د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د درملنې د امکاناتو نشتوالي؛ د نیمروز ځینې اوسېدونکې: مجبوره یو چې د اعتیاد او کورني تاوتریخوالي درد وګالو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې

په نیمروز ولایت کې په تېرو شپږو میاشتو کې د لسګونو معتادو ښځو او ماشومانو له جملې څخه یوازې د شپېتو ښځو او ماشومانو درمنله شوې او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دلته دا مهال د زرنج ښار د معتادینو د درملنې په شل بستريز مرکز کې لس معتادین بستر شوي، ځکه چې په دې مرکز کې پر یوه وخت تر دې زیاتو ناروغانو د بستري کولو تخنيکي او مسلکي امکانات نه‌شته.

د نیمروز ولایت معتادې مېرمنې وايي چې دوی د اعتیاد له امله له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي او د درملنې د امکاناتو د نشتوالي له امله مجبوره دي چې د اعتیاد او کورني تاوتریخوالي دردونه وګالي.

له دې مېرمنو څخه یوه مېرمن چې تازه د زرنج ښار د ښځو او ماشومانو د درملنې په شل بستریز مرکز يې بستري شوې خپل اصلي نوم نه ښيي، دې مېرمنې ازادي راډيو ته وويل چې په دې مرکز کې د بستري کېدو له امله له طلاق څخه ژغورل شوې ده.

هغه وايي: "زه پخوا ایران ته تللې ومه، هلته ناروغه شومه او خسرګنۍ مې نشه يي مواد راکړل، له هغه وخته مې نشه پيل کړه او ورو ورو په دې عمل اخته شومه. مېړه مې د اعتیاد له امله د طلاق ګواښ راته کاوه، ځکه مې دلته ځان بستري کړ، که د ځان درملنه و نه کړمه مېړه مې بچیان مې راڅخه ګرځوي او ما ته طلاق راکوي."

د زرنج ښار اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې تر نارينه معتادانو ښځینه معتادانو ډېرې ستونزې پېښې کړي دي، ځکه د دوی لپاره د درملنې امکانات نه‌شته او لوی خطر يې دا دی چې دوی په خپلو کورونو کې نشې کوي، د دوی دا کار د دې سبب شوی چې د دوی د کورنۍ نور غړي، په تېره بیا اولادونه هم ورسره معتاد شي.

زرمینه هم د زرنج ښار په شل بستريز مرکز کې بستر ده، دا وايي چې د خور نشو يې دا هم معتاده کړه.

هغه زیاتوي: "یوه خور مې معتاده وه، کله چې به زه ناروغه شومه له دې سره به مې یو یا دوه دوده نشه کوله، همدا یو- دوه دوده د دې سبب شوه چې زه هم ورسره معتاده شمه. وروسته به ما خپله نشه يي مواد رانیول او نشه به مې کوله. په کومه ورځ چې به ښیښه نه وه تاریاک به مې خوړله او کله چې به مې پيسې درلودې د ښیښې نشه مې کوله."

په نیمروز ولایت کې د معتادو مېرمنو او ماشومانو شل بستريز مرکز د تېر جمهوري نظام په وخت کې جوړ شو چې په منظم ډول به يې په هرو ۴۵ ورځو کې د شلو ناروغانو درملنه کوله، خو اوس يې د بهرنیو مرستو، تخنيکي او مسلکي امکاناتو د نشتوالي له امله فعالیتونه کم شوي دي.

د نیمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي عبدالواسع ریحان وايي، هغه معتادین چې په دې مرکز کې يې درملنه کېږي، تر رخصت کېدو وروسته يې د کورنیو له غړو څخه په دې اړه ژمنه اخيستل کېږي چې دا شخص به بيرته په نشو نه اخته کېږي.

ریحان وویل: "په تېرو شپږو مياشتو کې د شپېتو نفرو لویانو او کوچنيانو معتادینو درملنه شوې او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. اوس د لسو معتادینو درملنه کېږي چې اته ښځې او دوه هم ماشومان دي."

د معتادینو د درملنې په برخه کې داسې مهال شکایتونه کېږي چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کالو کې په وار وار له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په دې برخه کې مرستې وکړي، خو تر دې مهاله یوازې د امریکا متحده ایالتونو، جاپان او اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو له لارې مرستې کړي دي، له دې پرته بل هيڅ یوه هېواد یا سازمان په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG