د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

له جرمني د ځينو افغانانو او سوریایانو ایستل؛ په همدې تړاو شولڅ له خپلو ایالتي چارواکو سره خبرې کوي


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

ټاکل شوې په جرمني کې د کډوالۍ د پالیسۍ موضوع نن پنجشنبه د صدراعظم اولاف شولڅ او د دغه هېواد د ایالتونو د چارواکو ترمنځ په برلین کې مطرح شي.

ټاکل شوې هغه لانجمن بحث چې ایا جرمني هغه کډوال چې په جنایتونو کې ښکېل بلل شوي، سوریې او افغانستان ته ولېږي که نه، په جرمني کې د درې ورځنۍ غونډې عمده موضوع وي.

د پلازمېنې برلین په څنډه کې تېر ماښام هم په روانه غونډه کې پر دې موضوع بحث وشو او نن پنجشنبه هم په دې اړه بحثونه دوام کوي او نن صدراعظم اولاف شولڅ د ۱۶ ایالتونو له چارواکو سره پر دې موضوع بحث کوي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دغه جرمن چارواکي د پناه غوښتونکو د اخراج پر بیا پیل داسې وخت فشار راولي چې په افغانستان او سوریه کې د حاکمو رژیمونو له خوا له بشري حقونو د سرغړونو په باب اندېښنې پر ځای پاتې دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ په تېرو وختونو کې د پناه غوښتونکو په باب د دغسې یوه بدلون ملاتړ کړی و.

د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابک د چهارشنبې په ورځ د هغو کسانو چې "مشکوک تروریستان" بلل شوي یا هغو کسانو چې د وژنو په څېر په جدي جنایتونو کې ښکېل بلل شوي، د ایستل کېدو ملاتړ کړی دی.

افغانستان ته په جنایتونو کې د ښکېلو کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو موضوع په وروستیو کې په جرمني کې وروسته له هغې ډېره توده شوه چې یوه افغان کډوال د غبرګولي یا جوزا پر ۱۱مه په منهایم ښار کې د چړې په ګوزارونو په حملې سره ځینې کسان ټپیان کړل، د ټپیانو له ډلې یوه پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د کډوالو مدافع بنسټونو خپلو اصلي هېوادونو ته د ځینو کډوالو د ایستلو پر وړاندیز انتقاد کړی او په دې باور دي چې سوریې او افغانستان ته د کډوالو جبري ایستل به د جرمني د اساسي قانون او د نړیوالو قوانینو په اړه د جرمني د ژمنتیا خلاف عمل وي.

ټاکل شوې د برلین په پوڅدام کې د پناه غوښتنې او کډوالۍ د سیاست په اړه بحث د دې درې ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل وي.

د جرمني خبري اژانس پرون چهارشنبه راپور ورکړ چې د هامبورګ د کورنیو چارو وزیر انتي ګروت چې د سوسیال ډیموکراتانو ګوند کیڼ اړخی غړی دی، ویلي، هرڅوک چې په جرمني کې کوم جرم کوي، باید وایستل شي، حتی که له افغانستانه هم راغلی وي.

د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، جرمني تر اوسه هېڅ افغان پناه غوښتونکی افغانستان ته نه دی ایستلی.

په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي چې دوی د هغو افغان کډوالو د اخراج په باب چې د جرمني امن ته ګواښ ګڼل کېږي، له بېلابېلو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر
د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

هغې د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه خبرې دوام لري څو چې افغانستان ته د ځینو کډوالو د اخراج لارې چارې پیدا شي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت په عین حال کې له اروپايي ټولنې دباندې په درېیمو هېوادونو کې د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو پر امکان غور کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان تر څنګ د بشري حقونو څه باندې ۳۰۰ ملاتړو بنسټونو په یوه پرانیستي‌لیک کې د جرمني صدراعظم ته خپل مخالفت ښودلی دی.

د دغه لیک جزییات د چهارشنبې په ورځ خپاره شول.

په دغه لیک کې د جرمني له حکومته غوښتنه شوې، له هغه هېواده دباندې د کډوالۍ د دوسیو د څېړنې طرحه رد کړي.

د لیک لیکونکو خبرداری ورکړی، له اروپايي ټولنې دباندې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو څېړنه ممکن له بشري حقونو سرغړونې ته زمینه برابره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG