د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د سپین بولدک-چمن لار بیا تړل شوې؛ ځايي اوسېدونکي: د لارې تړل کېدو زمونږ پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی


د چمن-سپین بولدک د دروازې یوه څنډه
د چمن-سپین بولدک د دروازې یوه څنډه

د سپین بولدک-چمن لارې د بيا تړل کېدلو وروسته د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې لارې تړل کېدلو د دوی پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د سپین بولدک-چمن لاره چې له څه باندې لسو مياشتو تړل کېدو وروسته د يوې ورځې لپاره پرانيستل شوې وه، بيا تړل کېدو یې د دې لارې د دواړه غاړو اوسېدونکي اندېښمن کړي او د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له زياتېدو شکايت کوي.

د چمن ولسوالۍ د راز محمد کلي يوه اوسېدونکي ذوالفقار د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د لارې بندېدو د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل: "مونږ يې په قفس، پنجره کې بند کړي يوو، موږ يې له روزګار، کښت کار او له هرڅه محروم کړي يوو، په هر کور کې ماشومان له زده‌کړو پاتې دي، ځکه پلرونه يې د زده‌کړو د پپسو د ورکړې وس نه لري، ځکه کومې پيسې يې چې ورځ کې پيدا کولې اوس يې پرې بندې کړي."

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د چمن لاره له څه باندې لسو میاشتو وروسته د یکشنبې په ورځ د تګ راتګ پر مخ پرانیستله، پرلت کوونکو خپل اعتراضونه پاى ته ورسول، خو يوه ورځ وروسته دغه لاره بېرته وتړل شوه.

د پاکستان حکومت لا د دې پرېکړې د بدلون لامل نه دى په ډاګه شوى.

سلګونه کسان په سپین بولدک کې د سرحدي دروازې د پرانیستلو لپاره شېبې شمېري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

تر دې مخکې د بلوچستان د کورنيو چارو پخواني وزير ملک عنايت کاسي د يکشنبې په ورځ د جولای په ۲۱مه د چمن لارې د پرانیستلو اعلان وکړ او اعتراض کوونکو ته يې ډاډ ورکړ چې وروسته له دې به تګ راتګ د دوی شناختي کارتونو او تذکرو ته په کتنې کېږي.

په چمن کې اعتراض کوونکو چې د افغاني تذکرو او پاکستاني شناختي کارټونو پر بنسټ يې پر دې لاره تګ راتګ غوښت وویل چې د پاکستان حکومت د دوى غوښتنې منلې دي.

په همدې حال کې په چمن کې یو شمېر اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي، نو بیا به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

يوه اعتراض کوونکي حاجي عبدالمنان ازادي راډیو ته وویل: "د اعتراضونو د پراخولو امکانات شته لاريونونه او احتجاجونه به پيل شي، هر څه چې امکان ولري کوو يې، خلک غواړي چې د لسو مياشتو زحمتونه يې خوشې لاړ نه‌شي او عملي شي."

خو په چمن کې د اعتراض کوونکو ویاند صادق خان اڅکزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارې د خلاصولو لپاره غونډې او ناستې روانې دي.

د چمن-سپین بولدک دروازې ته څېرمه د خلکو ګڼه ګوڼه
د چمن-سپین بولدک دروازې ته څېرمه د خلکو ګڼه ګوڼه

هغه وویل: "څلور يا پنځه ورځې وروسته دا لاره خلاصېږي او پولو کې هم خبرې اترې روانې دي، پاکستاني جنرالان په چمن کې ناسته لري، افغانستان لوري سره خبرې شوي او لاره به د ټول عمر لپاره خلاصېږي او نور به هېڅ ستونزه نه وي."

د یادونې ده چې په چمن کې اعتراض کونکو څه باندې لس مياشتې مخکې د پاکستان له‌خوا د پاسپورټ او ويزې د لازمي کولو په غبرګون کې خپل اعتراضونه پېل کړل او غوښتنه يې کوله چې په دغه لاره دې دوى ته د پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکرې باندې د تلو راتلو اجازه ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG