د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

چمن کې د پرلت دوام؛ معترضان: د پاکستان حکومت تراوسه زمونږ غوښتنې نه دي منلي


د اعتراضونو یوه څنده
د اعتراضونو یوه څنده

د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد، چې د چمن-سپین بولدک له لارې افغانستان ته د تګ او راتګ لپاره ویزو او پاسپورټونو ته اړتیا ده، د دې هېواد د بلوچستان ایالت په چمن کې د زرګونه کسانو له پرلت څخه دوه میاشتي تېرېږي، خو دوی شکایت کوي چې د پاکستان حکومت تراوسه د دوی غوښتنې نه دي منلي.

یو شمېر یې له ازادي راډیو سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې له خپلې موخې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې زرګونه معترضان شکایت کوي چې پاکستاني چارواکو تراوسه د چمن-سپین بولدک له لارې افغانستان ته د تګ او راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ د لرلو د شرط لرې کولو په اړه، د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او دا اعتراضونه لا هم روان دي.

دغه اعتراض کوونکي چې له څه باندې دوو مياشتو را په دې‌خوا يې پرلت دوام لري او د چمن-سپين بولدک لاره يې بنده کړې، خبرداری ورکوي چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نور اقدامات به ترسره کړي.

د دغه لاريون يو تن تنظيموونکي عبدالمنان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل: "مونږ لږ نور هم انتظار کوو. که مو پرلت کومه پایله نه درلوده نو مونږ یوه کمېټه لرو، په دې کمېټه کې مشوره کوو او نور ګامونه پورته کوو. دا زمونږ احتجاجي حرکت دی. د احتجاج په شکل یو په بل پسې وړاندې ځو او د اصولو پر بنسټ خپل نور پړاونه اعلانوو."

نوموړي څرګنده نه کړه چې که د پاکستان حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو د دوی راتلونکی اقدام به څه وي او اعتراض کوونکي به تر کله د خپلو غوښتنو لپاره دې پرلت ته دوام ورکړي.

اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي
اعتراض کوونکي وایي، که غوښتنې یې ونه منل شي، جدي اقدامات به وکړي

یو بل معترض غوث الله هم وايي چې پاکستاني چارواکي يې غوښتنو ته پام نه کوي او له ډېرې مودې راهيسې يې ورسره ليدنه او خبرې هم نه دي کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "یوه نیمه میاشت کېږي چې هیچا له مونږ سره اړیکه نه ده نیولې او نه یې هم خبرې کړي. مونږ اوس هم خپل اعتراض ته ادامه ورکوو او ناست یوو. تر هغه کېنو چې زمونږ غوښتنه نه وي منل شوې. مونږ د پاسپورټ په اړه فیصله کړې او تراوسه مو بیا نه دی اخیستی."

دغه لاريون کوونکي وايي، چمن د قومونو وطن دى او له کندهاره تر کوټې پورې دغه قومونه شتون لري.

په لاریون کوونکو کې د سوداګرو ټولنې، سیاسي ګوندونه او عام خلک شامل دي.

د دوی غوښتنه دا ده چې خلکو ته دې د پخوا په څېر د پېژندپاڼو او تذکرو سره د چمن-سپين بولدک پر لاره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

خو تر دې مخکې، د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي ازادي راډيو ته ویلي وو چې د چمن-سپين بولدک په پوله کې يې د قاچاق د مخنيوي او د امنيت د ټينګښت په موخه يې د ويزې او پاسپورټ درلودل مشروط کړي دي.

پرلت کوونکو څو لوی لاریونونه هم په لاره اچولي وو او خبرداری یې ورکړی چې که د پاکستان حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به نور جدي اقدامات ترسره کړي.

دوی یوه میاشت وړاندې، د نومبر په ۲۰مه د پاکستاني حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د نه منلو په اعتراض کې د چمن-سپین بولدک لار د نامعلومې مودې لپاره وتړله چې لا هم نه ده خلاصه شوې.

XS
SM
MD
LG