د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د چمن پرلتوال: پاکستانیو ځواکونو ۷ معترضان نامعلوم ځای ته ولېږدول او په نورو یې برید کړی


د چمن پرلتوال
د چمن پرلتوال

په چمن کې یو شمېر پرلت کوونکي ادعا کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو اووه تنه پرلت کوونکي نیولي او په نورو پرلت کوونکو یې برید کړی چې په پایله کې یې درې تنه ټپيان شوي دي.

یو شمېر پرلت کوونکي ادعا کوي چې پاکستاني پولیسو د پرلت کمېټې د ویاندویانو په ګډون ۷ تنه پرلت کوونکي نیولي او نامعلومه ځای ته یې انتقال کړي دي او وروسته یې په پرلت کوونکو برید کړی دی.

یو تن پرلت کوونکي صحبت خان د دې موضوع په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د چمن ډي‌سي په نامه د پرلت کمېټې ځینې غړې غوښتي وو چې موږ او تاسو به خبرې اترې وکړو او بیا دوی يې نیولي او پټ ځای ته یې استولي دي. دلته په چمن کې حالات خراب دي. اوس چې کوم پرلت روان دی هغه د ډي‌سي د دفتر مخ ته روان دی."

یو بل پرلت کوونکی عبدالمنان ادعا کوي چې د دې کسانو له نیولو وروسته کله چې پرلت کوونکي د چمن مرستیال کمېشنر دفتر مخې ته ټول شول، په ټکو یې د امنیتي ځواکونو لخوا پرې برید وشو چې یو شمېر یې په دې برید کې ټپيان شول.

هغه وویل: "پر امن مظاهره وه، خو د دوی پلان دا و چې دا پر امن مظاهره خوره وره کړي او کوم ملګري چې هلته وه هغوی باندې یې برید کړی او خیمې یې سوځولې. زه روغتون سره په تماس شوم روغتون وویل چې درې تنه ټپیان یې روغتون ته راوړي."

د پاکستاني رسنۍ "ډان" د راپور له مخې چې د جون په ۶مه نیټه خپور شو، د چمن مرستیال کمېشنر، راجه اطهر عباس هم د اوو پرلت کوونکو نیول تایید کړي، خو زیاته کړې یې ده چې دا کسان یې په خپل دفتر د برید په تړاو نیولي دي.

د چمن د پرلت یوه څنډه
د چمن د پرلت یوه څنډه

د ډان د راپور له مخې د کوټې او چمن ترمنځ لویه لار چې د سه شنبې شپې عملیاتو په پایله کې خلاص شوې وه، بېرته تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سه شنبې د شپې ناوخته په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو پر هغو اعتراض کوونکو عملیات وکړ چې له یوې میاشتې راهیسې یې د کوټې او چمن تر مینځ لوی سړک تړلی و.

د چمن پرلت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې په پاکستان کې له موقت حکومت راهیسې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمنځ لاره هم تړلې وه.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي، د پاکستان موقت حکومت یې دا شرط نه و منلې او د شهباز شریف په مشرۍ نوي حکومت هم تراوسه د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG