د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د چمن پرلت له نیول شویو مشرانو او غړو سره د لیدو او ضمانت کولو وخت نه دی ورکړل شوی


په چمن کې د روان پرلت یوه څنډه. په دې پرلت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو هم برخه اخیستې ده.
په چمن کې د روان پرلت یوه څنډه. په دې پرلت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو هم برخه اخیستې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې تېره ورځ د چمن پرلت له نیول شویو مشرانو او غړو سره د لیدلو او ضمانت کولو وخت نه دی ورکړل شوی.

د دې غورځنګ د بلوچستان ایالتي مشر نورپاچا پرون ناوخته په خپله اکسپاڼه په خپور شوي ویډیويي بیان کې ادعا کړې چې دغه کسان په دوکه نیول شوي او ان محکمې ته وړاندې شوي دي.

نوموړي دا ادعا هم کړې چې د پرلت له نیول شویو مشرانو سره زور زیاتې هم شوی دی.

هغه زیاتوي: "دوی یې له ډي‌سي‌افېس نه په غیرقانوني ډول په دوکه نیولي دي او وروسته یې پرې تشدد هم کړی دی. موږ اوس راغلي یو د کرایم برانچ تهاڼې مخته د دوی لپاره مو خوراکي توکي او بسترې راوړي دي، دغه شان موږ سره وکالت‌نامې دي چې باید دوی پرې لاسلیکونه وکړي او وروسته یې په ضمانت خوشې کړو، خو موږ ته له دوی سره د لیدلو اجازه نه‌راکول کېږي."

په چمن کې د روان پرلت یو انځور
په چمن کې د روان پرلت یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د تېرې اوونۍ سه‌شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو پر هغو پرلت کوونکو عملیات وکړل چې له یوې میاشتې راهیسې یې د کوټې او چمن ترمنځ لوی سړک تړلی و.

په دې اخ‌ و ډب کې چې تر پرونه یې دوام وکړ یو شمېر احتجاج کوونکي ټپیان او د احتجاج ځینې مشران هم ونیول شول.

یو شمېر پرلت کوونکي وايي چې په چمن کې نن وضعیت نورمال دی، دوکانونه خلاص شوي، خو په خبره یې احتجاجي پرلت یې د پخوا په څېر روان دی.

د پرلت یو غړي صحبت خان ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو درېیو ورځو احتجاج په لړ کې د پولیسو له لوري نږدې ۳۰ احتجاج کوونکي ټپیان شوي او لسګونه نور نیول شوي دي.

هغه وویل: "دستي خو احتجاج نه‌شته، یوازې پرلت روان دی، دا درې ورځې احتجاج و، بازار تړلی و او هر څه په ټپه ولاړ و، خو نن د چمن ښار وضعیت نورمال دی، دوکانونه خلاص شوي دي او احتجاج نه‌شته."

دی وايي، که د پرلت کوونکي غوښتنې چې د ده په ټکو قانوني دي، ونه منل شي احتجاجي پر امنه پرلت به یې په تاوتریخجنو لاریونونو بدل شي.

په همدې حال کې د پاکستان د پارلمان مخکېني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر تېره ورځ په خپل ایکسپاڼه په یو پیغام کې لیکلي چې لسګونه احتجاج کوونکی په ډزو لګېدلي دي.

خو د بلوچستان ایالتي حکومت تېره ورځ ویلي وو چې په دې اخ و ډب کې ۱۵ احتجاج کوونکي او ۱۷ پولیس ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پارلمان غړي اسد قیصر هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې "د چمن پر خلکو مرمۍ مه وروئ، بلکې له هغوی سره خبرې وکړئ."

اسد قیصر د خپلو دې خبرو ویډيو چې د پاکستان په پارلمان کې یې کړي، پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر خپرې کړې ده.

مخکې تر دې د پاکستان د پارلمان یو بل غړي او د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم، په پرلت کوونکو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا په برید نیوکه کړې وه.

د پاکستان د پارلمان غړی او د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
د پاکستان د پارلمان غړی او د جمیعت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن

هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پارلماني غونډې ته په خبرو کې ویلي، د دې پر ځای چې حکومت له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي یرغل پرې کوي.

مولانا فضل‌الرحمن دا هم ویلي وو چې تاوتریخوالی د حل لاره نه ده او د پاکستان حکومت باید د ستونزې د هواري لپاره د کورنیو چارو وزارت نه یو پلاوی وټاکي.

تېره اوونۍ په چمن کې د ځای اوسېدونکو پر امنه پرلت وروسته له هغې په تاوتریخوالي واوخت حکومتي ځواکونو د پرلت کوونکو پر ضد عملیات پیل کړل.

دغه پرلت نږدې اوه میاشتې وړاندې د چمن-سپین بولدک ترمنځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو د جبرې کېدو د پرېکړې په خلاف پیل شوی دی.

پرلت کوونکي وايي، باید د دواړو غاړو خلکو ته په پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG