې له امله یې د دواړو ترمنځ اړيکي هم زیانمنې شوي دي.

خو د جمهور رییس وروستي انتقادونه په داسې حال کې راځي چې افغان دولت له امریکا سره د اوږدمهالو ستراتیژيکو همکاریو د یوه تړون د لاسلیک کولو په درشل کې دی.

راپور: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG