د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

په کابل کې د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ځوانانو بدني تالاشي غبرګونونه پارولي


ارشیف: په افغانستان کې طالب‌وسله وال
ارشیف: په افغانستان کې طالب‌وسله وال

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې ویډیو چې په‌کې طالب ځواکونه له یو شمېر ځوانانو په ځورونکې ډول پوښتنې کوي، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو توند غبرګونونه راپارولي دي.

خپره شوې ویډیو د کابل ښار ۱۶مې ناحیې پورې اړونده ده چې ښيي طالب وسله‌وال درې ځوانان په یوه پارک کې دروي او تر پوښتنو او ګړوېږنو وروسته یې تالاشي کوي.

دا ویډیو د يوه یوټیوب چینل له‌خوا خپره شوې چې ډېرى وخت د طالبانو د حکومت دا ډول پروګرامونه خپروي.

په ټولنیزو رسنيو کې د دې ویډیو خپرېدل او د طالبانو له لوري دا ډول چلند، د انتقاد کوونکو په خبره، ځورونکې ده او د پېښې د زيانمنو له خوښې پرته یې خپراوي د ټولنیزو شبکو د زیات شمېر خلکو او کاروونکو توند غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکو دې ویډیو په غبرګون کې ويلي چې دا د طالب ځواکونو له‌خوا له سپکاوي ډک چلند او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او غوښتنه یې کړې چې له دغه طالب ځواکونو باید د دغه کار له امله پوښتنې وشي.

په دې اړه نه یوازې عامو خلکو، بلکې د طالبانو یو شمېر پلویانو هم توند غبرګون ښودلي دي.

د طالبانو یوه ملاتړي او مبلغ مبین چې په جنرال مبین هم مشهور دی او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پېژندل شوې څېره ده، پرون یکشنبه په خپله ایکس‌پاڼه دغه ویډیو د انساني کرامت سپکاوی بللی او هغه یې غندلی دی.

طالبان په دې وروستیو کې د ښار په واټونو، کوڅو او پارکونو کې له ځوانانو څخه پوښتنې او څېړنې کوي.

ارشیف: په کابل کې د وسله‌والو طالبانو غړي
ارشیف: په کابل کې د وسله‌والو طالبانو غړي

د دوی په څېړنو کې د شخصي پوښتنو په ګډون د ګرځنده ټیلیفونونو چېک کول او بدني تالاشي شامل وي.

په پلازمېنه کابل کې یو شمېر ځوانان وايي چې وخت په وخت له دوی څخه دا ډول پوښتنې ګروېږنې شوي چې په اړه يې ترخې تجربې لري.

یو تن چې نه یې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ په شهر نو پارک کې د طالبانو له‌خوا پوښتل شوى دی.

هغه وویل: "له ما يې وپوښتل دلته څه کوې؟ ما ويل ناست يم، ويل يې ټيلیفون دې راکړه ټيلیفون يې واخيست بېرته يې را کړ، بيا يې د تذکرې پوښتنه وکړه، ما وويل نه يې لرم، بيا مې د دفتر کارت ورکړ، بيا يې ويل لمونځ دې کړى، ما ويل هو، بيا يې ويل وېښته دې ولې داسې جوړ کړي دا خو د اسلام په دين کې نه‌شته، خبرې يې له سپکاوي ډکې وې."

د کابل یو بل اوسېدونکی چې ورته تجربه لري، د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "څه موده وړاندې د طالبانو له لوري ودرول شو، له موږ څخه پوښتنې وشوې، موبايل يې وغوښت، د موبايلونو منځپانګه يې وکتله هېڅ یې ونه موندل بيا يې څو څپېړې راکړې او ويې ويل ځئ نه پوهېږو د څه په لټه کې وو."

له ځوانانو پوښتنې ګروېږنې او د ګرځنده ټیلیفونونو په ګډون د هغوی بدني تلاشي د ځینو ځوانانو اندېښنې راپارولي دي.

د کابل د خيرخانې سيمې يوه ځوان چې د نوم له څرګندولو يې ډډه وکړه، د طالبانو دا ډول چلند خواشينوونکى وباله.

د کابل ښار یو اوسېدونکی وايي: د مبايل چېک کول ځورونکې موضوع ده، ځکه هلته شخصي فايلونه او انځورونه وي.

هغه وویل: "یو تر ټولو ښکاره موضوع د خلکو شخصي ګرځنده ټیلیفونونو چېک کول دي. که دوى شک لري چې مبايل ګواکې د غلا دى دوى کوى شي د کوډ په خلاصولو سره پوه شي، خو د مبايل چېک کول ځورونکې موضوع ده، ځکه هلته شخصي فايلونه او انځورونه وي."

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په کابل او ولایتونو کې له ځوانانو څخه پوښتي او د هغوی موبايلونه ګوري.

خلکو تر دې مخکې هم ازادي راډيو ته د طالبانو د نامناسب چلند د هغوی د ظاهري بڼې، د ګرځنده ټیلیفونونو چېک کولو او فزیکي لټون په اړه شکایتونه کړي دي.

د پلټنو په پوستو کې د طالب ځواکونو له‌خوا د ځوانانو او کورنیو د ناوړه چلند له امله ګڼ شکایتونه او راپورونه هم ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG