د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د سيمې اوسېدونکي: د ننګرهار په ګوشته کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده


ارشيف: د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته يو پاکستانی عسکر
ارشيف: د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته يو پاکستانی عسکر

له ننګرهار ولایته سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وقفه‌يي ډول جګړه روانه ده.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د روانې اوونۍ د شنبې له ماښام راهیسې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښتې د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا په وقفه‌يي ډول لاهم روانې دي.

يادو سرچینو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې وسله‌والو طالبانو ته پاکستاني ځواکونو اجازه ورنه‌کړه، ترڅو هغه موټر ته چې د ترکانو او سلالا په سیمه کې له غره څخه ښوېدلى و، نږدې شي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یوه عیني شاهد د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، جګړه دومره شدیده وه چې له امله یې د دې سیمې ډېری کورنيو خپل کورونه پرېښي دي.

د پاکستاني لوري له‌خوا پر طالبانو ډزې شوي، دا چې تلفات لري که نه معلومات نه‌لرو، خو جګره روانه ده."
د سيمې اوسېدونکی

هغه ادعا کوي چې په‌دې نښتو کې یو طالب سرتېری هم وژل شوی دی، خو د طالبانو حکومت د دغه ادعا په اړه لا په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

ياد عيني شاهد وايي: "تېره شپه ټوله شپه شديد جنګ و، ډېر خلک له خپلو کورونو بې‌‌کوره شول، د جګړې له امله ډېر مالونه هم له‌منځه ولاړل او يو کس هم وژل شوى خو اوس وضيعت ارام دي."

خو د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو په‌دې نښتو کې د دوه طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره کړي دي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي شبير ميوند ازادي راډيو ته وويل، اوس هم د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

نوموړی وايي: "په تېرو دو ورځو کې د ګوشتې په سرحدي سيمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه تر سره شوې او ويل کېږي چې د پاکستاني لوري له‌خوا پر طالبانو ډزې شوي، دا چې تلفات لري که نه معلومات نه‌لرو، خو جګره روانه ده."

تېره مياشت هم تورخم دروازه کې د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.
تېره مياشت هم تورخم دروازه کې د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې وه.

هڅه مو وکړه چې د دې جګړې د نورو جزیاتو په اړه د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو نظر هم واخلو، خو د ننګرهار د امنیت ریاست او د دفاع وزارت چارواکو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌‌کړ.

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په نیمروز ولایت کې د ورېښمو په لار کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، د راپورونو له‌مخې دغه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

خو سيمه‌ييزو طالبانو ويلي وو، چې دغه لار د تخنيکي ستونزې له امله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه او بېرته د ترانزيت پر مخ پرانيستل شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، دغه شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ایراني سرحدي ځواکونو له‌‌‌خوا یو افغان د ډزو په پايله کې ووژل شو.

دا په‌داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له‌‌دې وړاندې هم د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې څو-څو ځله د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر نښتې شوي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي د سپټمبر په ۱۷مه د ملګروملتونو امنیت شورا ته د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ ۱۳ نښتې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG